افغانستان

غني: افغانستان سقوط نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل):  د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني نن یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې افغانستان «سقوط نه کوي». ښاغلی غني داسې مهال د نظام د نه ماتېدو ډاډ ورکوي، چې تېره اوونۍ د ملي امنیت ادارې مشر، رحمت الله نبیل ولسي جرګې ته په یوې استجوابیه غونډه کې وویل چې راتلونکې شپږ میاشتې زموږ د بقا پرېکړه کوي.

غني وویل: «موږ ۵۰۰۰ کاله په دې خاوره کې ژوند کړی دی او ۵۰۰۰ کاله نور به قرباني ورکړو او د دې خاورې ساتنه به کوو».

ولسمشر غني د سولې د خبرو په تړاو یو ځل بیا پر قوي دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له کمزوري دریځ څخه سوله نه مني. دا په داسې حال کې ده چې ښايي له روژې وروسته د پګواش دویمه ناسته په ترسره شي چې د طالبانو استازي او یو شمېر خپلواک افغان سیاستوال به په کې ګډون کوي.

که څه هم د افغان حکومت او پاکستان اړیکې یو ځل د ترینګلتیا ښکار شوي دي او داسې بريښي چې د سولې په تړاو د ګډ حکومت ټولې هیلې چې پاکستان پورې یې تړلې وې یو ځل بیا له منځه ولاړې شي.

خو هغه یو ځل بیا په خپلو خبرو کې د پاکستان اهمیت ته  اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان راتلونکی د سیمه ایزو هیوادونو په همکاریو تړلی دی.

شننونکي وايي چې په وروستیو کې د طالبانو پرلپسې پرمختګونو ګډ حکومت وارخطا کړی دی او له همدې کبله ګډ حکومت د نظام د بقا وروستۍ هڅې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اشرف غنی متفکر د تفکر خبره همدا چه ( افغانستان سفوط نه کوی ) ډه ، افغانستان د افغانانو ټاټوبی دی ، افغانان پنځه زره کلن ویاړلی تاریخ لری ، میلمه پالنه او دوستی پالنه کی تر دی کچی لمړی والی لری چه د یوه میلمه د پاره له خپل تاج او تخت څخه تیر شول خو میلمه د اسلام دښمنانو ته تسلیم نه کړو ، او په دشمنیو کی هم ورسره دنړی یو قوم هم سیالی نه شی کولی ځکه ورته د لویو قدرتو هدیره وایی چنګیزانو مقدونیانو ، ایرانیانو ، او روسانو ته یی پرون د عبرت… نور لوستل »

ساپي

درنولوستونكوسلامونه.
زمونږپه كلي كي به چي چاډيردرواغ وويله نوخلك به سمدلاسه پوه شول چي سړي ديوالي شوي اوپه باټويي شروع كړي ده .
نواشرفي هم باټي ولې كله وايي چي په دري مياشتوكي سوله راولم اوكله وايي فسادوركوم كله څه اوڅه ……..زماداندپه اپلتوسردي هيڅ كاريي هم په وسه پوره نه دي د ده ترڅنگ نوروفاداراجنټان هم شتون لري چي گډباداريي دهغودخوشحالي خيال هم وساتي

یوسفزیی

یوسفزیی درنو لوستونکو سلام: له پوه او ذکی شخص نه پرته بل څوک د قیادت او دعوت صلاحیت او اهلیت نلری غبی او جاهل خلک د فکری روحی او اصلاحی قیادت مشری استعداد درلودونکی نه دی بلکه د ژوند طریقه داسی ده چی غبی او د نا سالم فکردرلودونکی کسان په یو میدان کی هم رهبری ته نه رسیږی که تصادفآ دی مقام ته هم ورسیږی نو ژر به بیرته د پستی کندی ته ولویږی او قوم به یی وروسته له هغه چی په بی عقلی او نا پوهی یی پوه شی ور نه جلا کیږی. الله تعالی دی زمونږ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x