نظــر

لس ورخې د طالبانو سره

زه  په موټر کې ناسته وم او  هڅه می کوله چې  د افغانستان پلازمینه کابل ته په یوه طریقه ځان ورسوم خو د جلال اباد کابل په لویه لاره د طالبانو د یوی پوستی لخواه ودرول شوم ، کله چې دوئ خبر شول چې زما سره د افغانستان ویزه نشته او زه په غیر قانونی توګه د افغانستان خاوری ته ننوتلی یم نو سم دلاسه  توقیف شوم او وروسته بیا  د جلال اباد استخباراتي اداری ته  وسپارل شوم. کله چې زه د جلال اباد د استخباراتو رئیس ته معرفی شوم نو دی کس ډیره لګه انګلیسی ویله، هغه ما ته  قلم او کتابچه راکړه او راته یې وویل

چې د ځان په هکله ټول  مالومات لاندی په تفصیل  ولیکه چې موږ په تا مطمئن شو  چې ته یوه جاسوسه نه بلکی یو خبریاله یې. نو ما چې هرڅوک پیژندل د هغو تیلفون نمبرونه او ادرسونه می ورته ولیکل ترسو دا ثابته کړم چې زه یوه  خبریاله یم. هغه راته وویل چې اوس د ډودئ وخت دی نو ستاسو نه هیله کوو چې زموږ سره ډوډئ  وخورئ. نو ما ورته ډیر په قهر وویل چې نه زه غواړم اول یو تلیفون وکړم نو دی کس راته وویل چې دا امکان نه لري. زه ډیره په غصه شوم او ورته می وویل چې نو بیا زه ستاسو ډوډې نه خورم  زه باید اول  ټلیفون وکړم، هغه بیا راته وویل چې دا امکان نه لري. نو ما په غذائي اعتصاب لاس پوری کړو او ورته می وویل چې ترسو می ټلیفون نه وي کړې ترهغه  راباندی ډوډئ حرامه ده.
زه دوئ یوی کوټې ته بوتلم  او راته وویل چې دا به ستا د استوګنې ځائ وي. زه تقربیآ د شپږو ورځو لپاره په دی کوټې کې پاتی شوم.  اوس به تاسو دا فکر کوئ چې د دنیا تر ټولو اکاړۍ او وحشی رژیم به زما په کیسه که نیوي خو نه داسی نه وه، دوئ هر سهار او ماښام به  ما ته دسترخوان غوړولو او یوه ډیره مزیداره ډوډې به یې زما مخ ته کیښوه چې په کې به وچه ډوډئ، غوښه ، وریژی  او د اوبو جګ موجود وو  او دوئ به زما لاسونو ته اوبه اچولی او ویل به یې” ته زموږ میلمنه یې ته زموږ خور یې” نو ما د ځان سره فکر کولو چې زه ددوئ په دی خبرو نه غلطیږم. ما تل هم دا چرت وهلو چې زه ددی  وحشیانو په خبرو نه دوکه کیږم او له ډوډئ خوراک به می ډډه کوله او ددوئ به بیا راته ډوډئ مخیته کیښودله. داسلسه همداسی روانه وه ما به د ټلیفون غوښتنه کوله او ددوئ به نه ویل او په اعتراض کې به ما د ډوډئ خوړلوڅخه انکار کولو. په دی کې دری ورځې تیری شوی او زه تقریبآ ښه وم چې یو ډاکټر کوټې ته راننوتلو چې په لګ ډیر انګلیسی ژبه پوهیدلو اول یې زما نبض وکتلو، بیا یې زما خوله، سترګې، غوږونه او ورسته یې زما فشارمعائنه کړو نو زه ډیره وویریدم او د ځان سره می فکر وکړو چې اوس می خیر نشته ولی چې په امریکا کې چې کله څوک اعدامیږي نو اول یې پوره معائنات ترسره کیږي ترسو ځانونه مطمئن  کړي چې داکس د اعدام لپاره روغ  رمټ دی. ډاکټر راته وویل چې ستا فشار عادی دی او د تشویش څه خبره نشته. ما ورته ویل چې ته دروغ وائی، زه د طالبانو سره بندی یم او ته راته واې چې زما د وینی فشار عادی دی، هغه بیا زما فشار وکوت او وئ ویل هو ستا فشار بلکل عادی دي، نو ما د ځان سره وویل چې دی ظالمانو خو زما د وینی فشار د تل لپاره ختم کړو دا څنګه کیدل شی چې زما فشار دی عادي وي.
په پنځمه ورځ  حامد زما کوټې ته  راغلو او ما ته یې ویل  میس ایوان ردلي دا وګوره  دا وګوره تاڅومره مشهورتیه موملی ده. په ټولو ورځپاڼو کې ستا په هکله لیکل شوی دي. ما ورته ویل چې حامده زما په هکله څه لیکل شوی نو دی راته په ټوکو کې ویل چې ”  ډاکټر د ایوان ردلي د وینی فشار کتلی او واېي چې هغه روغه جوړه ده” حامد له ما سره د هغه اولی ورځې وو او هر وخت چې به زما د تحقیق لپاره څوک راتلل نو ده به ما ته ویل خیر دی، وګوره کله چې یو څوک ستا څخه د پوښتنی یا تحقیق لپاره راځې نو کوښښ کوه چې ښه برخورد ورسره وکړی او د احترام په سترګه ورته ګوری. ما به تل بی ادبی کوله او ډیری سختی خبری به می کولی، ولی چې ما به فکر کولو چې دا خلک خطرناک او ظالمان دي او زما فکر دا وو چې  دا هیبتناکو شکلونو دا خلک به حتما  یوه ورځ  ما ووژنی نو ځکه  زه په دی کیسه کې نه وم چې دوئ سره باید په ادب او احترام خبری وکړم. ما هر هغه  عمل وکړو کوم چې د یو کس د عصابنیت سبب ګرځي لکه ما کنځل کول، تو کول، زما مخی ته چې به  هرڅه  پراته وو په هغه به می وار کولو. په حقیقت کې ما د یو غربی ښځې داسی تصویر دوئ ته وړاندی کړو چې دوې می په دی مجبوره کړل چې د غربی ښځو به هکله خپلی رائ بدلی کړي او یو ډیر ناوړه اخلاق می وښودل خو برعکس به دوئ زما سره ډیر په نرمئ خبری کولی او تل به یې دا ویل چې ته زموږه خور یې ته زموږ میلمنه یې نو ما به ځان سره ویل چې دا وحشي صفته خلک په احترام او اخلاق څه پوهیږي او فکر می کولو چې که زه له دوئ سره په نرمئ خبری وکړم نو کیدلی شی چې دوې زما سره ناوړه چلن وکړي نو ځکه می خپلی بداخلاقئ ته نور هم زور ورکړو.

