fbpx

روژه د اتفاق او مساوات ځانګړی انځور

احمدالله احمدزی

روژه بلکې د اسلام مبارک دين په ټوله کې د يووالي او اتحاد درس ورکوي او له همدې امله د نړۍ ټول مسلمانان یو امت بولي او تل په يووالي او اتفاق ټينګار کوي.

اسلام له پيله د يووالي درس لري. اول دا چې الله مو يو دی، يوازې او يوازې د الله تعالی عبادت کوو او ټولو مسلمانانو ته قرانکريم د يووالي او اتفاق درس ورکوي.

الله تعالی فرمايي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا.

يو بل ځای کې هم فرمايي: شرع لكم من الدين ما وصى به نوحا والذي أوحينا إليك وما وصينا به إبراهيم وموسى وعيسى أن أقيموا الدين ولا تتفرقوا فيه كبر على المشركين ما تدعوهم إليه الله يجتبي إليه من يشاء ويهدي إليه من ينيب. الشوری( 13 )

الله تاسې لپاره هغه دين لار ګرځولې، چې نوح او تا ته يې درلېږلی او دغه دين يې ابراهيم، موسی او عيسی عليهم السلام ته لېږلی او دې ټولو ته امر شوی، چې دين قايم کړی او دين کې تفرقې او ډلې مه جوړوئ.

بيا د جهاد او مجاهدينو په اړه قرانکريم فرمايي: إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ» [الصف: ۴].

الله تعالی هغه مجاهدينو سره مينه کوي، چې د الله تعالی په لاره کې په يو منظم صف کې جنګيږي.

همدا رنګه د قرانکريم په نورو ايتونو او د پيغمبر عليه السلام په احاديثو کې ټول امت يو جسد ګڼل شوی، درد او ستونزې يې د يو وجود ګڼل شوي دي.

اسلام په ټولو عباداتو کې مسلمانانو ته د اتفاق او يووالي درس ورکوي.

د ساري په توګه د جمعې لمونځ ته که فکر وکړو، خلک په يو صف کې منظم د يو امام تر شا ولاړ وي او شپه ورځ پنځه وخته په منظمه توګه دغه پروسه عملي کيږي.

همدا رنګه د اسلام بل رکن زکات هم د خپلمنځي همکارۍ او يووالي ښکارندوی دی.

د مالدار او غني مسلمان په مال کې د بې وزلو او فقيرانو حق وي او اسلام د غني او غريب تر منځ د مهربانۍ او ترحم اړيکه جوړوي، غني او مالدارن بايد د بې وزلانو له حاله خبر وي، په غم، درد او لوږه يې بايد شريک وي.

حج هم د اسلامي امت د يووالي، اتفاق او مساوات ځانګړې نمونه ده. موږ ګورو، چې ټول حاجيان يو ډول احرام، يو ډول تلبيه او دعاوې او ټول په يوه خوله خپل رب ته زارۍ او سوالونه کوي.

ټول حاجيان په ګډه په يو وخت د حج ټول ارکان ادا کوي.

له ټولې نړۍ راغلي مسلمانان، چې د هر هېواد او قوم وي، له هر ډول توپير پرته په حرمينو کې راټوليږي او په منظم ډول د خپل رب پر وړاندې عبادت خپله عاجزي او دعاوې کوي.

روژه هم د اسلام هغه رکن دی، چې د مسلمانانو د يووالي او اتفاق يو ځانګړی انځور وړاندې کوي. روژه د روح او بدن دواړو د تربيې ځانګړی چاپيريال جوړوي، د صبر او تقوا درس ورکوي، د مسلمان لپاره د بدلون او اصلاح ځانګړې مدرسه ده. مسلمان بايد خپل روح او بدن داسې وروزي، چې د هر ډول ستونزو او کړاوونو زغمل په ورين تندي ومني. روژه کې مسلمان د بې وزلانو او لوږو له حاله خبريږي، د خواخوږۍ او مهربانۍ فکر ورسره پيدا کيږي. مسلمان لپاره دغه يوه مياشت د روح او بدن د تمرين ځانګړی چاپېريال وي او حکمت يې دا وي، چې پاتې يوولس مياشتې بايد د همدې روژې په شان تېرې کړي او د مسلمانانو ټولنه بايد له هر ډول شر او فساده پاکه وي.

روژه خو لومړی د الله تعالی په امر له سهاره تر ماښامه له خوړو، اوبو، جماع او ګڼو نورو مباحو کاورنو ځان د دې لپاره ژغورل دي، چې الله تعالی به دغه مسلمان ته په بدل کې اجرونه او جنت ورکوي.

دوهم: مسلمانان ټول يو شان له سهاره تر ماښامه په يوه خوله روژه نيسي او په يو اذان يې ماتوي. په دې کې د مالدار او غريب، تور او سپين ښايسته او بدرنګ تر منځ هېڅ توپير نه شته، بلکې هر عاقل، بالغ مسلمان په روژې نيولو مکلف دی او دا هر څه د يووالي او اتفاق يوه ځانګړې نښه ده.

روژه کې مسلمانانو ته امر شوی، چې خپل چم ګاونډ کې د بې وزلو، خپلوانو او دوستانو له حاله ځان خبر کړي او په دې اړه خپل دوستان او بې وزله ګاونډيان د خپل ځان او کورنۍ په څېر وبولي.

د روژې په اخرو لسو ورځو کې د هرې سيمې تکړه او قوي ايمان لرونکي مسلمانان په خپلو جوماتونو کې اعتکاف کوي او په منظم ډول په هر کلي کې يو شمېر مسلمانان د خپلو کليوالو په استازيتوب په خپلو جوماتونو کې اعتکاف ته کيني او په دا هم د يووالي او اتفاق نمونه ده.

د اسلامي امت په ځورېدلي او کړېدلي او ګډوډ حالت کې روژه د هر ډول روحي او بدني روزنې يو ځانګړی چاپېريال برابروي او مسلمانان کولای شي، چې له دې موقع په استفاده خپل امت له دې کړېدلي حاله راوباسي.

په داسې حال کې، چې ښکېلاکګرو زموږ د امت پر مرۍ خوله ايېښې، وينې يې زبيښي او د خپل امت ګڼ شمېر داسې حلقه بګوش غلامان هم شته، چې د ښکېلاکګر لپاره يې خپل ځان او ايمان خوار کړی دی. که مسلمانان د روژې په حکمت او فلسفه ځانونه پوه کړي، نو له دې موقع په استفاده کولای شي، چې خپل امت يو ځل بيا د اتفاق، اتحاد او پر اسلامي احکامو د عمل په برکت د خپل برم پېر ته وګرځوي او هر مسلمان بايد له خپل ځانه پيل وکړي، ورپسې خپله کورنۍ کې په ظاهر او باطن اسلامي احکام عملي کړي او ورپسې د ټولنې د اصلاح ټولنيزې هڅې پيل شي او اسلام زموږ د اصلي طبيعت برخه شي. د روژې په برکت ځانونه د نفس او شيطان له غلامۍ خلاصولای شو او يوازې د واحد رب عبادت او بنده‌ګي منلو ځانګړی وخت همدا د روژې مبارکه مياشت ده. د دې تر څنګ که د مسلمان يو وار ايمان دومره قوي شي، چې د هر خير و شر مالک يوازې او يوازې الله تعالی وګڼي ايمان يې پوخ شي، نو بيا الله تعالی مسلمان سره وعده کړې، چې د دينا پر سر به الله تعالی انسان ته واکمني ورکوي او که څوک بيا د اسلامي حکومت پر وړاندې خنډونه جوړوي، نو قوي مسلمان بيا کولای شي، چې له اسلامي خلافت څخه د دفاع لپاره خپل ځان، بچي او مال قربان کړي.

مسلمانان بايد د روژې په حکمت، فلسفه او هدف ځان پوه کړي.

روژه د الله تعالی په امر د هغه بنده‌ګي ده، حکمت او فلسفه يې د مسلمان روحي او بدني اصلاح ده.

روژه کې مسلمان د خپلې ټولنې په اړه د لا زياتې قربانۍ او مسؤوليت احساس کوي، د بې وزلو او ګاونډيانو له حال احواله بايد ځان خبر کړي او حديث شريف کې راغلي، چې چا يو مسلمان ته د يو وخت روژه ماتی ورکړ، نو د پوره روژې اجر يې وګاټه په داسې حال کې د روژه دار له اجره به هېڅ نه کميږي.

روژه د مسلمان د عبادت، کړو وړو، ناستې پاستې ټولنيز تعامل، اخلاقو، د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح، بدلون او تنظيم تمريني موده ده او مسلمان بايد له دې وخته په استفاده خپل راتلونکی ژوند همداسې تېر کړي، تر څو مو ټولنه کې اصلاح راشي او له ټولنې مو هر ډول، غلطۍ، ورانکارۍ، درغلۍ، بدګومانۍ او نور ناوړه دودونه او عادتونه ورک شي.

که مسلمانان د روژې حکمت او فلسفه په نظر کې ونیسي، نو موږ کولای شو، چې اسلامي امت د همدې روژې په برکت پر يو ټغر راټول کړو او د خپل ځورېدلي امت راتلونکی روښانه او غښتلی کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د