ادبي لیکني

هديره

 
زما کور د اديرې سره تر څنګ د غزيدلي سرك  پر بله غاړه  په دويم پوړ کې دی او زما د کور کړکۍ د اديرې په لور خلاصې دي . نن يو ډير ښايسته سهار وو زما د کور د کړکيو پردې نسيم رپولې له کوره پدې نيت رابهر شوم چې قدم ووهم ځکه قدم وهل دلته يو معمول دی او د اديرې په دروازه ورننوتم.
هو! دلته مړي ښخ دي او هر مړی د خپل ژوند جدا فلسفه او تاريخ لري. دا هاغه انسانان دي چې زموږ په څېر يې يو وخت   د غرور سرونه په اسمان لګېدل او پرخپل ځان يې وياړ کاوه.

ددې اديرې د قبرونو شناختې نورې ماته اشنا وې ځکه زه ددوی ګاونډي وم او يواځينې کس وم چې دې اديرې ته د ورځې يو ځل ضرور تلم.
دلته قبرونه د زمکې سره هوار وو، زما په اند دا پخوانۍ اديره وه ځکه يې ټول قبرونه نړيدلي او د زمکې سره هوار وو او د تازه قبر نښې پکې نه ترسترګو کېدې.

سره له دې چې دغه مړو ته څوك خپل خپلوان د دعا لپاره نه راتلل. نه يې هم چا پر قبر د مکر اوښکې تويولې او نه ورته چا د خلکو له شرمه او غولونې په موخه د دعا لاسونه پورته کول. خو بيا هم دغه مړي خوشاله ښکارېدل. ځکه دوۍ د انسان د دوه مخۍ او چلوټو څخه په امن کې وو  او ډېر ارام پراته وو. زما زړه د دوۍ سره دوستۍ او ژوند ته وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x