توتا خېل اکا

لطف الله خیرخوا

په کليوال ژوند کې داسې اړخونه شته، چې له اسلام سره سل په سله ټکر لري او دا اړخونه به داسې خلک پالي، چې ښه متدين به وي. زموږ يو ورور په همدې تړاو يو مثال ورکوي. وايي په افغانانو کې يوه لوبه رواج ده، “ډمې” ورته وايي. دې لوبه کې دوه ډلې وي. هره ډله مير لري. دا ډلې يو بل ته په شل يا پنځه ويشت مترۍ کې مخامخ دريږي. هره ډله خپلې مخې ته شپږ يا اوه تيږې نېغې دروي، يوه تيږه يې مخې ته دروي، دې لومړۍ تيږې ته “ملا” وايي. هره ډله په خپل وار د مقابل لوري په تيږو وارونه کوي. هر چا چې د مقابل لوري تيږي لومړۍ ونړولې، سوبمن بلل کيږي.

دا ورور وايي لومړی وګورئ، چې دا لوبه څه نوميږي؟ ډمې. دوهمه دا چې دا تيږې، لکه صف دريږي او مخکې يې يوه تيږه وي، چې “ملا” يې بولي. همدا صف تيږې ويشتل کيږي او څو کرته په کې دا جمله تکراريږي، چې ملا ووله، ملا ولګېد، ملا يې څملاوه، ملا سر وخوړ او ….

بيا وايي، چې انګرېز په خپل حضور کې داسې کانې دلته پريښې، چې دا په ملا مين ملت يې په ناشعوره بڼه د ملا ويشتو ته اړ کړی. په ځان نه پوهيږي، دين او ملا سره دښمني کوي. بل مثال د ملا نصرالدين وايي. د حماقت او غفلت يو سمبول دی. په ملا يې نومولی او هر کس و ناکس يې مسخره کوي!!

بل مثال دا وايي، چې ټول وطن کې مسخرې او ټوکې ته “ريشخند” وايي. دا کلمه د امان الله خان په وخت کې رواج شوې. معنا يې ږيرې پورې خندا کول دي. هغه خلک چې ديندوسته او تقواپال دي هم “ريشخند” کلمه کاروي!!

تېر کال زموږ محله کې يو تنکی ځوان په حق ورسېد. توتاخېل و. نيکه يې ډېر د جماعت د لمانځه پابند و. ډېر صابر انسان و. موږ به د کليوالۍ په دود درې ورځې کور ته درې وخته خوراک وروړ. يوه ورځ يې د خپل يوه کليوال په حواله کيسه کوله.

وايي د انګرېزانو په وخت کې زموږ يوه وطندار يو انګرېز عسکر سره د ورورۍ لوظ وکړ. انګرېز به ده کره تګ راتګ کاوه. انګرېز يوه ورځ دې خپل ورور ته وويل. نه ويل کيږي، کومه ورځ برتانيې ته راشې، دا زما ادرس درسره واخله. په يو کاغذ يې ادرس وروليکه.
يو وخت له وختو دې سړي فکر کړی، چې درځه برتانيې ته لاړ شه، هغه ورور به دې ووينې. وايي روان شو. مزل مزل…برتانيې ته ورسېد. يو ځای ګوري خلک ناست دي. سلام يې واچاوه(!). بيا يې دا ليک هغه انګرېزانو ته وښود. وايي دوی کې يو زوړ انګرېز و، راپاڅېد ښه روغبړ يې وکړ، بيا يې ځوانانو ته وويل : دا سړی مېلمه دی. داسې وطن نه راغلی، چې هلته داسې مېلمه څوک درې ورځې نه پوښتي. بيا يې ده ته ست وکړ، خو ده ورته وويل، چې ما خپل ځای ته ورسوه.

ده يو ځوان ورسره کړ او د هغه انګرېز تر ځايه يې ورساوه. لرې ځای نه يې سړی وروښود. سړي پټي کې قُلبه(!) کوله. دی ورغی. کله چې يې سترګې پرې ولګېدې، انګرېز ترې کور ته روان شو. دی ډېر خفه کېناست، چې دا په څه بلا واوښتم. دی خو وتښتېد. يوه شېبه يې کرل و رېبل، چې سړی راغی. ښه لونګۍ، ښه صدرۍ(واسکټ)، ښه څادر يې په ځان دي او ورغاړې ووت.

انګرېز ورته وويل، چې خپل لباس کې مخامخ کېدل راته ډېر شرم ښکاره شو، ځکه درنه کور ته لاړم. کور ته يې بدرګه کړ. ښه مړۍ. ښه چای. ښه مېلمستيا. هر څه يې په سلوک وو. وايي ماښام اذان وشو. ما انګرېز ته وويل :

– اذان وشو، زه به جمې ته لاړ شم.

– نه پام. دلته لمونځ وکړه.

– ولې؟

– بيا دې خبروم، ته يو ځل دمه شه. ګرځوم دې، سيل درباندې کوم.

وايي زړه مې ايسار نه شو. جمې ته لاړم. ګورم، چې ډېر ستر جومات دی. طالبان دي. ملايان دي. درسونه سبقونه دي. زړه مې هوا وکړه. دومره خوشاله شوم، چې ښه دی دا لمونځ خو دې په جمه شو. ښايسته لمونځ مې وکړ. ښايسته دَوا يې وکړه.

ماښام ناوخته راغلم. انګرېز وپوښتلم :

– چېرته لاړ وې؟

– جومات ته.

– ولې؟ ما درته ونه ويل، چې مه ځه؟

– ياره ما وې ته مې له جمې ايساروې، زړه مې طاقت ونه کړ.

– ښه لمونځ دې راوګرځوه!

