fbpx
د تهجد لمونځ

سلف او روژه (30/13)

حامد افغان

سلف او د شپې عبادت

امام ابو حنیفه رحمه الله

د سلفو رحمهم الله د شپې عبادت په اړه تفصیلات په ډېرو ټوکونو کې هم نه شو ځایولی، زه یواځي څو بيلګي را اخلم په تیرو لیکنو کې ډېری بيلګي د صحابه کرامو د شپې د عبادت وې، نن د تابعينو څو بيلګي رااخلم، او پیل یې د حنفي مذهب په مؤسس امام الائمه ابوحنیفه رضي الله عنه کوم.

د قران کریم او نبوي حدیثو د فقه د تدوین او تجارتي مصروفیتونو سره امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په زهد او تقوا عبادت او ریاضت کي ټول ژوند تیر کړی دی، امام شریک رحمة الله علیه د ده په اړه وایي: ما حماد بن ابي سلیمان، علقمه بن مرثد، محارب بن دِثار، عون بن عبدالله، عبدالملک بن عمیر، موسی بن طلحه او امام ابوحنیفه رحمة الله علیهم اجمعین غوندي ستر ستر امامان لیدلي دي او له هغوی سره مي وخت تېر کړی دی خو ما په دوی ټولو کي تر امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د شپې ښه عبادت کونکی نه دی لیدلی. زه یو کال د هغه سره ملګری وم، په دې موده کي مې هغه هیڅکله د شپې پر بستر نه دی لیدلی. (اخبار ابي حنیفه واصحابه).

امام قاسم رحمه الله وایي: یوه ورځ امام ابوحنیفه رحمة الله علیه لمانځه ته ولاړ شو او ټوله شپه يې دغه ایت تکراروه: بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهٰى وَأَمَرُّ. [سُوۡرَةُ القَمَر : 46]. بلکي د دوى د فېصلې لپاره د اصلي وعدې نېټه خو قيامت دى؛ او هغه لوى آفت او ډېر سخت ساعت دى. (اخبار ابي حنیفه واصحابه)

امام زایده رحمه الله وايي: یوه شپه مې له امام صاحب سره د ماخستن لمونځ وکړ، امام صاحب په ما نه و خبر ما غوښتل یواځي له ده نه یوه پټه مسئله وپوښتم نو په دې خاطر په یوه ګوښه ځای کي کښېنستم، خلګو لمنځونه وکړل او ولاړل امام ابوحنیفه رحمه الله نفل لمونځ شروع کړ او ټوله شپه يې دغه ایت شریف تکراروه: فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُومِ. [سُوۡرَةُ الطُّور : 27]. په پاى کښي الله پر موږ فضل وکړ او د سوځوونكي باد د عذاب څخه يې وژغورلو. د امام ابو حنیفه رحمه الله په اړه راغلي دي: چي د روژې په مياشت کي به یې يو شپېته ختمونه کول يو به يې د ورځي، يو به يې د شپې او يو به يې د ټولي مياشتي په تراوو کي کاوه. (اخبار ابي حنیفه واصحابه)

امام مالک رحمه الله

د دار الهجرة امام مالک بن انس رحمه الله علم، تفقه او عبادت بیخي عجیب دی، ده به په ځواني کې د میاشتي لومړی شپه ویښه تیروله، او یواځي به یې د الله عبادت کاوه، لکه لمونځ، ذکر، تلاوت او درود شریف، او په نورو شپو کې به یې له علماو سره مذاکره، مطالعه، تهجد او خوب کاوه. څه وخت وروسته یې د میاشتي له لومړۍ شپې سره د جمعو څلور شپې هم د عبادت له پاره ځانګړې کړې.

او له څلویښت کلنۍ وروسته یې عبادت بیخي زیات کړ، څه د پاسه څلویښت کاله به یې ټوله شپه تر سهاره روڼه تیروله، او اکثره به یې د ماخستن په اوداسه د سهار لمونځ کاوه، سوانح لیکونکي کاږي: د ده او امام ابو حنیفه د عبادت حالت بیخي سره ورته و خو د ده عمر له هغه نه زیات و هغه اویا کاله ژوند کړی و او امام مالک شپږ اتیا کاله ژوند کړی و .

د ده د عبادت د حالت په اړه قاضي عیاض رحمه الله په ترتیب المدارک کې لیکي: دی به چې په لمانځه ولاړ و تا به ویل وچ لرګی دی، یعني لوند لرګی بیا هم یو څه ښوريږي خو وچ لرګی نه ښوري، ځکه هغه د قرانکریم تلاوت کاوه او د تلاوت په مهال به د هغوی بیل حالت او کیفیت و، رحمهم الله تعالی.

د امام مالک رحمه الله د شپې د عبادت په اړه وایي چې کله کله به یې د قران په یوه ایت شپه سبا کړه، یوځل یې په لمانځه کې د أَلْهَاكُمُ التَّكَاثُرُ، سورة پیل کړ او تر سهاره یې همدا سورت تلاوت کاوه. أَلْهٰىكُمُ التَّكَاثُرُ، حَتّٰى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ. تاسي د شتمنۍ په ګټلو کښي (او يو له بله په ډېرولو کښي) ډېري زياتي لېوالتيا په غفلت کښي اچولي ياست؛ تر دې پوري چي (په دې فكر کښي) قبرونو ته ورشئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د