افغانستان

عبدالله عبدالله: زما له مشورې پرته مقرري «منع» ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرايوي رییس وايي چې د ده له مشورې پرته د دولت پر لوړو پوستونو مقرري منع ده.

عبدالله عبدالله په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې د دولت پر لوړو پوستونو مقرري، نه د اشرف غني او نه هم د کوم وزیر «خپل سری» کار دی، بلکې په هره مقرري کې باید له ده نه مشوره واخیستل شي.

له اجرايوي ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وايي چې له دې ریاسته ټولو وزیرانو ته امر شوی، چې نور نو «هیڅوک» د وزیرانو د مرستیالانو، واليانو او ولسوالانو د مقررۍ یو طرفه حق نه لري، بلکې په «هر» دولتي پوسټ کې باید له اجرايوي رییس سره مشوره وشي.

عبدالله عبدالله چې د تېر کال په اوږده ټاکنیزه پروسه کې يې هم د « نه منلو » له امله نږدې نړیوال شهرت تر لاسه کړ، دا ځل بیا ټینګار کوي چې د جمهور رییس یا هم وزیرانو له لوري «پخپل سر» مقرري ورته د «منلو وړ نه ده.»

ډاکټر عبدالله عبدالله چې له اشرف غني سره د امريکا د سفیر جیمز کننګهم او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شاهدۍ او د جان کېرې په منځګړیتوب د واک پر مساوي وېش راضي شو، تر ډېره يې کابینه، چې په دریو پړاوونو کې لا هم بشپړه نه شوه او د والیانو ټاکنه د یو بل په مشوره او په تېره بیا د عبدالله عبدالله په خوښه ټاکل شوي دي.

اجرايوي رییس پرون – دوشنبه – هم د وزیرانو شورا په ناسته کې دا ومنله چې د دوی په نږدې لس میاشتې واکمني کې ولس پر دوی بشپړ باور له لاسه ورکړی خو د نوموړي په خبره د خلکو د بې باورۍ اصلي علت «پخپل سر مقرري» او له دندو لرې کول دي.

نوموړي د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون په نامه د جوړ شوي کمیسیون او د تذکرې د وېش په لړۍ کې د ځینو کارکوونکو لرې کول، خپل سری کار وګاڼه او ويې ويل چې « اجراييه ریاست » به يې پوښتنه هرو مرو کوي.

که څه هم پخپله عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح کميسیون لپاره د اشرف غني له لوري ټاکل شوې مشره لرې او پر ځای يې خپل کس وټاکه، خو لا هم نوموړی انګېري چې ځينې مامورین د ده له اجازې چې نوموړی يې «مشوره » بولي، پرته لرې شوي دي.

د ګډ حکومت تر منځ پر یو بل د نه باور فضا د لا غښتلي کېدو په حال کې ښکاري، په داسې حال کې چې سیاسي پوځي شنونکي د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ د هر ډول ناندریو ګټه وسله والو مخالفينو ته رسېدونکې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

ګلمرجانی بیا نه منی. خپل نومی پر پنسل نه دی لیکل شوی او دی مقرری و مقررولو خبری کوی زه خدای دیی ووهه چیری کچالو خرڅ که قدر به دی ښه وی. ‌‌‌‌‌‌ډیر بی ابرو سړی یی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x