بدخشان کې د پخواني قوماندان په ګډون درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت دراهم ولسوالۍ کې پخوانی قوماندان عبدالرحمن د ناڅرګندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د بدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې قوماندان عبدالرحمن تېره شپه د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو او تر اوسه يې قاتلين نه دي معلوم شوي.

د فروتن په وينا د قوماندان عبدالرحمن د قاتلينو پلټنه يې پيل کړې او په دې اړه به نور معلومات وروسته رسنيو سره شريک کړي.

د دراهم ولسوالۍ يو اوسېدونکي افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې وژل شوی عبدالرحمن پخوانی قوماندان و او په دې وروستيو کې يې د طالبانو پر ضد وسله راخيستې وه، د اربکيانو ډله يې جوړه کړې وه او کېدای شي، نوموړی د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ طالبانو د کشم ولسوال عبدالجبار مصدق هم په يوه چاودنه کې وژلی و.

عبدالجبار مصدق د حزب اسلامي پخوانی قوماندان او اوس مهال د کشم ولسوالۍ ولسوال و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د