
کابل: دوو چاودنو دوه تنه ټپیان کړل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د کابل په ښار په لويديځ کې امريکايي پوهنتون ته څېرمه چاودنې د پولیسو رینجر ويجاړه کړه.
دغه چاودنه چې نن له غرمې وړاندې نږدې یوولس بجې د دارالامان په سړک رامنځته شوه، پکې د ځاني زیان خبر نه دی ورکړل شوی.
د عیني شاهدانو له قوله چاودنه د مقناطیسي ماین له امله وه، چې پکې د پولیسو رینجر تخریب شوې ده.
په ورته توګه نن سهار مهال هم د اتمې حوزې اړوند چاودنه وشوه، چې د دولتي سرچینو له قوله پکې دوه تنه عام وګړي ټپیان شوي دي.
د چاودنو په اړه خپلواکو سرچينو تر اوسه څه نه دي ويلي او نه هم د دې چاودنو مسوولیت چا پر غاړه اخیستی.
د روژې د میاشتې له پیل راهیسې پر پارلمان له ډله ییز بريد پرته دا پخپل ډول کې لومړنۍ پېښې ګڼل کېږي.