fbpx

روژه د ازادۍ مياشت

ليکوال: دکتور مصطفی السباعي

ژباړن: احمدالله احمدزی

ازادي يوازې د ولسونو سياسي او ځمکنۍ خپلواکي ته نه وايي، بلکې تر دې هاخوا د ټول امت فکري، ثقافتي او په ټوله کې د سالم بشري کرامت ازادي تر ټولو ډېره اړينه ده.

د ځينو ځوانانو په څېر ازادي دې ته نه وايي، چې سړی دې په خلاص مټ خوراک، څښاک، خپلسري کارونه کوي او دی، چې څه غواړي، هغه تر لاسه کوي.

موږ بايد پر دې خبره ځانونه پوه کړو، چې دا ډول فکر انارشېزم او ګډوډي ده؛ ځکه چې دنيا کې د انسان لپاره مطلق ازادي نه شته. هر انسان د يو ځانګړي قانون او نظام په منلو او عملي کولو مکلف دی، بلکې د انساني فرد ازادي په ځينو شرطونو تړل شوې، چې د نورو انسانانو د ازادۍ لپاره ګواښ نه شي او له همدې امله نړۍ کې د انسانيت د روزنې لپاره ډول ډول قوانين او شرعي امرونه راغلي دي.

د ساري په توګه ايا ته کولای شې، چې خپل موټر له معلوم مسير او لارې پرته پر بله طريقه او ترافيکي اصولو خلاف وچلوې؟

ايا څوک کولای شي، چې په ګڼ مېشته سيمه کې د شپې خوب پر مهال په لوړ غږ سندرې واوري، يا اوازونه پورته کړي، چې د خلکو د خوبونو خنډ شي؟

د ازادۍ لپاره څوک کولای شي، چې داسې څرګندونې وکړي، چې د هېواد امنيت ته ګواښ وي؟

ايا ته کولای شې، چې داسې وخت کې د سولې غوښتنه وکړې، چې امت دې دښمن سره په جګړه کې ښکېل وي.

ايا ته کولای شې، چې دښمن هېواد سره تجارت وکړې ايا څوک کولای شي، چې د خپل هېواد توليدات او مصنوعات د خيانت په توګه له هېواده وباسي؟ د دې ټولو خبرو ځواب «نه» دی، ځکه چې قانون د داسې کړنو اجازه نه ورکوي او د هر يو مخالفت جلا جلا سزا ټاکل شوې ده، چې ان تر اعدامه رسېدای شي.

بشپړه او خپلسرې ازادي هېڅکله د خير او کمال خبره نه وي، ځکه چې ناروغ د ډاکټر په مشوره له هغو خوړو منعه کيږي، چې ده ته زيان اړوي او که د ډاکټر خبره ومني، نو له څه وخت وروسته دی کولای شي، چې هر ډول خواړه وخوري. همدا رنګه بندي د قانوني مخالفت په صورت د يو ځانګړي وخت لپاره زندان کې وخت تېروي، د دې لپاره، چې وروسته په ټولنه کې ازاد او سالم ژوند وکړي او دی بايد په زندان کې دا خبره ومني، چې ټولنه کې بايد دی داسې ژوند وکړي، چې خپل ځان او ټولنې ته خیر ورسوي او له هر ډول شره توبه وباسي.

انسان په فردي توګه ژوند نه کوي، بلکې دی د يوې ټولنې غړی دی، چې په ژوند کې يو بل ته اړ دي.

د دې لپاره رسول الله صلی الله عليه وسلم يو داسې مثال ويلی، چې د انساني عقل لپاره ډېر کاري مثال دی، چې يو ډله خلک په يوه کشتۍ کې ناست دي، ځينې يې پاس او ځينې يې لاندې دي او لاندې خلک له پورتنيو اوبو غواړي، نو فکر وکړي، چې ولې دا کشتۍ له لاندې نه سورۍ کوو، چې په اسانه اوبه راواخلو. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، که دا خلک همداسې پرېښودل شي، دوی به هم هلاک شي او د کشتۍ نوره سپارلۍ به هم هلاک کړي او که نور خلک دغه ورانکاري منعه کړي، نو ټول به وژغورل شي.

د انساني کرامت د ژغورنې لپاره دا تر ټولو غوره مثال دی.

دلته د شخصي ازادۍ، چې ټولنې ته زيان اړوي او د هغې ازادۍ، چې ټولنې ته زيان نه اړوي څرګند توپير بيان شوی دی. دلته که خپلسرې ازادي ورکړای شي، نو ټولنه د تباهۍ پر لور ځي.

