د روژې څوارلسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

روژه د الله یو امانت دی . په دې امانت کی جسماني او نفسانی دواړه قیودات ، تحدیدات او مقررات شامل دي . نو ځکه روژه د مکافاتو او مجازاتو په منځ کی ده . رسول الله (صلی الله علیه وسلم) داسی فرمایلی دي : « هر شی زکات لری ، خو د بدن زکات روژه ده » . بیا داسی فرمایی : « څوک چی د رمضان د میاشتی یوه روژه بیله عذره یا بیله ناروغۍ څخه وخوری ، په ټول وخت کی یې جبران نسي کولای » . نو الله تعالی دی د روژې د ټولو شرایطو د سم مراعاتولو توفیق راکړی .

او دا هم څوارلسمه تحفه ، لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ . والسلام ( ن . صمد، [email protected] ).

پوښتنی :

۱ ـ د سورهً البقره په کومو آیتونو کی د جبرایل (ع) نوم ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په سورهً البقره کی د څو نبیانو نومونه راغلي دي ؟

۳ ـ آیت الکرسي په کوم سورت کی ده ؟

۴ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی تر ټولو ډیر احکام بیان سوي دي ؟

۵ ـ کوم نېک اشخاص (چی نبیان نه وو)، په قرآنکریم کی په احترام ذکر سوي دي ؟ هغوی څو دي او نومونه یې څه دي؟

۶ ـ که پر یو چا د جنابت په حالت کی سهار سی نو روژه یې څنګه ده ؟

الف : روژه یې ماته ده ؛
ب : روژه یې صحیح ده ؛
ج : روژه یې مکروه ده ؛
د : روژه یې فاسده ده .

۷ ـ که د شپې احتلام وسی ( یعنی شیطان یې وغولوي ) او د پیشلمي پر مهال فرصت نه وی ، نو تر غسل مخکی پیشلمی کېدلای سي ؟

الف : هو ، کولای یې سي ؛
ب : نه یې سي کولای ؛
ج : حرام دی ؛
د : مکروه دی .

۸ ـ که څوک د قرآن مجید کومه حصه په یاد ( حفظ ) کړی او بیا ( د غفلت او ټنبلۍ له امله ) هغه هیره کړی ، نو د الله سره به په کوم حالت کی ملاقات کوی ؟

الف : ګوډ او شل به وی ؛
ب : ړوند به وی ؛
ج : کوڼ به وی ؛
د : د جذام ناروغ به وی .

۹ ـ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ولی حضرت عمر (رض) ته د فاروق لقب ورکړ ؟

الف : حق او باطل یې ښه سره بېلول ؛
ب : د خلکو په منځ کی یې عادلانه قضاوت کاوه ؛
ج : د ده په ایمان راوړو سره مسلمانان پیاوړي سول ؛
د : ځکه چی ډیر زړه ور او غښتلی و .

۱۰ ـ د خدیجې (رض) د وفات پر مهال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څو کلن و ؟

الف : ۳۰ کلن ؛
ب : ۴۰ کلن ؛
ج : ۵۰ کلن ؛
د : ۶۰ کلن .

او دا هم د نن زرین اصل : یو عالم ویلی دي : که ژوند د روژې په رقم جوړ کړو ، نو مرګ به مو د اختر په رقم وی !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د