– ولې؟

– دغسې. لمونځ دې راوګرځوه. مړۍ خورو، بيا دې پوهوم.

– ته مې پوه کړه.

– نه، ته لمونځ راوګرځوه. مړۍ نه وروسته دې پوهوم.

وايي په لمانځه ودرېدم. بېرته مې راوګرځاوه. حيران وم، چې دا ولې؟ مړۍ يې راوړه. “ښه دسترخوان يې جوړ و”.

مړۍ نه وروسته مې مخ ورواړوه، چې اوس مې پوه کړه. ويل يې :

– جومات کې دې څه وليدل؟

– ملايان وو. مدرسه وه. طالبان وو.

– لمونځ يې څنګه و؟

– ښه په سنتو برابر لمونځ يې و.

– لباس يې څنګه و؟

– ښه په سنتو برابر و. ښه ښايسته و.

– ښه ښه…دا انګرېزان دي. دلته ستاسې په دين تربيه کيږي. ستاسې خبرې او عادتونه ورښوول کيږي. بيا يې هلته دراستوي. کوم ملا چې دې نه پېژانده، پام کوه. اصل و نسب يې معلوموه، چې دغسې کافر پسې به ولاړ يې، يو لمونځ به دې هم نه کيږي!!

دې توتاخېل اکا سره له تدين او اسلامپالنې د خپل دين رموز داسې يادول. دېته وايي فکري استعمار. ښه مسلمان دی، خو اسلام سره دښمني کوي. دين ته په ډېره درنه ګوري، خو د دين ستنې نړوي او بې له دې چې د ګناه احساس وکړي!!

تبصرې (5)

  • خير شه خير خوا صيب ديره موده بس, خكلي مقاله دي ليكلي وه, خو زه هسي مفته مشوره دركوم جي دمقالي عنوان دي "فكري استعمار" ايخي واي نو خه به وه, زكه توتا خيل اكا خو يي يو مثال وه, او بله دهغه ملا بسي لوبه او ملا نصر الدين دا تول به بكي شامليدل....

  • سلامونه أو احترام

    خيرخواه صيب كه خلي پسی راواخلو نو دا خرافات په سلفي مجتمعاتو کی هم شته

    د جاهلیت زمانه کی د هر شي لپاره جدا جدا خدایان وو، لکه د سهار خدای، د ما شام خدای، أو داسي نور دوی اوس هم سهار مهال وايي صباح الخیر (أي باسم رب الصباح) همداسي بيا ماشام مساالخير درواخله،

    که ئی سترگی درباندي خوژي شوی نو میز به درته تکوي بی خبره له دی چی میز کی د لرگي موجودیت او بیا خفه تکولو کی پروت رمز په صلیب باندی پناه نيول دی سره له دی چی په ژبه به ماشاالله پایی، یعنی عمل یی د صلیب خو قول یی د مسلمان یی.

    مطلب می داده چی په مونژ پسی هم خلکو مغرضانه پلته اخستي ده، د تیر جهاد په مهال مونژ ته عرب ورونو داسي تلقین راکاوه چی گواکي تصویر اخستل یا ساتل شین کفر دی، اوس را ته مالوميژي چی که د دوی دا تلقین په رشتيا هم غرضي نه وو نو بیا خو دوی خپله د تصویر په حساب له دار کفر سخه راغلي وو،

    دغه چی زمونژ په تولنه پسی یی د خرافاتو او بدعاتو په نوم پلته راخيستي باید گوتي یی ورماتي کرو، او په عین حال کی خلک د جهل له تورتمونو سخه پخپله راوباسو،

    جهل داسي بلا ده چی له مخی یی د سریلانکا تامیل پرانگان هم زمونژ په تولنه کی لاسوهنه کولای او زان ته اجرتی او خدای جتی عسکر په اسانه سره موندلاي شی، اسلامی دولت ته خو ديره اسانه خبره ده

  • دتوتاخیل اکادخبره سمه ده.انگریزان هرسه کوی.اوس دافغانستان په یوسو ولسوالییوکی یوسه خره پیداسوی.بی بی سی ا وتاند پانه ورته تبلیغات کوی
    ترسو له مقاومت نه د15کلنو تلفاتو انتقام واخلی.یوسه معلو الحاله غله،قاتلان او اغواگر دپبسو په بدل کی سره بوجای سوی.امریکا بمباری هم نه پری کوی اودطالبانو پرضدپاکستان.افغان حکومت او امریکا مرسته ورسره کوی اومقابل طالبان ورته بمباروی.مشرهم پاکستانی ده.اوحکومت پرافغانانو کول غواری.پاکستان له طالبانو دخپل ا نفوذ انتقام اخلی.ترسو طالبانو ته وشیی کهدفضل الله ملامحمدعمره امیرالمومنین
    گنی.نوموژهم پاکستانی امیر درته جورکرو

  • اسلام علیکم واقیعت چي یهودوماتی خوړلی ده خواوس زموږدبریاپه مقابل کي یی داعش راوپاراوه

  • خیرخوا صیب ستا د ټکو په تایید به زه لږه اضافه وکړم.
    زموږ و ستاسو په ټولنه کې نايي ته خلک خلیفه وايي، حال دا چې خلیفه د مسلمانانو امیر او حاکم ته ویل کیږي. همدا رازه ډيری مهال چې کله څوک کوم شی وران کړي نو نور ورته وايي چې څه د خان ګل خولۍ دې ترې جوړه کړه، خو که تاریخ مطالعه کړو نو د خان ګل په اړه به پيدا کړو چې خان ګل د انګریزانو پر خلاف ډيره مبارزه او مجاهده کړې وه، د افغانانو اتل او قهرمان و، له بده مرغه چې د فکري استعمار له امله موږ له خپلو اتلانو او ارزښتونو څخه کرکه او نفرت کوو.