انوارالحق مجاهد: داعش دې په افغانستان کې له «مسلمان وژنې» لاس واخلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د مشهورې جهادي څېرې مولوي محمد یونس خالص زوی په افغانستان کې د داعش او طالبانو د وروستیو نښتو په اړه نظر څرګند کړی او دا يې د مسلمان وژنې «فتنه » بللې ده.

انوارالحق مجاهد چې په ختيځ کې د طالبانو با نفوذه شخص بلل کېږي، پخپل خپاره کړي نظر کې وايي چې داعش دې یوازې دوی ته په ور لېږلو راپورونو تکیه نه کوي.

مجاهد پخپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د داعش د وسله والو له لوري بغداد ته لېږلي راپورونه ناسم بولي او ليکي: «نه دلته شرک شته نه داسې بدعتونه، چې مرتکب یې شرعا ووژل شي اونه تراوسه په دی جګړه کې مشرک اوبدعتي وژل شوی.»

نوموړي پخپلو څرګندونو کې پر داعش غږ کړی چې د دې فتنې مخه دې ونیسي، ځکه چې «ددغې فتنی د رامنځ ته کیدو له پیله تراوسه زیاته ګټه صلیبي یرغلګرو او د هغوی ملحدوګوډاګیو ترلاسه کړی ، جهادي حرکت ته یې دروند زیان اړولی.»

انوارالحق مجاهد چې په دې وروستیو کې له پاکستاني زندانه راخوشي شوی، د خپلو څرګندونو په پای کې یو ځل بیا پر دې ټينګار کړی چې داعش ته د دلته شویو پېښو په اړه غلط راپورونه ورکول کېږي، د دوی په خبره د غلطو راپورو پر ځای دې «دصلحی اوتفاهم په لټه کې شي اوخپلو مشرانوته دی دغلطواوناسموراپورونوپه ورکولوسره خپلې غلطۍ اوناکامۍ نه پټوي اودفتنې په دغه اور دی نورتیل نه شیندی.»

داعش چې په دې وروستیو کې يې د هېواد په ختيځ کې په ځینو کلیو کې نښتې کړې دي، چې دواړو لوریو ته د مرګ ـ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سیمو اوسېدونکو له سیمه ییزو طالبانو سره اوږه پر اوږه د داعش پر وړاندې توند غبرګون ښوودلی چې له درنې مرګ ژوبلې سره يې داعش وسله وال بېرته پاکستان ته شړلي دي.

avatar
11 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه

په افغانستان کی ډیر تنظیمونه پیداکیدل ډیر غټ خطر دی ځکه افغانان ډیر ښه تجریبه لری دروسانو وروسته څه پیښ سول

احمد خان
میلمه
احمد خان

افغان ولس ته پکار ده چې د داعش د فتنې په وړاندې چټک او کلک غبرګون وښیي، ځکه افغانستان د مذهب ترنامه لاندې د وژنو ځای ندئ.

ف.ا
میلمه

طالب جانه اوس نو ورته تینگ شه. تر نن مو په دیر بی رحمی بی گناه خلک وژل. اوس داعش درباندی د الهی عذاب په شکل نازل شو تر سو ستاسی د وحشتونو او ظلمونو جزا درکری. پر بی وسه عام خلکو خو د الله اکبر نآری وی خو داعش ته مو اودس نه تینگ کیژی، عذر او زاری کوی. نور مو نو بادار( امریکا ) ستاسی د طالبی وحشت پروژه بندوی. د دنیا او آخرت رسوایی مو په برخه شوه. تاسی د خپل ملک په روانی پسی را استی وه . د چا مو نه من. تاسی د خپل… نور لوستل »

شاه ولیکوټي
میلمه

دمحترمو مجاهدینو څخه یو خوا ست کوم چې : نور دمفسدینو پرخلاف نرمه رویه ا ختیار نه کړی ، ځکه چې کږې خو لې په سوک سمیږي نه په انسانیت او اخلاقو .

