ټکنالوژي

اپل د نوی ایفون تولید پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۴ل): د وروستیو راپورونو پر بنسټ اپل کمپنۍ د نوی ایفون تولید پیل کړی. د ځینو راپورونو پر بنسټ راتلوونکی ایفون به ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) او یا هم ایفون ۷ ونومول شي.

د بزنس انسایډر (Business Insider) راپورونو پر بنسټ اپل کمپنۍ په خپل نوی ایفون له وخت وړاندې کار پیل کړی. په دغه راپور کې ویل شوی چې د ایفون راتلوونکی ماډل کې فورس ټچ (Force Touch) ټکنالوژي کارول شوی کوم چې اپل کمپنۍ له دې وړاندې په خپل سمارټ ساعتونو او مک بوک سیسټمونو کې کارولی و.

فورس ټچ د فشار په مقابل کې ډیر زیات حساس دی کوم چې به کاروونکو ته ووايي چې کاروونکی په څومره فشار د سمارټ فون کومه برخه ټچ کړی.

د دغې ټکنالوژۍ په مرسته د اپل نوی سمارټ فون کولی شي ځانګړی ځانګړتیاوې ولري. د مثال په ډول د اپل سمارټ ساعت سکرین له فشار سره ټچ کولو سره کاروونکي کولی شي خپل د سمارټ ساعت تصویر بدل کړي.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي ول چې اپل به خپل د ایفون په نوی سمارټ فون کې فورس ټچ (Force Touch) ټکنالوژي کاروي. د ټکنالوژي برخې پیژندل شوی کارپوه «مینګ چي کو» چې د اپل کمپنۍ تولیداتو په اړه ځانګړی معلومات لري وویل چې فورس ټچ به د ایفون ۷ تر ټولو ځانګړی او پیاوړی ځانګړتیا وي.

له «مینګ چي کو» وړاندې د ټکنالوژي برخې یو بل پیژندل شوی څیره «مارک ګرومان» د مې په میاشت کې ویلي و چې راتلوونکی ایفون به له فورس ټچ ټکنالوژۍ سره وړاندې کیږي.

د ځینو نورو راپورونو پر بنسټ د اپل کمپنۍ راتلوونکی ایفون به په دوه مختلفو اندازو کې وړاندې کیږي. د راتلوونکی ایفون یو ورژن به په ۴.۷ او بل ورژن به يي له ۵.۵ انچه اندازې سره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

اپل کمپنۍ غواړي له فورس ټچ سربیره د راتلوونکی ایفون په کامرې هم توجه وکړي. د راتلوونکی ایفون کامره به ۱۲ میګاپکسله وي خو ډیزاین به يي له ایفون ۶ سره کوم ځانګړی توپیر نه لري.

د ځینو راپورونو پر بنسټ که چیرې اپل کمپنۍ په راتلوونکی ایفون کار پیل کړی وي نو امکان لري چې دغه کمپنۍ خپل راتلوونکی سمارټ فون د همدې کال په سیپټمبر میاشت کې کاروونکو ته معرفي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x