د روژې پنځلسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

ګرانو دوستانو ، روژه مبارکه هم نیمایی ته ورسیده او خدای دی وکړی چی تیرو برخو څه نا څه معنوی ، روحانی او ایمانی ګټه رسولې وی . ښایی هغو کسانو ته چی د دین په چارو کی کهالت او عطالت لری ، که نور څه نه وی اقلأ معلوماتی خو واقع سوي وی ! څه معلومه ده چی ژوند به نوره یاري هم وکړی که یا ؟! څومره ناوړه او غلط کارونه مو کړي دي ؟! آیا یوه ذره ګټه یې رارسولې ده ؟ راځی چی نور نو په ځان کی بدلون راوړو تر څو الله تعالی مو روان حالت رابدل کړی ( القرآن ) ؛ که نه همدا په اصطلاح آش او همدا کاسه به وی او خوله  به مو راسوځوي .

نو دا هم پنځلسمه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په طمع . والسلام  ( ن . صمد، [email protected] ).

پوښتنی :

۱ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د رسول الله (ص) مبارک نوم ( محمد ) ذکر سوی دی ؟

۲ ـ په سورهً النسأ کی د چا حقوق ډیر بیان سوي دي ؟

۳ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د حضرت عیسی (ع) د ژوندي پورته کولو بیان سوی دی ؟

۴ ـ په سورهً نسأ کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم راځي ؟

۵ ـ د المایًده معنی څه ده ؟

۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو له امله د ناروغۍ تشویش لری یا یې مریضي زیاتیږی یا د ناروغۍ د اوږدېدو اندیښنه یې وی او روژه ماته کړی نو څه کیږی ؟

الف : قضایی باید ونیسي ؛
ب : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛
ج : روژه قطعأ نسي ماتولای ؛
د : نه قضایی او نه کفاره لری .

۷ ـ داسی زوړ شخص چی په آینده کی د کمزورۍ له امله قضایی روژه نه سي نیولای نو د هری روژې په بدل کی باید فدیه ورکړي . دا فدیه څه مقدار وی ؟

الف : د یوې صدقهً فطر مقدار ؛
ب : په یو مسکین تر ماړه نسه ډوډۍ خوړل ؛
ج : په درو مسکینانو ډوډۍ خوړل ؛
د : په اوو مسکینانو ډوډۍ خوړل .

۸ ـ اسلام د اخلاقو په اړه څه وایی ؟

الف : بېله هغه ایمان نیمګړی ( نامکمل ) دی ؛
ب : پر خپلو اعمالو خوشحاله کېدل ؛
ج : د کافرانو او منافقانو څخه ځان ګوښه کول ؛
د : دین ته رابلل او تبلیغ کول .

۹ ـ پنځه لمونځونه کله فرض سول ؟

الف : د اسرأ او معراج پر مهال ؛
ب : د قدر په شپه ؛
ج : د بدر په غزا کی ؛
د : مدینې ته د هجرت څخه وروسته .

۱۰ ـ چا غوښتل چی معصیب بن عامر ووژنی خو د قرآن په اوریدلو مسلمان سو ؟

الف : عباده بن صامت ؛
ب : اسید بن حضیر ؛
ج : معاذ بن حارث ؛
د : ټول غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : یو عالم ویلی دي : حیران یم چی خلک د ډاکټر په « خبره » حلال پریږدی ، خو د الله په « امر » حرام نه پریږدی !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د