افغانستان

پوځي شنونکي: طالبانو له نیول شویو ولسواليو نه ګڼ مهمات ترلاسه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۴ل): په وروستیو کې د طالبانو له لوري پرلپسې د ولسوالیو نیولو د پوځي شنونکو پام ځانته ور اړولی دی.

ډېری پوځي شننونکي پر دې اند دي چې د ولسوالیو له نیولو د طالبانو موخه په دې ولسوالي کې مېشتېدل نه وي، بلکې د هماغې ولسوالي د مهماتو تر لاسه کول يې مقصدي کار وي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او پوځي کارپوه باز محمد یارمند وايي چې طالبان په یوه ولسوالي د دې لپاره بريد نه کوي، چې تل يې تر واک لاندې وي بلکې غواړي له امنیتي ځواکونو مهمات تر لاسه کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی قاضي حنفي هم له رسنیو سره په خبرو کې ورته څرګندونې لري خو وايي چې امنیتي ځواکونه باید تل د تیارسئ په حال کې وي.

طالبانو د کندوز په دشت ارچې، چهاردرې او د نورستان په وانټ وایګل کې په دې وروستیو کې د ګڼو مهماتو د نیولو خبر ورکړی.

د طالبانو له لوري خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې ولسي وګړي له طالبانو سره د اردو او اربکیانو په نیول شویو رینجرو کې د ولسوالۍ او قومندانۍ له منځه توکي باروي.

په چهادرې ولسوالي کې طالبانو یو له مهماتو ډک موټر هم تر لاسه کړی دی او په وانټ وایګل کې يې بیا تر لسو ډېرې رینجر موټرې له ځان سره بیولې دي.

تر دې وړاندې طالبانو د بدخشان په جرم، یمګان او کشم کې هم ګڼ مهمات ترلاسه کړل، چې د ملي ادرو د پخواني لوی درستیز شیرمحمد کریمي يې هم پخلی وکړ.

کریمي پر جرم د طالبانو د بريد په مهال اعتراف وکړ، چې طالبانو د شپږ میاشتو لپاره د جګنېدلو مهمات تر لاسه کړي دي.

یاده دې وي طالبانو پخپلو سږنیو عملیاتو کې ګڼې سیمې تر خپل واک لاندې کړي دي، چې په خپرو شویو تصویرونو کې په یادو سیمو کې طالب سرتېري د تمرين په حال کې ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x