افغانستانخبرونه

اجراییه رييس د بهرنیانو د عملیاتو پرضد د پروان له خلکو د ارامۍ غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه په ځايي وخت ۱۲بجې امریکايي ځواکونو په پروان ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د جمعیت اسلامي ګوند د قومندان، جان احمد پر کور چاپه ووهله او د وسلو زېرمه یې له منځه یوړه.

له امریکا سره د ګډ حکومت د لاسلیک شوي دوه اړخیز امنیتي تړون له مخې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۱۴ له ډسمبر وروسته عملیات نه شي ترسره کولای. د تړون د لاسلیک په غونډه کې ولسمشر غني هم وویل: «اوس زموږ ملي حاکمیت ‘بشپړ’ شو».

نن د پروان ولس د بهرنیو ځواکونو له خوا د تېرې شپې د عملیاتو پر ضد سړکونو ته راووتل او د کابل-مزار لویه لار یې د ټرافیکو پر مخ وتړله.

د ګډ حکومت اجراییه رييس نن د کابینې په غونډه کې خلک ارامۍ ته وبلل. عبدالله وویل، د عدالت تامین د ګډ حکومت له موخو څخه دي.

ډاکټر عبدالله ومنله چې د ګډ حکومت له خوا په ځینو ګومارنو ولس ناراضه دی: «په حکومت کې نوې ګومارنې د دې سبب شوي چې ډېر داسې برداشت وکړي چې د ‘مجاهدینو ضد’ خوځښت پیل شوی». د ګډ حکومت په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشاور، نور الحق علومي او حنیف اتمر دوه هغه لوړپوړي چارواکي دي چې په هېواد کې د کمونیستي رژيمونو ترڅنګ د ولس پر ضد جنګېدلي.

اجراییه رییس دا ونه ویل چې په هېواد کې د مېشتو بهرنیانو د دغسې عملیاتو د مخنیوي کومه هڅه به وکړي کنه؛ خو له خلکو یې وغوښتل چې بېرته خپلو کورونو ته ولاړشي.

عبدالله وايي په افغانستان کې يې د مېشتو بهرنیانو له قومندان، جنرال کمبل سره خبرې کړي او د تېرې شپې د عملیاتو په اړه یې ترې معلومات ترلاسه کړي. دی زیاتوي، غواړي ډاډه شي چې کومه دسیسه نه وه او عملیات د ناسمو معلوماتو پر اساس ترسره شوي وو.

له تېرو نهو میاشتو راهیسې چې د هېواد واګې ګډ حکومت ته سپارل شوي دي، په هېواد کې د مېشتو بهرنیانو پر جنایتونو د ګډ حکومت مشران نیوکه نه کوي. د دوی په وینا هڅه کوي چې «نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې ښې» وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
habib amin

تاسي د خداي وشرموي چه شرميدلي يلست نن ورح كه امريكاي قواوي د ايارن مشركو جاسوسانو اود سپاه پاسدار او د ايران د نوكرانو دشوراي نظار مرتدو لند غرو اوباشو قو مندانانو باند عمليات وكزي نو يو تعداد مزدور او جاسوسي ميد يا گاني دغه كار نا حق او د د نا حقو جهادي باجگيرانو غلو په دفاع تبصري كوي دغه وسلي تولي په غلا او د شوكماري غلا په دليل زيرمه شوي وي ايا نو جنگه كيداي شي چه د شوراي نظار اوباشان دا حق ولري چه په خپل كوري سلاح گاني زيرمه كي ايا همدغه غله او با… نور لوستل »

حامد احمدی

جالبه خو دا وه چی دا خبیث د مجاهدینو عزت د امریکایانو غواری احمقان دی نه مجاهدین

ننګرهاری

عجیبه سپین سترګی خلک دی دا ۱۴ کاله حکومت هم ددوی قدرت کی هم همدوی اوس چی یی انخابات بایللی هم نیم نه زیات دولت کی دوی نو بیا دا شخصی د سلاحو ډیپوګان د څا لپاره؟ دا کار چی په پښتنو میشتو ولایتونو کی وشی څنګه به ورته خوشاله کیدل او من من غوښی به یی اخستلی او ویل به دا ترورستان وو اوس چی په دوی راغله نو اوس دا شور او وغا د څه لپاره باید ختم شی او دا اوباشان نور د واکه وغورځیږی لعنت دی وی په داسی خلکو او میډیا

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x