افغانستان

اشرف غني: ښځو سره د مخالفت له فکره راووځئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت ولسمشر ټینګار کوي چې د افغانستان اساسي قانون «سل فیصده اسلامي» دی. اشرف غني د «ملي وحدت حکومت» د تشکیل موخه هم دا بللې چې اساسي قانون «په هراړخیزه توګه عملي» شي.

نوموړي دا څرګندونې هغې غونډې ته په وینا کې کړي چې د «سولې په تامین کې د ښځو رول» په اړه د بهرنیو چارو وزارت په تالار کې جوړه شوې وه.

اشرف غني په داسې حال کې چې خپله نصرانۍ لبناني الاصله مېرمن (رولا سعاده) یې هم ترڅنګ ناسته وه، په افغاني ټولنه کې د ښځو د وضعیت په اړه څرګندونې کولې.

نوموړي خواشیني وښوده چې په افغانستان کې لا هم ښځو ته داسې شرایط نه دي مهیا، چې ښځه له سړي سره اوږه په اوږه په ټولنه کې ژوند پرمخ بوزي.

اشرف غني د ښځو په ژوند کې د بنسټیز بدلون غوښتنه وکړه او په خلکو یې غږ وکړ چې «ښځو سره د مخالفت له فکر څخه را ووځئ».

ولسمشر په هیواد کې د ښځو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ وباله او ژمنه یې وکړه چې په ټول افغانستان به بنسټیز بدلون راولي او روغتیايي خدمات به وړاندې کوي. اشرف غني په داسې حال کې د ښځو روغتیايي حالت په اړه اندیښنه څرګندوي چې د تیرې لسیزې په ترڅ کې افغان چارواکو ولس ته د بهرنیانو د میلیاردونو ډالرو مرستو یادونې کړي.

د ګډحکومت ولسمشر وویل چې د طالبانو پر ضد روانه جګړه په ده باندې تحمیل شوې، که څه هم نوموړي دا روښانه نه کړه چې جګړه پرې چا تحمیل کړې، خو طالبانو په خپلو اعلامیو کې ویلي چې د روانې جګړې اختیار له افغان حکومت سره نه شته، ځکه مستقیما له امریکا سره خبرې کوي.

سره له دې چې اشرف غني په خپلو خبرو کې د سولې په اهمیت ټینګار وکړ، زیاته یې کړه چې نه غواړي له کمزوري موقفه د سولې خبرې وکړي. خو په عین کې يې د سولې په خبرو کې د ښځو رول مهم وباله.

دګډحکومت ولسمشر په خپلو خبرو کې د پاکستان اهمیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان راتلونکی د سیمه ایزو هیوادونو په همکاریو تړلی دی.

د اشرف غني له دې څرګندونو سره جوخت یو ځل بیا داسې اندیښنې پیدا کیږي چې ښايي نوموړي یو ځل بیا پاکستان ته د امتیازاتو ورکولو هوډ کړی وي. له دې وړاندې چې کله ولسمشر د پاکستان رول مهم ګنلی، ورپسې جوخت يې د دغه هیواد غوښتنو ته غاړه ایښې ده.

دګډحکومت ولسمشر په داسې حال کې د افغانو ښځو د روغتیايي او ټولنیز پرمختګ غوښتونکی دی، چې په دې وروستیو کې د واټسن امریکايي موسسې په راپور کې راغلي وو چې بهرنیو ځواکونو په تېرو ۱۴ کالو کې په افغانستان کې سل زره بې ګناه ښځې، ماشومان او سړي وژلي دي. په دې احصائیه کې د هغوښځو او ماشومانو شمېره نه ده شامله چې د افغان ځواکونو په لاس وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x