نړۍ

پنټاګون: آمريکا د اسلام پرخلاف صليبي جګړه کوي

د آمریکا د دفاع وزارت له لوري د دغه هيواد پوځيانو ته داسلام پرخلاف د زده کړو نوی کورس په ډاګه شوی دی. د نړیوالو خبري سرچينو له راپور سره سم د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون د دغه هیواد د اردو بيلابيلو قطعاتو او جزوتامونو ته یوه نوي تعليماتنامه استولي ده. ډغې تعليماتنامې له مخې به


اوس آمریکايي پوځ پرمطلق ډول د اسلام پرخلاف په یوه بيساري جګړه ايزه روحيه روزل کيږي.د اردو د سرتيرو د جګړه ايز مورال دپياوړی کولو په موخه د اختياري مضامینو دغه کورس ډګروال مارک ډولی طرحه کړی او پنټاګون پر هغه باندي له بيلابيلو اړخونو غور وروسته هغه د آمریکاي قطعاتو او جزتامونو د سرتيرو د تدريس لپاره منلی دی.

د دغې تعلیماتنامې له مخې اوس د مسلمانو سخت دریځو پرځای په مطلق ډول د اسلام سپیڅلی دين د آمریکا لومړۍ درجه دښمن ګڼل شوی دی.

پنټاګون ته د دغه کورس د جزیاتو بيانولو په ترڅ کې ډګروال مارک ډولي څرګنده کړی چې آمریکاي پوځ له اسلام سره دجګړې پرمهال اوس هيځ ډول نړيوالو معیارونو ته پړ ندی. د ولسي وژنو د ممنوعيت په اړه د جنيوا د کنوانسيون ټولي مادې لغو دي او امریکاي سرتيري په ډاډه زړه کولای شي مسلمانان له ځيلمې ووژني او داچې پدې صورت کې امریکاي سرتيري دهيځ ډول نړيوال قانون له مخې نشي محاکمه کيدلای.
پدغه تعلیماتنامه کې دا هم راغلي دي چې آمریکاي سرتيري رسالت لري چې مسلمانان له منځه يوسي او دهغوي ښارونه په کنډوالو بدل کړي. دلته دا يادونه هم راغلي چې د لومړۍ او دوهمي نړيوالي جګړې پرمهال د برسبن،لندن،هيروشميما او ناګاساکي ودان ښارونه بمبار کړای شو او وروستني دوه ښارونه خو د اټومي بم له لاري د ځمکې له نقشې نه محو کړای شو، آمریکايان کټ مټ همدا راز کولای شي چې د مسلمانانو متبرک ښارونه مکه او مدينه هم پر اټومي بمونو وولي او هغه وران کړی.
د دغي تعليماتنامې له مخې آمریکايان اوس له اسلام سره په يوه هراړخيزه صليبي جګړه کې قرار لري او دا د امریکاي سرتيرو رسالت دی چې اسلام له منځه یوسي.
د آمریکا دفاع وزارت پنټاګون ډغې تعليماتنامې او په هغې کې د مندرجو موادو پخلی کړی دی خو په ډاګه کړي يې ده چې دغه کورس اجباري نه بلکې اختياري دی.
له بله پلوه  وروسته لدې چې دغه کورس د نړیوالو رسنيو تر غوږونو ورسيد، د آمریکا د پوځ سرقومندان جنرال مارتين ډيمپوسي هغه د آمریکاي اقدارو منافي ګڼلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x