دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اتلسمه برخه )

لیکوال: م. محمد نعیم

۳ – یوازې ددنیا شهید، دا هغه کس دی چې په دنیا کې د شهید احکام پرې پلې کېږي، دخلکو تر منځ شهید ورته ویل کېږي، خو په آخرت کې د شهید درجې او کرامت نه ور کول کېږي. یا له دې کبله چې په دنیا کې به یې د غنیمت په مال کې خیانت کړی وي، او یا به یې نیت خراب وي، د الله رضا به یې هدف نه وي، غنیمت او یا شهرت به یې هدف وي. دې کس ته ځکه په دنیا کې شهید ویل کېږي چې په نیت یې پرته له الله جل جلاله څخه بل څوک نه پوهېږي، او شریعت ظاهر ته ګوري، کوم چې د زړه خبره ده هغه به بیا الله جل جلاله په آخرت کې حساب ور سره کوي. [1]

ددې ډول شهیدانو په اړه په یو حدیث شریف کې داسې راغلي: عن أبي هريرة قال: “سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ إِنَّ أَوَّلَ النَّاسِ يُقْضَى يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَيْهِ رَجُلٌ اسْتُشْهِدَ فَأُتِيَ بِهِ فَعَرَّفَهُ نِعَمَهُ فَعَرَفَهَا قَالَ فَمَا عَمِلْتَ فِيهَا قَالَ قَاتَلْتُ فِيكَ حَتَّى اسْتُشْهِدْتُ قَالَ كَذَبْتَ وَلَكِنَّكَ قَاتَلْتَ لأَنْ يُقَالَ جَرِيءٌ فَقَدْ قِيلَ ثُمَّ أُمِرَ بِهِ فَسُحِبَ عَلَى وَجْهِهِ حَتَّى أُلْقِيَ فِي النَّارِ”[2]

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې واورېدل چې ویل یې: لومړی څوک چې د قیامت په ورځ به یې په اړه پرېکړه کېږي، هغه سړی به وي چې شهید شوی وي، نو را به وستل شي، الله جل جلاله به د خپلو پېرزوینو یادونه ورته وکړي، دی به یې هم ومني،  بیا به ورته وايي ددې پېرزوینو د شکرانې لپاره دې څه وکړل؟ دی به وايي ستا لپاره وجنګېدم، تر دې چې شهید شوم، الله جل جلاله به ورته وايي: درواغ دې وویل، ته خو ددې لپاره وجنګېدې چې وویل شي دا سړی ډېر زړور دی، او دا درته وویل شول، بیا به حکم وشي، نو به همداسې پر مخ کش کړل شي، تر دې چې په اور کې به واچول شي.

په یو بل حدیث شریف کې داسې راغلي: عن الزُّهْرِىِّ قَالَ أَخْبَرَنِى سَعِيدُ بْنُ الْمُسَيَّبِ أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ – رضى الله عنه – قَالَ شَهِدْنَا خَيْبَرَ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – لِرَجُلٍ مِمَّنْ مَعَهُ يَدَّعِى الإِسْلاَمَ « هَذَا مِنْ أَهْلِ النَّارِ » . فَلَمَّا حَضَرَ الْقِتَالُ قَاتَلَ الرَّجُلُ أَشَدَّ الْقِتَالِ ، حَتَّى كَثُرَتْ بِهِ الْجِرَاحَةُ ، فَكَادَ بَعْضُ النَّاسِ يَرْتَابُ ، فَوَجَدَ الرَّجُلُ أَلَمَ الْجِرَاحَةِ ، فَأَهْوَى بِيَدِهِ إِلَى كِنَانَتِهِ ، فَاسْتَخْرَجَ مِنْهَا أَسْهُمًا ، فَنَحَرَ بِهَا نَفْسَهُ ، فَاشْتَدَّ رِجَالٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ، فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ ، صَدَّقَ اللَّهُ حَدِيثَكَ ، انْتَحَرَ فُلاَنٌ فَقَتَلَ نَفْسَهُ . فَقَالَ « قُمْ يَا فُلاَنُ فَأَذِّنْ أَنَّهُ لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ إِلاَّ مُؤْمِنٌ ، إِنَّ اللَّهَ يُؤَيِّدُ الدِّينَ بِالرَّجُلِ الْفَاجِرِ »[3]

