fbpx
peace counsle 1

سوله به داسې وشي؟

لیکوال: محمد اسماعيل عندليب

افغانستان کې د طالبانو سره د مذاکراتو موضوع پر هيواد د امريکا او متحدينو له يرغل وړاندې يې پېل شوې وه، هغه مهال چې نړۍ او په ځانګړې توګه امريکا د القاعده او نړيوالو وسله والو پر سر د طالبانو سره اړيکې ونيولې، کله چې امريکايي وسله والو د افغانستان پر ځمکه پښې کېښودې نو دې موضوع بل رنګ واخيست، او د نژدې لسو کلونو لپاره طالب يا د مرګ مستحق و، يا د خبرو له لارې د تسليمۍ، چې دلته بيا خبرو بله معنی درلودله.

څه باندې پنځه کاله دمخه کله چې حامد کرزی د طالبانو سره د روغې جوړې په اړه جدي شو، دې موضوع يو بل شکل غوره کړ، او هغه داسې چې خبره ډاګيزه شوه، نړيوال پکې راګډ کړای شول، طالبانو په ځينو مواردو کې خبرو ته زړه ښه کړ، په ځينو مواقعو کې يې د افغان دولت، امريکا او نورو هيوادونو سره خبرې وکړې، پښې يې پرانيستل شوې، په سفرونو يې پيل وکړ، او په کنفرانسونو او غونډو کې يې شراکت وکړ.

هلته حامد کرزي د سولې د شوری په نوم د نژدې اتيا تنو يوه ډله راټوله کړه، او مشري يې برهان الدين رباني ته وسپارله، چې په دې شوری او مشرتابه يې طالبانو ځانله او د حالاتو څارونکو خپل اعتراضونه او نيوکې درلودلې، نه يوازې دا چې شوری کومې لاسته راړونې ونه لرلې، بلکې د مشر مرګ يې هم پر هغه چا وتپل شو، چې ورسره د روغې جوړې مسئوليت همده ته سپارل شوی و.

د طالبانو د پخلا کولو په بهير کې طالبانو ځينې ګټې درلودلې، خو د افغانستان حکومت او ملت هيڅ نه، هغه په دې معنی چې طالبانو په قطر کې دفتر پرانيست، په نړيوالو غونډو کې د ګډون او په ښکاره د سفرونو حق ورکول شو، او تر يو بريده په رسميت وپېژندل شول، خو له بلې خوا نه پر افغان دولت بريدونه کم شول، نه طالبان د دولت سره خبرو ته رضا شول، نه کوم لوړ رتبه طالب د هغوی له ليکو را جلا شو، همدا راز ملت هم په هماغه اور کې سوځي، او هره ورځ د مرګونو سره مخ وي.

حامد کرزي په دې باره کې ځانګړې پاليسي درلودله، خو نوي جمهور رئيس اشرف غني د انتخاباتي مبارزو پر مهال بيا داسې هيلې ورکولې، چې ګوندې پخوانی سياست ناسم و، او که دا جمهور رئيس شي، ډېر ژر به هيواد د ارامۍ پر لور روان، او نه يوازې دا چې طالبان به له جنګه لاس واخلي، هيواد به د پرمختګ او ملت به د سوکالۍ پر لور روان شي.

د اشرف غني په بريا کې د سولې شعار ستر رول ځکه ولوباوه، چې ملت چرته د لوږې، تندې يا بې وزلۍ څخه شکايت نه و کړی، بلکې تل د وينې له تويېدو ځورېده، نو د بل هر کانديد په پرتله چې د اشرف غني سياسي تګلاره د سولې وه، هغه د جمهوري رياست تر چوکۍ ورسېد.

اوس چې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حکومت نژدې لس مياشتې تېريږي، د سولې هيڅ څرک نه لږيږي، سربېره پر دې په هيواد کې ځينې نورې ګډوډۍ هم رامنځته شوي، لکه اقتصادي ضعف، د امنيت خرابېدل، د جمهور رئيس د ټيم پاشېدل، د سياست په برخه کې په واک کې د پاتې کېدو په هدف د اجرائيه رياست، او پر حکومتولۍ د څار په څېر د نويو پوسټونو ايجاد، او داسې نور.

سولې ته د رسېدو لپاره د ملي يو والي حکومت هماغه د حامد کرزي سياست په يوه بله بڼه پر مخ بوت، بلکې يو څه کمزوری هم شو، کرزي د افغانستان سوله تر امريکا او پاکستان دواړو پورې تړلې بلله، خو نوی حکومت يې ټول په ټوله کې تر پاکستان پورې تړلې بولي، او په ټوله معنی يې د پاکستان لمن نيولی ده.

