نظــر

دمولوي ارسلان رحماني صاحب ملګرو!

حاجي محمدسرور د ظاهر شاه دحکومت دوخت صاحب منصب او انجنير نظرګل د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي څخه فارغ، دواړو له دي امله د دولت سره کار (ولايت او وزارت) ونه کړ چې ځان په ګناه ککړ او د افغان مظلوم ولس په سترګو کې سپک نه شي او د اخرت په ورځ د الله عزوجل په وړاندي شرمنده نه وي.

زموږځينې علماء، پيران، حضرتان،  مجاهدين او صاحب منصبان پرته له دي چې د الله عزوجل په وړاندي د حساب دريدو،

د بې ګناه افغانانو وژل، د امريکا او دهغوی د ملګرو د غلامي او ټيټو سترګو کارکولو په اړه فکر وکړي يواځي ددي فکر کوي چې څه ډول واک او قدرت ترلاسه کړي، ترڅو د ډالرو، بې خونده او ناپاک شان او شوکت او په غصب د ځمکو لاندي کولو څښتن شي.

مولوي ارسلان رحماني د سولي دعالي شوری مرستيال چې د غويې پر ۲۴مه ۱۳۹۱ خپل کورته نږدي د ناپيژاندو وسلوالو له خوا څخه د پوهنتون او ده بوري ترمنځ چيرته چې دوه دولتي پوستي هم شته وويشتل شو، ماته يوه ملګري له کندهار څخه ټلفون وکړ چې خبره رښتيا ده چې رحماني صاحب ويشتل شوی دی، ومې ويل هو! زما ملګري رحماني صاحب نه پيژاندی او پوښتنه يې وکړه چې څوک وو او څه ډول سړی وو، ومې ويل چې په پکتيکا کې د مولوي منصور صاحب د مجاهدينو له تکړه قومندانو څخه وو، د مجاهدينو په حکومت کې د کوم وزارت مرستيال وو، د طالبانو په وخت کې د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال، د کرزي په لومړۍ دوره کې سناتور اوسمهال د سولي د عالي شوری مرستيال او سناتور وو، په حکومت کې يې ډيرزیات واک او نفوذ درلود.

ومې ويل چې مولوي ارسلان رحماني به خپله ويل چې علم مې له شيطان څخه زيات او دنيا (پيسي) مې له قارون څخه ډيره ده، ځکه د قارون په وخت کې دومره زياتي پیسي نه وي. په کابل، اسلام آباد او ډيرو ځايونو کې يې ځمکي درلودلي او تجارتونه يې هم په ځينو هيوادونو کې روان وو، په آخر کې مې ورته وويل چې ډير پوه او هوښيار سړی وو، په ټولو حکومتونو کې يې په لوړو چوکيو کار وکړ او واک يې درلود.

هغه ملګري مې پرته له دي چې نوري پوښتني وکړي، راته وويل چې ماته خو پوه او هوښيار معلوم نه شو، ځکه که پوه او هوښيار وای نو په دغسي وخت کې به په کور کې ناست وای، چې عالم هم وو، دنياداره هم وو،اړتيا يې هم نه درلودله، نو دده څه مجبوريت وو چې ځان او کورنۍ له خطرسره مخ کړي او نن يې دغه حال شو چې وویشتل شو، معلوميږي چې هوښيار سړی نه وو.

سخت ځوريږم چې کله د پخوانيو مجاهدينو ددغه ډول مرګ خبر اورم، چې د امريکا د اشغال او هغوی ته د غلامي او سرټيټي ژوند تيرولو په وخت کې د مسلمان له خوا څخه وژل کيږي، پرونی مجاهد او ننی د امريکا غلام د پرون ورځي خپل بچي او نني مجاهد د لاسه په داسي حال کې وژل کيږي چې د امريکا او ناټو دغلامي رسۍ يې په غاړه کې وي.

کاشکي مولوي ارسلان رحماني د اوسني حکومت سره کار نه وای پېل کړی، خپل هغه د جهاد د وخت عزت او دروندوالی يې ساتلی وای، کاشکي هغه د سولي دعالي شوری غړيتوب او مرستيالي نه وای منلي او داهر څه يې رد کړي وای، کاشکي هغه په دغه اخر وخت کې د دنيا او ځمکو حرص کم کړی او يا پريښودلی وای.

مولوي صاحب خو ولاړ او  د الله عزوجل په وړاندي به خپل حساب ورکوي، کاشکي دغه دحساب ورځ يې له خپلو قوي او ځيرکو ماغزو څخه  نه واي ايستلي او ددغي ورځي اهميت او ژر راتلل يې دومره عادي او نامهم نه وای بللي. عالم وو، مجاهد وو، سپين ږيری وو، الله عزوجل دي له دي ګناه څخه ورتير شي چې د امريکا و ناټو سره ګډ او دغلامی ژوند يې منلی وو او د هغوی له پاره يې کار کاوو او دهمدغو يرغلګرو صف يې په خپله او د ملګرو پواسطه قوي کړی وو.

