
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار د پلازمېنې قاهرې شمال ته د مصر د لوی څارنوال، هشام برکات پر موټر چاودنه وشوه. په لومړنیو رپوټونو کې د روغتیا وزارت ویاند حسام عبدالغفار وویل چې څارنوال ټپي دی.

اوس د الجزیره انګلیسي څانګې راپور ورکړ چې لوی څارنوال د وینې بهېدو له امله ساه ورکړه.
برکات د ۲۰۱۳ جولای کې هغه مهال د لنډمهالي ولسمشر عدلي منصور له خوا وټاکل شو چې د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي حکومت پوځ د کودتا له لارې نسکور کړ.
برکات د اخوان المسلمین د پنځلسو تنو مشرانو پانګې کنګل کړې. د دغه خوځښت د عمومي لارښود، دکتور محمد بدیع د نیولو حکم هم هشام برکات کړی و.
د مصر کودتايي رژيم له کودتا راهیسې ګڼ شمېر په مرګ او عمر قید محکومت کړي دي.
په مصر کې دمګړۍ تر ۴۰،۰۰۰ سیاسي بندیان زندانونو کې پراته دي.
الله دب دخبلو اعمالو جزا وركري….
خوند خو یي وکړ مګر اوس بیا ورباندې اخوان المسلمون غمرازي ښکاره نه کړي !