نظــر

موساد (MOSSAD)

سمسور زلمى

(MOSSAD) موساد د موساد بشپړ نوم (The Institute for Intelligence and Special Service) د ا د ټولو امريکايې ، روسي ، برطانوي او داسې نورو استخباراتي شبکو څخه يوه فعاله اداره ده. دا تر نورو استخباراتي شبکو يو مغلق او پيچلي جوړښت لري هره شيبه چې دا استخباراتي شبکه له نورو استخباراتي شبکو څخه مرسته وغواړي هغوۍ ور ته د هر ډول خذمت کولو لپاره چمتو دي .په ټوله دنيا کې د صنعتي او فني رازونوپه رسواکولو کې لومړي درجه ده .د موساد استخباراتي شبکې د برياليتوب راز پدې کې دى چې د نړۍ په هرګوډ کې خواره واره يهود له دوى سره مرسته ، جاسوسيې او ورته استخباراتي معلومات راټولوي . دوى په دي فکر او نظر دي چې مونږ د منځني ختيځ په زړه کې يو او مونږه بايد د نړۍ د پخوانيو او وروستيو حالاتو څخه خبر واوسو او د نړۍ په هر کونج کې ميشت يهودان د ورپيښو ستونزو څخه راويستل او له هغو سره هر راز مرسته کول د دوى مهم اهداف دي . ددغو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر د دې ادارې ډيرو جاسوسانو خپل ژوند د لاسه ورکړي دي .‘Mossad-s-d

دغه استخباراتي شبکه په نړۍ کې په وحشت خوراولو کې بل ساري نلري . دوى د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د هر ډول دهشت ګردي څخه کار اخلي تير شوي دوه نړۍوال جنګونه ددي ادارې يوه ډالي وه چې نړۍوالو ته يې وړاندې کړه په دي جنګونو کې ٨٠ ميلونه افراد مړه او ٥٠ ميلونه معيوب شول دا ټول کارونه يهودو د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر تر سره کړه .

د ډيرو غربي او عربي هيوادونو چوکۍ يې اړولې دي چې له دې جملي څخه په ١٩٦٧ م کال کې په مصر ، شام ، لبنان او اردن باندې حملي يادولى شو . موساد د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر د قتل ، وحشت ، اختطاف او دهشت ګردي څخه کار اخلي .

د موساد مشر په هره غونډه کې د يهودو صدر اعظم سره ويني اوهغه ته ځواب ورکوونکي دى . د اسرايلو سياسي قيادت د موساد استخباراتي شبکې سره تړلي دى .د موساد ريس د يهودو د صدر اعظم لخوا د 5 کلو لپاره ټاکل کيږي .

موساد څه وخت رامينځته شوه :

په ١٩٢٩م کال په جرمني کې د )زيورچ( په نامه د يهودو يو پارلمان جوړ شو په دې پارلمان کې د دغي استخباراتي شبکې جوړښت هم رامنځته شو .دا وخت دي استخباراتي شبکې لاندې دوه اهداف درلودل :

١: د يهودانو د حقوقو ساتنه
٢: په فلسطين کې د يهودانو د اکثريت سره مرسته کول تر څو پياوړي شي .

SHAY د دې تنظيم يعنې د موساد يوه برخه وه خو وروسته د يهودو د ځمکلاندي غورځنګ ساګانا (SAGANAH) د استخباراتي شبکې دساتني اداره وګرځيده .

په هغو ورځو کې SAGANAH د برطاني د حکومت په خلاف کاريدله . دغه تنظيم په ټوله نړۍ کې خپل جال خور کړي وه چې د دې تنظيم ځانګړي اهداف په دې ډول وه:

١: د نازي جنګونو څخه د ځان دفاع او د هغوۍ په شاه کول
٢: يهودانو ته اسلحه ورکول او د جنګ په دوران کې دوى سره مرسته کول
٣: په فلسطين او نورو عربي هيوادونو کې د اسلامي غورځنګونو سره اړيکې ساتل او هغوۍ کنټرولول .
٤: د دې ادارې دجاسوسانو دنده دا هم وه چې د ځينو عربي لوړپوړوچارواکو سره به يې اړيکې ساتل او عربي لوړپوړو ته به يې د خذمتګار په حيث کار کاوه او په ظاهره دغه جاسوسانو ځان د يهودو خلاف معرفي کاوه تر څو په دي سره ځان ور ته نږدې کړي د هغوۍ معاوينت ترلاسه او ور څخه حکومتي معلومات راټول کړي او يهودو ته يې وليږي .

د اسرايلو مينځته راتګ :

د دې ادارو د پرلپسي هڅو او د امريکا د حمايت له امله په ١٩٤٨ م کال کې اسرايل مينځته راغلل . تر دي وروسته دغي ادارې رسمي کار شروع کړ چې نوموړي اداره لاندې څانګې لري :

١: دسياسي استخباراتي اړخونو اداره ٢: کاونټر انټيلي جينس اينډ انټر نل سيکورټي ډيپارټمنټ
٣: فوځي استخباراتي شبکه ٤: د پوليسو د بخش فوځي استخباراتي شبکه
٥: د استخباراتي او حفاظتي ادارو تعادل

د اسرايلو د قيام په وخت کې به هر ي ادارې خپل ورسپارل شوي کارونه تر سره کول خو وروسته يې يو د بل په کارونو کې مداخله هم کوله يعنې د يو کار د پيدا کيدو لپاره به دري ادارو د هغو پلټنه هم کوله .

بايدپه ياد ولرو چې اسرايل سربيره پر موساد نورې استخباراتي شبکې هم لري چې د هغو له جملي څخه شين بټ (Shin Beth) ، ملټري استخباراتي شبکه ، آمان او داسې نورې استخباراتي شبکې يادولى شو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx