نظــر

د ایران جوماتونه او د افغانستان ضد ویناوې

سرچينه: فارس نیوز
نسیم پسرلی

د ایران د مختلفو سیمو د جوماتونو له ممبرونو د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون پر ضد ویناوې وشوې. د جمعې د لمانځه وینا کوونکو د دغه تړون د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د کنگان د جمعې د لمانځه امام وویل چې: د امریکا او افغانستان هوکړه لیک د افغانستان د خلکو په حق کې خیانت دی.

حجت الاسلام “محمود محمودی” د کنگان سیمې د جمعې د لمانځه امام د افغانستان او امریکا تر منځ گډ ستراتیژیک تړون ته په اشارې وویل چې دا د کرزي د حکومت ستره رسوایي ده او د افغانستان د ملت په حق کې نه بخښونکی خیانت دی.
د شوشتر سیمې د جمعې د لمانځه امام وویل چې: د افغانستان او امریکا تر منځ تړون د کرزي د دولت تر ټولو شرموونکی اقدام دی. حجت الاسلام “شکرالله سلیمانی” د شوشتر د جمعې د لمانځه امام وویل: د افغانستان او امریکا تر منځ تړون په تېرو لسو کلونو کې د کرزي د حکومت تر ټولو شرموونکی تړون دی. هغه وویل ” د افغانستان او امریکا تر منځ تړون په یوه ډول د افغانستان د ملت انساني شان تر پوښتنې لاندې راولي. په دې ډول دغه هیواد د امریکا په نوې مستعمره بدلیږي. دغه خطیب وویل” د دې سند پر اساس افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې د امریکا مستعمره ده. هغه زیاته کړه ” د کرزي دولت د خپلو خلکو د خپلواکۍ په خاطر باید دغه تړون نه وای لاسلیک کړی خو اوس چې دغه تړون لاسلیک شوی، تمه ده چې، د دغه هیواد ولسي جرگه دغه تړون رد کړي. هغه ټینگار وکړ ” د افغانستان گاونډیان به هم د دغه تړون له اغېزې په امان کې پاته نه شي، پاکستان، روس او چین د اغېزمنېدونکو هیوادونو له ډلې څخه دي.
د خرم آباد د جمعې د لمانځه امام: د امریکا او افغانستان تر منځ تړون یو شرموونکی تړون دی.
حجت الاسلام سید احمد میر عمادی د خرم آباد د جمعې د لمانځه امام وویل: د امریکا او افغانستان د ولسمشرانو تر منځ تړون یو شرموونکی او له رسوایۍ ډک یو تړون دی. حجت الاسلام سید احمد میر عمادی د جمعې د دې اونۍ د جمعې په لمانځه کې گڼو خرم آبادي اوسیدونکو ته وویل چې افغانستان باید د دې اجازه ورنکړي چې د اوباما او حامد کرزي دغه تړون کومې نتیجې ته ورسیږي. هغه زیاته کړه: په تېره اوونۍ کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو تر منځ تړون لاسلیک شو چې د هغه پر بنسټ به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې په امن کې وي او هر کار به چې زړه یې غواړي په دغه هیواد کې تر سره کوي. هغه وویل “په دغه تړون کې امریکايي ځواکونه غواړي په مستقیم ډول د دغه هیواد په اقتصادي طرحو کې گډون ولري. دا یو شرموونکی او له رسوایۍ ډک یو تړون دی چې د افغانستان پارلمان او خلک باید د دغه تړون اجازه ورنکړي. د خرم آباد د جمعې د لمانځه امام وویل: د تاریخ په اوږدو کې د استعمارگرو سترگې همېشه د منځني ختیځ په زېرمو باندې وې او خپلې گټې یې په دې سیمه کې لیدلي دي.
د پارس آباد د جمعې د لمانځه امام: د ستراتیژیک تړون لاسلیک به افغانستان د امریکا مزدور کړي.
حجت الاسلام ولی علوی د پارس آباد د جمعې د لمانځه امام وویل: د ستراتیژیک تړون لاسلیک به یقینا افغانستان د امریکا مزدور کړي. هغه څرگنده کړه: که اوباما د شپې له مخې د افغانستان له چارواکو سره امنیتي تړون د دې لپاره لاسلیکوي چې د رسنیو له پام څخه خوندي پاتې شي او خپلو موخو ته ورسیږي، دا د افغان چارواکو ستره کمزوري ده چې د امریکا په څېر یوه رژیم ته د خپل هیواد په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکوي.
هغه وویل چې امریکا داسې احساسوي چې کولای شي په خپل داسې چلند سره به صهیوني رژیم ته تر یوه حده مشروعیت ورکړي. هغه زیاته کړه: امریکا په دې ښه پوهیږي چې صهیونیستي رژیم د نړۍ منفور ترین حکومت دی چې هیڅوک له دغه نامشروع، پلید او منفور رژیم سره اړیکو جوړولو ته چمتو نه دي.
د خلخال سیمې د جمعې د لمانځه امام: د فارس خبري اژانس خبریال ته د افغانستان د دولت توهین د منلو نه دی، نړۍ به ژر د کرزي له بدنامۍ خبره شي.
حجت الاسلام “امیر رشتبری” د خلخال د جمعې د لمانځه امام وویل: د ایران له سفیر او د فارس خبري اژانس له خبریال سره د افغانستان د چارواکو توهین آمیزه چلندد منلو وړ نه دی ځکه چې ژر یا وروسته به نړۍ د کرزي له دغې بدنامۍ خبره شي. هغه څرگنده کړه: د ستراتیژیک تړون لاسلیک د افغانستان د بې گناه خلکو سپکاوی کوي، سره له دې چې نړیواله ټولنه او گاونډي هیوادونه د دې کار مخالف وو خو بیا هم د افغانستان ولسمشر هغه لاسلیک کړ. دغه خطیب د خپلو خبرو په جریان کې وویل: د یوه هیواد سفیر په  مداخلې تورنول او د یوه خبریال بندي کول هیڅ رنځ نشي رغولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x