په شپږمه ورځ حامد راغلو ما چې کله ورته وکتل نو دهغه مخ له ویری تک تور ګرځیدلی وو، او په وچه خوله یې راته وویل چې ګوره داځل یو ډیر محترم کس ستا د کتلو لپاره راروان دی نو ستا څخه هیله کوم چې له صبر او حوصلی کار  واخله، لری نه ده چې ته به ازاده شی! نو ما ورته وویل چې څوک دی؟
اودا  فکر می وکړو چې کیدل شی ملا محمد عمر مجاهد به وي او یا به اسامه بن لادن وي. نو هغی راڅخه بیا هیله وکړه چې  خیر دی داځل لګه مؤدبه او د احترام څخه کار واخله،هغه زما څخه لاړو او لګ شیبی وروسته بیرته راغلو، چې کله یې زما دروازه  ټک ټک کړه. نو  باوجوده له دی چې زه یوه بندیوانه وم خو زما سره د خپلی کوټې کلي موجوده وه . نو زه ډیر حیرانه شوم چې دا څنګه خلک دي چې ما ته یې د خپلی کوټې کلي هم راکړی.
کله چې ما دروازه خلاصه کړه نو ګورم چې یو سړې د دروازی مخته دریدلی  نو ما چې کله  سترګی پورته کړې او دی سړي ته می وکتل نو په خداې یقین وکړه چې زما ټوله غصه سړه شوه. ما چې د افغانستان په هکله څه لیدلی وو لکه، ګندګي، غلیظت  او غریبی او دخلکو زړی جامی خو دا سړی داسی نه وو، سر تر خپو پوری سپینه جوړه یې اچولی وه او سپینه لونګۍ په سر وه. ما تقربیا د شپږو ورځو لپاره د دین او عقیدی په اړوند له بحث  نه ډډه کوله خو اوس داسی مالومیده چې زما مخی ته یو دینداره کس ولاړ دی. دا کس ډیر پاک او صاف وو او نرۍ  ګیره وه، ښکلی سترګې، او نرۍ غوندی مسکۍ یې په خوله وه او تسبیحی یې په لاس کې اړولی ، خو یو شي چې زه یې بلکل حیرانه کړم هغه ددی سړي په مخ رڼا وه چې زه یې په کتلو نه مړیدم او ورسته چې کله زه مسلمانه شوم او دا کیسه می د خپلو مسلمانانو وروڼو اوخوئندو ته وکړه نو هغوئ راته وویل چې دا قدرتی نور وي چې د هغه سړي پر مخ ښائي راڅرګندیږي څوک  چې ډیر زیات پرهیزګار وي او تقوا ولري. دا یو داسی رڼا وه چې د هغی په مخ نه وه پرته بلکی ددی سړي د مخ نه راوتله. ما تر نن ورځې پوری بیا داسی کس ونه لید چې داسی نور یې پر مخ څرګند وي لکه ددی سړي په مخ چې ما ولیدله. هغه یو ډیر ممتاز او دروند سړی وو . هغه زما د مخه تیر شوو او بیا زما مخته کیناستلو.  یو شیبه وروسته دی زما څخه په پښتو ژبه کې پوښتنه وکړه چې ستا مذهب څه شی دی؟
زما څنګ کې ناست حامد زما ترجمه کوله نو ما ورته وویل چې زه عیساوۍ یم نو دی راته وویل چې د کومی فرقې څخه یې؟ نو ما ورته وویل چې زه یوه پروتستانه یم چې د انګلستان کلیسا اړوند ده.
هغه راته وویل چې د اسلام په هکله څه نظر لری؟ په حقیبت کې په هغه وخت کې ما د اسلام په هکله ډیر کم مالومات درلودل، خو هغه لګ ډیر مالومات می چې  د اسلام په هکله لرل ډیر منفی ول، نو ددی لپاره چې زه دا سړې په عارضی ډول خوشحال کړم، ما ورته د اسلام صفت شروع کړو او ورته می وویل چې اسلام ښکلی دین دی، سره له دی  چې په دی هم پوهیدلم چې زه د اسلام په هکله هیڅ مالومات نه لرم. هغه راته وویل چې هو اسلام په ریښتیا کې یو ښه دین دی.