ازادي دېته وايي، چې ته بايد د هغه چا له بنده‌ګۍ او غلامۍ ازاد وې، چې تاسره په انسانيت کې يو شان دي او يا له تا ټيټ دي.

دې ته بيا انارشېزم او ګډوډۍ وايي، چې ستاد همسيال او تر تا کم انسان تر منځ د ذلالت او غلامۍ اړيکې وي.

که انسان دا فکر کوي، چې دی بايد بې قيد او شرطه ازادي ولري، هر څه يې چې خوښ وي، هغه وکړي او هر څه د خپلو خواهشاتو له مخې غواړي، نو دی په حقيقت کې د خپل نفس او خواهشاتو بنده دی او دا يو ډېر ذليل ژوند او فکر دی. که انسان خپلسرې ازادي، خوراک، څښاک او شهوت خپله ازادي بولي، نو حيوانات خو بيا له انسانه څو چنده غوره دي؛ ځکه چې د انسان په پرتله هغوی ډېره ازادي لري.

اوس که يو انسان يوې نجلۍ پسې شي او يا داسې يو کار کوي، چې د ده نفس او خواهشات يې غواړي، نو دی خپل ځان ازاد بولي؟

ايا دی اوس دغه مهال د خپلو خواهشاتو بنده نه دی؟ که يو انسان د خپل محبوب د ليدو لپاره هڅې کوي، يا بل لذت د ترلاسه کولو لپاره ځان ستړی کوي، نو دا د بنده‌ګۍ او غلامۍ تر ټولو بد مثال دی. انسان په مينه او دښمنۍ، د اړيکو جوړولو او خړولو، خوښي او غوسې او داسې نورو کارونو کې ازاد نه دی.

حيوانات خپلو خواهشاتو لپاره هڅې کوي او په دې اړه هېڅ شرط او قيد نه لري او انسان، چې د خپلو خواهشاتو د پوره کولو په لټه کې وي، نو خامخا به يو ځای د ده پر وړاندې خنډونه وي او د ده خواهشات به نه پوره کيږي. نو انسان څه فکر کوي، چې د خپلسرۍ او بې قيده خواهشاتو له امله حيوان له انسانه غوره دی ؟

که يو سړی هڅه کوي، چې بې خرته نشې تماشې وکړي او په دې برخه کې ورځ تر بلې مخکې ځي، تر دې، چې عقل او اعصاب يې کار پرېږدي، صحت يې زيانمن شي، نو دی ځان ازاد بولي؟ ايا تر دې به زياته غلامي او وژونکې بنده‌ګي وي؟

همدا رنګه که يو انسان، د دنيا په خوندونو، مال، دښمني، کينه، بغض او نورو شيانو کې ښکېل شي، نو دی د دغو شيانو بنده دی او هر څوک چې د هر خواهش په لټه کې هلې ځلې کوي، دا سړی د همدې خواهشاتو بنده دی.

قرانکريم د داسې حالت په اړه داسې تعبير کوي: «أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ» الجاثية ۲۳ ايت. دغه ډول خواهشات او نفسي غوښتنې د الوهيت په معنا دی. ايا معبود هغه ذات نه دی، چې عبادت يې کيږي، امر يې منل کيږي، وېره او طمعه ترې کيږي؟

ايا د خواهشاتو تابع خلک د خپلو غوښتنو، مينې او دښمنۍ مخالفت کولای شي؟

غلامي او بنده‌ګي يوازې زندان او قيد نه دی، دا خو د غلامۍ هغه لنډ مهاله موده ده، چې ژر له منځه ځي، مګر اصلي بنده‌ګي هغه ده، چې د انسان په زړه کې ځای ونيسي، خواهشات يې خپلسري شي، د خپلو شهوتونو تابع وي. ازادي دا نه ده، چې سړی په ازاده توګه له يو ښاره بل ته سفر وکړي، دا خو د ازادۍ هغه اسانه او سطحي معنا ده، بلکې اصلي او رښتينې ازادي هغه ده، چې انسان د خپلو خواهشاتو له منګولو ازاد وي، په خپل نفس حاکم وي، د خير او شر په پرېکړو کې د نفس او شيطان نه مني، دې ته رښتينې ازادي وايي.

ازادي دې ته وايي، چې يو عادت تا خپل بنده ونه ګرځوي او ستا خواهشات تا په دنيا کې ذليل نه کړي.

