fbpx

دعملیاتو پر وخت سهوا ثبت شويو خبرو ډاکټران نیم ملیون ډالر تاواني کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۴ل): د امریکا د متحده ایالاتو د ورجینیا ایالت يه یوه روغتون کي ډاکټرانو د عملیات پر مهال ناروغ ته هغه مهال  سپکې سپورې  ویلي چې د ناروغ موبایل سهوا د اواز دثبت کیدو په حالت کي پاتې شوی و.

د یو بی آی په نامه سره یوي خبري رسنۍ په خپل راپور کې وايي چې (ډي بي) نومي ناروغ د کلونوسکوپی ( د لویې کولمې) د معایناتو لپاره روغتون ته مراجعه وکړه کله چې د ډاکټرانو له لوري ناروغ ته وویل شول چي ستا دپاره د کلونوسکوپی معاینه لازمي ده، ناروغ ددې لپاره چي د ډاکټرانو نظر له ځان سره وساتي دغه خبري یی موبایل کي ثبت کړي.

د راپور له مخې نوموړي چې د عملیات خوني ته ننوتی، د موبایل بندول  یې هیر شوي او موبایل هم د عملیاتو د خوني ټوله ماجرا او جریان له ځان سره ثبت کړې.

د عملیاتو پر مهال د ډاکټرانو عملیات کونکي ډلي د اپریشن په جریان کي ناروغ باندې ټوکې ټکالې کړي ناروغ یی کمزوری، ساري ناروغ کم ظرفه او بی عقل تعبیر کړی دی.

کله چې ناروغ له عملیاتو څخه وروسته کورته راغلی، غواړي چې د نوموړي د ناروغۍ او کلونوسکوپی معاینې په اړه د ډاکټرانو نظر د کورنۍ له غړو سره شریک کړي ټلفون یی چالان کړ، ناروغه چي کله د ډاکټرانو له لوري دده په اړه سپکه لهجه ښکنځل، بد او رد واوریدل سمدستي یی محکمې ته مراجعه وکړه او د ډاکټرانو په خلاف یی محکمي ته عریضه وړاندې کړه، محکمي له تحقیقاتو او څیړني څخه وروسته ډاکټران پړ وبلل او له ډاکټرانو څخه یی دنوموړي ناروغ دسپکوالي په مقابل کې نیم ملیون (۵۰۰۰۰۰) ډالره تاوان واخیست او د ناروغ د شخصیت د اعادي لپاره یی دغه رقم نوموړي ناروغ ته ورکړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د