دده ملګرو او لارويانو ته څه کول په کاردي؟ مجاهدصاحب، فوزي صاحب، منيب صاحب، مولوي قلم الدين صاحب، مولوي محمد موسی هوتک، مولوی پيرمحمد روحاني، واحديارصاحب(چې اوس په بند کې دی)، مجروحي صاحب،  اوهغه نور چې زه يې نه پيژنم، دهمدغسي يوي ورځي د راتګ له پاره دي فکر او سوچ کوي، زه پوهيږم چې واک او پیسي هرچاته خوند ورکوي، خو دغه بې خونده لنډمهال عزت (چې په اصل کې د امريکا غلامي او سپکتيا ده) او په غلا او رشوت د ملت پيسي او دځمکو ترلاسه کول دومره بې خونده دي چې پخپله دغو ښاغلو ته هم بې مزي او خپل ځانونه ورته سپک او ذليل ښکاره کيږي، خو بدبختانه اوس په دي اټن ورګډ شوي دي.

دغي ډلي ته دي الله عزوجل هدايت وکړي دوي د مولوي منصور صاحب د تنظيم دروند او له وياړه ډک نوم هم وربدنام کړ، دلته په هيواد کې دننه په خاص ډول کابل کې د نورو ډلو خلک وايې چې د منصور صاحب کسان له دولت سره اوږه په اوږه کار کوي د يرغلګرو ملاتړ کوي او د امريکا په غلامي وياړي.

همدغي ډلي د شهيد مولوي سيف الله سیف صاحب (د منصورصاحب ځوی) هغه له وياړه ډکي او د ميړاني کارنامو ته هم درناوی ونه کړ، چې په شاهي کوټ کې يې د امريکا له يرغلګرو پوځونو سره په ميړانه جګړه وکړه، ډير يرغلګريې د جهنم تورو تيارو ته واستول او خپله يې د شهادت له وياړ او عزته ډک جام نوش او دالله عزوجل پر وړاندي دحساب له پاره يې خپل ټپي ټپي بدن وړاندي کړ. الله عزوجل دې بياځل د هغه دنيا کې د بدرپه شهيدانو کې راپورته کړي.

افسوس سل ځله افسوس، چې دغه ذکر شوي ډله خو منصور صاحب او سیف صاحب ته منصوب نه وای، هغه سیف چې د يرغلګرو زړونه يې وکښل، هغه سيف چې دمجاهدينو او شهيدانو سالار وو.

زه باوري يم چې رحماني صاحب د مجاهدينو له خوا څخه نه دی ويشتل شوی،  او کيدای شي دده مرګ نور سياسي، دسولي په شوري کې دزيات واک،دواحديار مسئله او مالي اړخونه ولري، خو دده مرګ په دغه ډول دده کورنۍ او خپلوانو ته څه پريښودل؟

هرهغه څوک چې د امريکا سره په يوصف کې ولاړ او دهغوی له پاره (د کرزي په حکومت کې) کار کوي، مجاهدين کوتاه طريق او ياغيان بولي، اوسني حکومت مشروع او جایز بولي، د يوي شيبي له پاره دي داسي فکر وکړي چې دنورو په ډول دی هم د کومي ډلي له خوا (مجاهدين، شمالي ټلواله، سي آي اې، آی ايس آی او يا هم د ايران استخبارتو له خوا) څخه ويشتل کيږي او مړ کيږي، دده کورنۍ، اولادونه او لمسيان به  اوسمهال او په راتلونکي کې د خپل پلار مرګ نورو ته څه ډول تشبيه کوي، چې د چا له خوا او ولي وويشتل شو، که سل او یا زر ځله يې ستا اولادونه او کورنۍ يو او بل ډول تشبیه کړي خو زموږ ټولنه او خلک به بيا هم وايې چې د طالبانو /مجاهدينو له خوا څخه وويشتل شو ځکه چې د امريکايانو او يرغلګرو سره يې کار او مرسته کوله.

سپين ږيرو، مشرانو، حضرتانو، پيرانو او علماوو، دخدای دپاره موږ ته دغه شرم مه پريږدئ چې تاسي د مسلمانانو مجاهدينو له خوا څخه وويشتل شئ، او بيا مو جنازي دامريکا دغلام پوځ پراوږو د ارګ او عيدګاه پرمخ کې تيريږي، په مرګ مو آيساف او يرغلګر د خفګان اعلاميې خپري کړي.

۲۷ غويی ۱۳۹۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x