ژباړه: له امام زهري رحمه الله نه روایت دی، وايي سعید ابن المسیب خبر کړم چې ابو هریره رضی الله عنه وفرمایل: د خیبر په غزا کې مو ګډون وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو سړي په اړه چې ور سره و، او د اسلام دعوه یې کوله وویل: ( دا له دوزخیانو څخه دی ) کله چې دجګړې ډګر ته راغی، سړي سخته جګړه وکړه، تر دې چې ډېر زیات ټپي شو، نو نېږدې وو چې ځينې خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبره کې چې دا کس دوزخي دی، شک وکړي – ځکه چې سخته ښه جګړه يې وکړه، معمولا په داسې حال کې د سړي ذهن ته دا خبره ورځي چې دا خو دومره ښه جګړه کوي، نو دا به څه ډول دوزخي وي؟ – کله چې په سړي د ټپونو دردونه زیات شول، نور یې خپلې د غشو کڅوړې ته لاس کړ، څه غشي یې را وایستل او خپل ستونی یې پرې غوڅ کړ، ځینو مسلمانانو په تېزۍ را منډه کړه، ویل اې د الله رسوله! الله ستا خبره رښتیا کړه، پلاني خو ځان وواژه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( اې پلانیه – بلاله –  پورته شه! اعلان وکړه چې جنت ته له مومن پرته بل څوک نشي تلی، بېشکه چې الله جل جلاله په کافر او فاسق سړي هم د دین ملاتړ کوي.

په ځینو روایاتو کې راځي چې ددې کس نوم قُزْمان و، د حضرت سهل به سعد الساعدي رضی الله عنه په روایت کې راځي چې کله په نوموړي د ټپونو دردونه زیات شول، نو د تورې لاستی یې په ځمکه کېښود د تورې څوکه یې سینې تکیه کړه، نور یې ځان پرې ور واچاوه، په دې توګه یې توره بوټه شا ته را ووته او مړ شو.  [4]

په دې اړه یو بل حدیث شریف پ داسې راغلی: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ خَرَجْنَا مَعَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- إِلَى خَيْبَرَ فَفَتَحَ اللَّهُ عَلَيْنَا فَلَمْ نَغْنَمْ ذَهَبًا وَلاَ وَرِقًا غَنِمْنَا الْمَتَاعَ وَالطَّعَامَ وَالثِّيَابَ ثُمَّ انْطَلَقْنَا إِلَى الْوَادِى وَمَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَبْدٌ لَهُ وَهَبَهُ لَهُ رَجُلٌ مِنْ جُذَامٍ يُدْعَى رِفَاعَةَ بْنَ زَيْدٍ مِنْ بَنِى الضُّبَيْبِ فَلَمَّا نَزَلْنَا الْوَادِىَ قَامَ عَبْدُ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَحُلُّ رَحْلَهُ فَرُمِىَ بِسَهْمٍ فَكَانَ فِيهِ حَتْفُهُ فَقُلْنَا هَنِيئًا لَهُ الشَّهَادَةُ يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « كَلاَّ وَالَّذِى نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ إِنَّ الشَّمْلَةَ لَتَلْتَهِبُ عَلَيْهِ نَارًا أَخَذَهَا مِنَ الْغَنَائِمِ يَوْمَ خَيْبَرَ لَمْ تُصِبْهَا الْمَقَاسِمُ ». قَالَ فَفَزِعَ النَّاسُ. فَجَاءَ رَجُلٌ بِشِرَاكٍ أَوْ شِرَاكَيْنِ. فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَصَبْتُ يَوْمَ خَيْبَرَ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « شِرَاكٌ مِنْ نَارٍ أَوْ شِرَاكَانِ مِنْ نَارٍ »[5]

