افغانستان

د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی مرستیال وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): ناڅرګندو وسله‌والو د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی مرستیال وژلی دی.

مفتي معین شاه پرون مازدیګر مهال شاوخوا ۵ بجې د غني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو چې د کور پر لور روان و.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیا عبدالزي د نوموړې وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې په موټر کې سپارو وسله‌والو پر نوموړي ډزې کړي او وروسته په تېښه بریالي شوي دي.

عبدالزي له قوله په پېښه کې یواځې مفتي معین شاه وژل شوی او نور چاته زیان نه دی اوښتی.

د والي ویاند په وینا امنیتي ادارو د پېښې په تړاو څېړنې پیل کړي او ډير ژر به د نوموړي قاتلین ونیسي.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x