افس د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره په رسمي ډول وړاندې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ چې له دې وړاندې د ایفون سمارټ فونونو لپاره خپل د افس نوی ورژن وړاندې کړی و اوس د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره هم خپل د افس پروګرامونو نوی ورژن وړاندې کړ.

مایکروسافټ کمپنۍ خپل د افس پروګرامونو نوی ورژن له ټولو څخه وړاندې د ایفون سمارټ فونونو له هغې وروسته انډرایډ ټبلېټونو او په اخره کې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لروونکي سمارټ فونونو ته وړاندې کړ.

مایکاروسافټ کمپنۍ وویل چې له دې سره غواړي د افس پروګرامونو د کاروونکو شمیر له پخوا هم زیات کړی او غواړی د دغو پروګرامونو کارول په ځانګړی ډول په اداري برخه کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

د مایکروسافټ کمپنۍ وروستیو پریکړو ته کتنې سره معلومیږي چې دغه کمپنۍ اوس غواړي د کمپیوټر پر ځای ټبلېټونو او سمارټ فونونو ته ځانګړی پاملرنه وکړي.

مایکروسافټ کمپنۍ همداراز اعلان وکړ چې د انډرایډ (Android) او ای اوس ایس (iOS) اپریټنګ سیسټمونو ټول پروګرامونه په اسانۍ سره وینډوز ۱۰ ته بدلیدی شي.

مایکروسافټ کمپنۍ غواړي چې د انډرایډ او ای او ایس (iOS) د ټبلېټونو او سمارټ فونونو کاروونکو کې هم زیات شمیر کاروونکي ولري.

د مایکروسافټ کمپنۍ نوی افس پروګرامونو کې چې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره وړاندې شوی ورډ (Word)، ایکسل (Excel)، اوټ لوک (Outlook)، پاور پواینټ (Power Point) او نوټ (Note) شتون لري.

مایکروسافټ کمپنۍ له یو شمیر مشهورو کمپنیو لکه سامسنګ او ایل جي سره خبرې کوي ترڅو دغه کمپنۍ د افس پروګرامونه او سکایپ په خپلو تولیداتو کې په تیار ښکته شوي سافټ وییرونو کې اضافه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Nazir Ahmad ishaqzai
میلمه
Nazir Ahmad ishaqzai

سلامونه او نیکی هیلی گرانه google play store کی می وکتل office نسته په سه نامه دی چی download یی کرم مننه