خبرونهنړۍ

اسرائلو غزې ته مرسته رسونکې کشتۍ ګرځولې

نن ټکی اسیا (دو شنبه، چنګاښ ۸ مه، ۱۳۹۴ل) : اسرائيلي پوځ ويلي چې سمندري ځواکونو يې غزې ته تلونکې کشتۍ ګرځولې او تر خپل واک لاندي ساحل کې يې درولې ده.
پوځ ويلي چې په غزه د بحري پابندي نه مراعاتونکې دغه کشتۍ يې په نړيوالو اوبو کې راګرځولې، د کشتۍ راګرځولو په مهال کومه نښته هم نه ده رامنځته شوې.
په کشتۍ کې د غزې اوسېدونکو لپاره سولر هندارې او دوايي وړل کېدله، ويل کېږي دغه مارياني نومي کشتۍ له څلورو هغو کشتيو څخه ده چې غزې ته يې مرستې رسولې.
رسنيو د پوځ له قراره ليکلي چې کشتۍ ته يې څو ځله غزې ته د نه تلو او د بحري پابندي د نه ماتولو ويلي و خو هغوی انکار کړی وو چې دوی را وګرځوله او بيا يې د اسدود په نوم بندرګا ته بوتله.
دغه کشتۍ د مرستندويه کشتيو له هغې قافلې څخه يوه وه چې غوښتل يې د غزې کلابندي ماته کړي.
اسرائلو په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې هم په ياد سمندر کې د ترکې په هغو کشتيو چې غزې ته يې مرستي رسولې، بريد کړی و چې ۹ تنه پکې وژل شوي وو، د دې بريد له امله د ترکيې او اسرائلو تر منځ خوابدي پيدا شوه، دوی دواړو له دې وړاندې له يو بل سره ښې اړيکي ساتلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x