نظــر

د قطر متوقف بهیر، طالبان او مذاکرات

پر افغانستان د امریکا له یرغل څو کاله وروسته، کله چې د ناټو د ځواکونو پر ضد د طالبانو مقاومت پراخ او پیاوړی شو، د کرزي د حکومت له خوا د سولې او خبرو اترو ږغونه پیل شول. طالبانو تل دغو نارو او غوښتنو ته منفي ځواب ویلې. بالاخره د امریکا د زیاتو غوښتنو په نتیجه کې طالبانو یوازې له امریکايي استازو سره د قطر په خلیجي هېواد کې د مذاکراتو تیاری وښود. د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په درېیمه نېټه د لومړي ځل لپاره طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ومنله چې په قطر کې له امریکایانو سره خبرې کوي. د قطر بهیر په رسنیو کې ډېر وشاربل شو، ځکه نړیوال پر دې ښه پوهېږي، چې په افغانستان کې د دوی پر وړاندې د مقاومت یوازینی لوری د طالبانو د غورځنګ مجاهدین دي، ځکه په قطر کې د طالبانو له خوا خبرو په نړیوالو ډله ییزو رسنیو کې ځانګړی ارزښت ترلاسه کړ.

امریکایان د قطر پروسې ته ډېر هيله من وو، ځکه دوی پوه شوي وو، چې  د لومړي ځل لپاره د افغان ملي مقاومت له اصلي لوري سره په خبرو کې دي؛ کنه د قطر له بهیره مخکې هم د حامد کرزي د حکومت او څو ډلګیو ترمنځ (چې ځانونه یې د مقاومت استازي بلل) خبرې شوې وې، چې د افغان حکومت لپاره له رسنیزې استفادې پرته يې نوره ګټه نه درلوده. ولې د قطر بهیر دا وړتیا لري، چې په افغانستان کې د جګړې پر روان وضعیت خپل مستقیم اغېز وښندي. هغه ډلګیو چې د کرزي له حکومت سره خبرې ګټورې بللې، هغوی پر دې پوهېدل، چې له دوی سره امریکایانو چې د جګړې اصلي لوری دي، خبرې د وخت ضیاع ګڼي. د کرزي او ډلګۍ مذاکراتو کې د دواړو لوریو یوه مشترکه ګټه وه او هغه دا چې دواړه په دې هڅه کې وو، چې په رسنیو کې خپل رول څرګند وبرېښوي او بس.

د قطر بهیر پورې تر هرچا وړاندې افغان ولس خپلې هیلې غوټه کړې وې. عادي افغانان تر هر چا ښه د جګړې لوري پېژني. د جنورۍ په درېيمه نېټه د طالبانو له لومړنۍ اعلامیې پرته د مذاکراتو په باب طالبانو بیا څرګندونې و نه کړې. مذاکرات په سري ډول د مارچ د میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې بې نتیجې روان وو. له همدې امله طالب مرکچیانو وپتېیله چې د مذاکراتو د توقف اعلان وکړي، ځکه هغوی پوه شوي وو، چې امریکایان د قطر له بهیره رسنیزه استفاده کوي؛ نه د دوی لومړنی شرط (د بندیانو خوشې کېدل) پر ځای کوي او نه هم سیاسي دفتر د نړیوالو رسنیو په مخ پرانیستل شو. د قطر بهیر حامد کرزی هم ناراحت کړ، هغه څو ځلې پېښور مېشتې افغان ډلګۍ سره خبرې وکړې، څو مطبوعاتو ته ښکاره کړي، چې دی ګوښه نه دی؛ په مقابل کې ډلګۍ هم همدا استفاده کوله، څو وښيي چې ګواکې په سیاسي معاملو کې ګوښه او منزوي نه ده.