کله چې می د صفت لړئ په خلاصیدو شوه  نو زر می خبره په دی  تیره کړه چې هو تاسی خو په ورځ کې پنځه وخت عبادت کوي، ولی چې زه هغه طالبان هره ورځ ګورم چې دوئ پنځه وخته لمونځ کوي.
هغه راته زر وویل چې ایا ته غواړی چې مسلمانه شی نو ما د ځان سره فکر وکړو چې دا می څه وکړل دی سړي خو زه په خپلو خبرو کې راونیولم اوس به څه کوم.
نو ما د ځان سره فکر وکړو چې که نه ووایم دوئ به وايي چې تا دا جرات څنګه وکړو چې د اسلام  بی عزتی وکړی نو په خلکو به می سنګ ساره کړي بیا می فکر وکړو که اسلام یودم قبول کړم دوئ به وايي چې ته دروغجنه یې او یو بل مشکل به راته جوړ شي، نو په همدی چرتونو کې ډوبه شوم او داسی فکر می کولو چې کالونه راباندی تیر شول. ما ورته یو دم وویل چې ستاسو د وړاندیځ څخه مننه خو ګوره زه په دی حال  کې داسی ژوند بدلونکی تصمیم نشم اخیستلی خو که تاسو ما خوشې کړې چې زه بیرته خپل هیواد ته ستنه شم نو زه وعده کوم چې زه به قرآن لولم او د اسلام مطالعه به وکړم، دا کس غلۍ غوندی د خپل ځي نه پورته شو او راته  مسکۍ شو، نور یې هیڅ ونه وایل او د کوټې څخه ووتلو نو حامد هم په منډه شاته ورپسی ورغۍ او د یو پنځه دقیقی وروسته حامد ډیر په خوشحالۍ راننه وتلو او راته یې وویل چې مبارک شه مبارک شه ته کور ته روانه یې.
په پای کې زه د کابل په لور روانه شوم او وروسته له لسو ورځو بیرته خپل وطن ته راغلم او د برطانیا دولت وغوښتل چې زما نه د طالبانو په هکله وپوښتی او زه ورته دا ووایم چې هغوئ څومره بی درده او بی رحمه خلک ول خو چې کله ما د هغوئ د اخلاق او ښه سلوک کیسه ورته وکړه نو ددوئ حیران شول او له دی لپاره چې میډیا له دی خبرو خبره نشی ما ته یې د مرکو او خبرو نه کولو غوښتنه وکړه.

ما هم وروسته له خپلی ازادی د وعدی سره سم  د قرآن کتاب رواخیست  او په مطالعی می پیل وکړل. کله چې می  په قرآن کې د ښځو د حقوق په هکله ایاتونه او دهغی تفسیر ولوستل نو ډیر ه حیرانه شوم او له دی می د اسلام لپاره نوره هم مینه ډیره شوه او په خپله خوښه می د اسلام سپیڅلی دین قبول کړو.
زما نوم ایوان ریدلي دی زه په کال ۱۹۵۸ د اپریل په ۲۳ نېټه د انګلیستان په سټینلی کنټري دورهام کې زیږدلی یم. زه یوه خبریاله یم چې په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو لخواه په افغانستان کې ونیولی شوم او وروسته له خوشی کیدلو می د طالبانو د ښه اخلاق او داسلام د حق دین د مطالعی وروسته اسلام قبول کړو.

ژباړه: ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x