په همدې معنا که فکر وکړ، نو متدين مومنان ازاد دي؛ ځکه چې د دوی نفسونه د طمعو، خواهشاتو او شهوت له غلامۍ او بنده ګي ازاد دي او ټول ټال فکر او نفس يې د نړۍ د پالونکي رب پورې تړلي وي او ټول کارونه او عمل يې يوازې الله تعالی لپاره وي، يوازې او يوازې الله تعالی حق دی او د انسان د خير، محبت،رحمت پرېکړې يوازې الله تعالی کوي او څوک چې د الله تعالی بنده شو، نو د نړۍ د خواهشاتو له غلامۍ ازاد شو.

انسان به خامخا يوه غلامي او بنده‌ګي مني. اوس هغه خلک، چې د خير، حق او رحمت بنده ګي کوي، له هغه چا غوره او بهتر دي، چې د خواهشاتو او نفس غلامان وي او دغه غلامي د شیطان غلامي او بنده‌ګي ده. هغه خلک، چې د الله تعالی د امر او نهي تابع وي، له هغه چا غوره دي، چې د ښځې، دنيا، مال او خواهشاتو تابع وي.

اوس چې کوم پر مخ تللي!! خلک چې ځان ورته د عبدالله، عبدالغفور او داسې نومونو بد ښکاري، چې د بنده‌ګۍ يادونه په کې شوې ده ايا دوی کولای شي، چې د الله تعالی له بنده‌ګۍ ووځي او په مقابل کې يې د هغه چا بنده‌ګي مني، چې د خپل ځان واک او اختيار نه لري. نو دغه خلک د غوسې او جګړې پر ځای د رحم او مهربانۍ وړ نه دي؟

تر ټولو زيات ازاد او خپلواک خلک هغه دي، چې تر ټولو زيات د الله تعالی بنده‌ګي کوي او ځان د الله تعالی کامل بنده بولي. دغه خلک د خپلو خواهشاتو، شهوتونو، مال دنيا، خوندونو، تمې، وېرې او او نورو ټولو بې لاريو له بنده‌ګي ازاد وي. دغه خلک يوازې او يوازې د الله تعالی بنده‌ګان دي او دغې بنده‌ګۍ د ټولې نړۍ له غلامۍ خلاص کړي دي.

الله تعالی فرمايي: «أَلاَ إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ * الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ * لَهُمُ البُشْرَى فِي الحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللهِ ذَلِكَ هُوَ الفَوْزُ العَظِيمُ» سورت يونس.

بې شکه د الله تعالی پر دوستانو وېره نه شته او نه به دوی غمجن وي. د الله تعالی دوستان هغه کسان دي، چې ايمان يې راوړی او متقيان دي. د دې خلکو لپاره زېری دی په ژوند د دنيا او اخرت کې. د الله تعالی کلمات نه بدلېدونکي دي. همدا ستره بريا ده.

د الله تعالی کلام رښتينی دی؛ ځکه چې مومنان د الله تعالی په بنده‌ګي د غيرالله له غلامۍ او بنده‌ګۍ ازاد دي. دغه خلک په خپله بختور او ازاد دي، اخلاق يې د نېکانو دي، زړونه يې غنيان دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم څه ښه فرمايي، چې سړی په ډېر مال هال نه مالداره کيږي، بلکې غني هغه څوک دی، چې زړه يې موړ وي.

ابن عطاء رحمه الله فرمايي: «له کومو شيانو، چې ته نهيلی يې له هغې ازاد يې او د کومو شيانو، چې تمه کوې، د هغو بنده يې.»

له پورتنۍ شرحې او تفصيل وروسته پوهېږو، چې د احمد بن خضرویه رحمه الله دا زرينه وينا څه معنا لري «په خپلسرې ازادۍ کې ټوله بنده‌ګي ده او د الله تعالی په بنده‌ګي کې بشپړه ازادي پرته ده.»

د الله تعالی د کاملې بنده‌ګۍ او د غيرالله له غلامۍ د خلاصون بختور او غوره وخت د روژې مياشت ده، چې انسان په کې د خپلو خواهشاتو، نفس او شيطان له غلامۍ ازاد شي او يوازې د الله تعالی غلامي او بنده‌ګي قبوله کړي. چا چې د الله تعالی غلامي او بنده‌ګي قبوله، همدغه سړی رښتينی ازاد او خپلواک دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د