له بلې خوا پاکستان په هماغه زاړه دريځ کې پاتی دی، په دې دليل چې د افغان دولت د دريځ د نرمولو په مقابل کې يې موقف نرم کړ، خو عملي اقدام يې ونه کړ، او که پټ يا ښکاره يې تر يو بريده کابل قانع کړی هم وي، نو مثبتې پايلې يې نه دي ښکاره شوي.

په تېرو لسو مياشتو کې د طالبانو په دريځ کې ډېر بدلون راغلی، خو د افغان دولت په ګټه نه دی تمام شوی، هغه په دې ډول چې طالبانو په اماراتو، قطر، ناروې او چين کې د افغانستان د سياسيونو سره وکتل، د پارلمان د غړو، پخوانيو وزيرانو، سولې شوری د غړو، او حتی هغو افغان مخورو سره هم چې يو وخت د طالبانو سره جنګيدلي، او يو بل يې سره وژلي دي.

د افغان ښځو او په ځانګړې توګه د پارلمان د غړو سره د طالبانو ناسته او خبرې، د هغوی لخوا د افغان دولت په رسميت پېژندل و، دا په حقيقت کې د هغوی لخوا شين څراغ و، چې د دولت سره خبرې کېدای شي، خو دا چې څنګه؟ دا ابتکار بايد د افغان دولت په لاس کې وای.

جمهور رئيس او په ټوله کې د ملي يو والي حکومت د دې بدلون څخه ګټه پورته نه کړه، او په يوه غونډه کې يې هم دا کوښښ ونه کړ، چې طالبانو ته مستقيم يا غير مستقيم ووايي چې (موږ نور له امريکا او پاکستانه نه غواړو، چې ستاسې او زموږ تر منځ سوله وکړي، بلکې له دې وروسته به مخ په مخ سره ګورو)، په دې سره به معلومه شوې وای، چې طالبان له اعلاميو ور هاخوا د افغان دولت سره ولې خبرو ته زړه نه ښه کوي، او کوم دليلونه لري؟ په داسې حال کې چې د پارلمان او پخوانيو لوړ پوړو چارواکو سره ګوري، او هغوی د هيواد مخور، متنفذين او معززين بولي.

د وخت په تېرېدو سره نا امنۍ دومره زياتې شوې، چې له افغان ملت څخه د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د اشرف غني ژمنې هېرې شوې، او د طالبانو په دريځ کې راغلي بدلونونه لکه په سيلۍ کې خزلې راغلې او لاړې، او بيا هغه څه هم وشول، چې که فکر وشي، نو د طالبانو او دولت تر منځ د سولې ټول توقعات په اوبو لاهو کوي.

دا پر افغان پارلمان د طالبانو ډله ايز بريد و، هغه پارلمان چې هلته فوزيه کوفي، او شکريه بارکزۍ هم ناستې وې، هغه څوک چې په قطر او ناروې کې ورسره طالبان په يو ميز ناست و، يو ځای يې سره لمونځ اداء کړی، او په ډېرو ښو خبرو يې د يو بل زړونه وړي وو.

هغه څوک چې طالبانو په خپلو اعلاميو کې مخور بلل، او د هغوی سره په ليدلو کې کوښښ يې دا و، چې هغوی ته قناعت ورکړي، او د هغوی نظر واوري.

پر پارلمان د طالبانو بريد څرګندوي، که هغوی په بهرنيو هيوادونو کې هر څومره ځان سوله ايز معرفي کړي، او هر څومره د هيواد د ارامۍ خبرې وکړي، د افغانستان په داخل کې له خپلو کړنو لاس نه اخلي.

همدغه بريد بيا هغه کسان چې په نورو هيوادونو کې د طالبانو خبرو پرې اغيز کړی و، يو ځل بيا په دې برخه کې سوچ کولو ته مجبوروي، او شايد چې په راتلونکي کې دې ته چمتو نه شي، چې ومني (طالبان اوس هغه پخواني طالبان نه دي).

بل پلو د ملي يو والي د حکومت دا دريځ چې اوس هم طالبان د پاکستان پورې تړلي بولي، او هغوی ته په يو خپلواک حيثيت نه قانع کيږي، طالبان دې ته اړ باسي، چې د وسله والې مبارزې له لارې ثابته کړي، چې هغوی د هيچا پورې تړلي نه دي.

په دغسې ګډوډو حالاتو او مبهمو دريځونو کې د دې پوښتنې ځواب چې ايا سوله به داسې وشي؟ يوازې همدا وي چې (نه)، الا مګر په هغه وخت کې چې په جګړه کې ښکېلې خواوې عملي اقدامات وکړي، نه پاکستان، يا کوم بل هيواد لکه د ملي يو والي حکومت چې يې غوښتنه لري.
2015-06-30

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د