نړۍ

د مصر لوی څارنوال په يوه چاودنه کې ټپي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د مصر کورنيو چارو وزارت وايي، چې د لوی څارنوال هشام برکات پر موټر چاودنه وشوه.

د چارواکو په وينا دا پېښه نن سهار د پلازمېنې قاهرې په شمال کې رامنځته شوه.

د مصر د عامه روغتيا وزارت وياند حسام عبدالغفار وايي، چې په چاودنه کې لوی څارنوال او د هغه نور ملګري ټپيان شوي او دمګړۍ په روغتون کې دي، مګر نوموړي په دې اړه رسنيو ته ډېر معلومات ور نه کړل.

د لوی څارنوال روغتيايي حالت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده، چې د مصر لوی څارنوال مصر کې له پوځي کودتا وروسته د اخوان المسلمين مشرانو په ګډون د هغوی زرګونو پلويانو د اعدام او ابدي بند پرېکړې تصويب کړي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

تېره مياشت هم د مصر سيناء ولايت کې دوه لوړپوړي قاضيان په يو غلجکي بريد کې وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x