نصرت الله حدید
میلمه

مجاهد صیب..که طالبانو د حزب اسلامی سره بی ځایه جګړی او نښتی نه وی کړی دا مشکل به نه وه. پکار دا چی سولی او تفاهم لاره یی حزب اسلامی سره نیولی وه.
طالبانو په هغه وخت کښی غوښتل حزب اسلامی وټکوی او په زوره تری بیعت واخلی.
تاسو یی اوس وینی چی طالبانو سره داعش اوس څه کوی؟؟؟
اوس هم وخت شته چی حزب اسلامی او طالبان دی خپل مشکل سره حل کړی.
مننه
الله دی مجاهدین په اتفاق کړی

حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

څه فکر کوی چی دا حرکات او دا څرګندونی د طالبانو ویره نه په ډاګه کوی؟

حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

سهار چی دفتر ته راشم نو یو وار د یاهوو خبرونه ګورم او کله کله بیا هغه کامنټونه هم ګورم چی ورلاندی لیکل شوی یی نن یو خبر وو چی اسلامی دولت په غزه کی د حماس ډلی ته اخطار ورکړی نو بیا ډیری لیکنی شوی وی خو یو اسرایلی ځوان بیا داسی لیکلی وو: Nothing better than barbarians fighting each other to the death. We are all winners! ترجمه: ددینه ښه خبره مونږ ته بله نشته چی بربریان (هدف یی مسلمانان) دی یو بل منځ کی وجنګیږی او یوبل ووژنی – مونږګټونکی یو. نو ځه خپلو ټولو مسلمانانو ورونو… نور لوستل »

قاری حسیب
میلمه
قاری حسیب

احمد ی صاحب همداسی ده اسراییلوته تر دی شه خبر نشته چی مسلمانان په خپل منځ کی ونښلی خو زه ددی مسلمان انصاف او بد ضمیر ته حیران یم تر پرونه همدا کسان د امارت تر سنګ ولاړ ول او هغه کسانو چی به امارت سره بعیت نه درلود کافر و خارجی بلل ما دیرو هغه کسانو سره بحث شوی وه چی اوس داعش ته ورغلی او اوس طالب کافر او مرتد ګنی همدو به هغه خلک چی امارت نه جلا ول کافر کڼل او ځینی با انصافو یی بیا باغیان بلل اوس نو محترم داعشی صیب ته کوم حکم… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

محترمینو او جنابانو ډیرو خبرو ته حاجت نشته نور ددی کسانو په خوارجیت کی د یوی ذری په اندازه شک نشته دوی د اسلام په بدنامی پسی را اخیستی ده اوس ما ته معلومه شوه چی امریکایانو دا کسان په لوی لاس رامنځته کړل پخپله یی ورته زمینه مساعده کړه او دنیا والو ته یی د یوه جعلی کاذب خطر په توګه معرفی کړل امریکایان غواړی ددی جاهلو او ناخبرو په واسطه خپل د شکست انتقام له القاعدی او طالبانو واخلی اول خو دی خدای ورته هدایت وکړی چی له خپلی دی خوارجی او غلو آمیزه عقیدی لاس واخلی اصل… نور لوستل »

ستوری
میلمه

گل بی دین قدرت ته درسیدو لپاره هری بی شرمی ته ملاترلی دطالبانو سره ددشمنی لپاره یی له سرو امریکایانو سره هم جوره وکره
خوبیایی هم هغه شوم مرام تر سره نشو.
اوس یی دطالبانو پر ضد دداعش لمن ونیوله انشاالله گل بی دین به تل داسی ذلیل او خوار وی

تندر
میلمه

د ستوري تر نوم لاندې پټې تروږمۍ ته وایم ، چې حزب کله هم له طالبانو سره دوښمني نه ده کړې بلکه تل طالبانو په حزب بریدونه کړي ، طالبان نن هغه څه درک کوي چې برون ېې حزب اسلامي ورته اړویست ، لکه له مجهول کس سره بیعت په داسې حال کې چې حزب په افغانستان کې د جهاد او مبارزې بنسآټ ایشي ، موږ په هیڅ صورت د مسلمانانو په تیره مجاهدینو ټيټه نه وایو ، هغو ته چې سمه لار ېې کږه کړې له خدایه هدایت غواړو ، په ېډ کې شک نه شته چې د حزب… نور لوستل »