د قطر د بهیر د مارچ د میاشتې په شپاړسمه نېټه د طالبانو له خوا ودرول شو، له دې اقدام سره سم، د بګرام په نظامي اډه کې امریکايي لنډه غرو پوځیانو د قران کریم څو نسخو ته اور ورته کړ او له هغې لږ وروسته د کندهار ولایت په پنجوايي کې يې د یو بشر ضد جنایت په نتیجه کې شپاړس تنه هېوادوال شهیدان کړل. طالبانو د شهیدانو د غچ اخیستو ژمنه وکړه، چې دې کار له طالبانو سره د هېوادوالو د ملاتړ په زیاتوالي کې مهم رول درلود. مذاکرات هم درېدلي وو، د قرآن سپکاوی هم شوی و او ولسي هېوادوال هم شهیدان شوي وو؛ دلته د پراخو او اغېزمنو عملیاتو د ترسره کولو اړتیا لیدل کېده، څو له یوې خوا د طالبانو نظامي ځواک څرګند کړي او له بلې خوا د قرآن د سپکاوي او د هېوادوالو د شهادت غچ واخلي.

د اپرېل د میاشتې په پنځلسمه نېټه طالبانو په یو مهال د کابل په درې استقامتونو، پکتیا، ننګرهار او لوګر منظم او همغزي بریدونه پیل کړل، چې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو منظم، پراخ او ناآشنا عملیات وو. دې عملیاتو د خبرو اترو په مېز کې د طالبانو په ګټه پاڼه ورزیاته کړه، په دې معنا چې مقابل لوري ته يې په وضاحت سره وویل، چې ستاسو د جنایتونو په نتیجه کې موږ سره دغه ډول انتخابونه هم د مېز پر سر پراته دي.

له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو له امله منزوي ډلګۍ مذاکرات ودرول، په زغرده یې وویل، چې نور به مذاکرات و نه کړي. د ډلګۍ پر نظر اوس ټول باور نه شي لرلای، ځکه دوی پخوا هم د مذاکراتو د ودرولو خبره کړې وه، ولې و مو لیدل چې ولاړ مذاکرات د حامد کرزي په یو تیلیفون بېرته پیل شول. د اوسنۍ نړۍ په ریالیستیکو سیاسي لوبو کې ځواک دی چې د هر چا عزت او وقار ټاکي؛ که دا ځواک له چا سره نه وي، د سیاست په بازار کې به هېڅ پېرېدونکی و نه لري، اوس ډلګۍ سره همدا کیسه روانه ده، د دوی ځواک شړېدلی او تس نس دی، ولې د مذاکراتو خبرې یې د دوی د تېر تاریخ په څېر غټې دي. په زړه پورې دا وه، چې د مذاکراتو پر ورځ طالبانو خپل اهداف په نښه کړل، چې په نتیجه کې یې د دوی د خبرو مخه و نیوله. تمه ده، چې د ستراتیژیک تړون پر لاسلیکولو سربېره به دوی یو ځل بیا د تېر په څېر مذاکرات پیل کړي او د خپلو بې شمېره تنقضاتو یو بل ورزیات کړي. طالبانو ته د ستراتیژیک تړون لاسلیک یا نه لاسلیک کوم تفاوت نه لري، ځکه تر تړون مخکې هم امریکایان دلته پراته وو او تر وروسته هم، دوی خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکوي او که مذاکرات کوي، تړون یې د لارې خنډ نه شي جوړېدای، ځکه دوی د ځینو خاصو مسایلو په باب له امریکایانو سره خبرې کوي، چې د تړون شتون هغه خاص مسایل نه زیانموي.  

طالبان د مذاکراتو بیا پیلېدا ته ډېر نه هوسېږي، ځکه اوس اوړی دی، الفاروق هم اعلان شوي دي، د الفاروق پیل هم د بدر په څېر برېښي، اوس طالبانو ته د دې وخت دی، چې پراخ او د تېرو په پرتله متفاوت تکتیکونه وکاروي؛ دغه وروستي عملیات به له دوی سره د مذاکراتو ارزښت ټاکي، اوس به امریکایان بیا تپېږي، چې طالبان د مذاکراتو پر پيلېدو موافقه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x