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خیبر غزا ته لاړو، الله جل جلاله سوبه را په برخه کړه، خو سره او سپین مو غنیمت نه کړل، بلکې نور شیان، خوراکي توکي او جامې مو غنیمت کړې، نور شیلې ته شوو، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو مریی و، چې د جذام قبیلې یو سړي ورته ډالۍ کړی و، نوم یې رفاعه بن زید د بني الضبیب له قبیلې څخه و، کله مو چې په شېله کې واړول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم مریی پورته شو، د هغه بار یې خلاصولو، چې په یو غشي ولګید، او له همدې سره مړ شو، مونږ ویل: یا رسول الله شهادت یې دې نوش جان شي! رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل، هېڅکله نه! زما دې په هغه ذات قسم وي چې د محمد روح یې په لاس کې ده، چې هغه لنګ به د اور لمبې پرې بلې کړي، کوم یې چې د خیبر له غنیموتونو څخه له ویشل کېدو مخکې اخیستی و، وايي له دې سره خلک سخت وار خطا شول، که ګورو یو سړي د څپلۍ یو که دوه بندونه راوړل ، ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مې دخیبر په ورځ اخیستي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د اور یو او که دوه بندونه دي اخیستي )

امام نووي رحمه الله فرمايي له دې حدیث شریف نه څرګندېږي چې د غنیمت له مال څخه غلا کول څومره لویه ګناه ده! که څه هم چې لږ شی وي، دا دي په حدیث شریف کې د څپلۍ د یو بند په اندازه شی هم ښودل شوي، او هغه څوک چې د غنیمت له مال نه څه غلا  کړي، او ووژل شي، هغه ته د شهید اصطلاح نشي کارول کېدی[6]

په دې دوه مبارکو احادیثو کې د هغو دوه ډوله کسانو په اړه خبره جوته شوي، چې خلکو شهیدان ګڼل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دا شهیدان نه دي، ځکه هغه یوه ځان په خپله وواژه، او دې بل د غنیمت له مال نه غلا کړې وه، دا که رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې کسانو په اړه خبره نه وی کړې، خلک خو نه پوهېدل، هغوی به په ظاهر حکم کاوه.

اوس چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نشته، او وحی هم نشته، نو یو څوک چې له کفارو سره په جګړه کې ووژل شي، او یا په ظلم ووژل شي، یا له خپل حق او یا مظلوم نه په دفاع کې ووژل شي، ظاهرا شهید ورته ویل کېږي، او د شهید احکام پرې پلي کېږي، ځکه خلک د چا په نیت نه پوهېږي، چې د څه لپاره جګړه کوي، نو خامخا به د شریعت له حکم  سره سم  ظاهر ته ګوري، خو دا چې په آخرت کې به څه کېږي، هغه الله جل جلاله پوهېږي.

په ځانګړي ډول مجاهدین او په عام ډول هر هغه څوک چې د حق په لاره کې، یا د حق لپاره جګړه کوي، باید خپل نیت سم کړي، او له ټولو هغو لارو چارو څخه ځان وساتي چې د شهادت د خرابیدو لامل یې کېدی شي، داسې نه چې الله مه کړه هم له دنیا نه لاړ شي او هم د آخرت له شرمنده ګۍ سره مخ شي.

مسلمان باید په هر نیک کار کې خپل نیت سم کړي، په ځانګړي ډول په جهاد کې، ځکه په نورو کارونو کې کله که نیت خراب هم شي، کېدای شي سړی ورسته توبه وباسي، او د راتلونکي لپاره نیت سم کړي، خو په جهاد کې که نیت سم نه وي، او سړی ووژل شي، خبره خطرناکه ځکه ده چې بیا د توبې او نیت سمولو فرصت نشته! سړی چې مړ شي، بیا به څه ډول نیت سم کړي، او یا به څه ډول توبه وباسي؟ ‎!

م. محمد نعیم
——————-

[1] –  رد المحتار. ج۶، ص ۴۳۴. شرح النووي علی صحیح مسلم، ج ۱، ص ۲۶۲. الفقه المذاهب الأربعة, ج 1, مبحث الشهيد: ص 828. الالموسوعة الفقهية الكويتية. ج 27. ص 276.
[2]  – رواه مسلم.
[3] – صحيح البخاري، باب غزوة الخیبر.
[4] – عمدة القاري, باب غزوة خيبر. فتح الباري، الحدیث السادس، حدیث سهل بن سعد فی قصة ال‍‍‍ذي قتله نفسه.
[5] صحيح مسلم, باب غلظ تحريم الغلول…
[6] – شرح النووي علی صحیح مسلم، باب غظ تحریم الغلول…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x