شعـــــرونه

سترګې

سترګې
چې مې سترګو ته دریږي دچا سترګې
خدایه  کله مې هیریږي  دچا سترګې
اوس  به لاره  راته ښایې ،چې څه وکړم
په زړګي  مې چې وریږي دچا سترګې
دزړه کورکې مې ډیوه نه شته عالمه
چې پرې تل روښانه  کیږي دچاسترګې

بې له تانه  په دنیا لکه ړنده یم
اوس مې سترګو کې غړیږي دچا سترګې
چې به حال مې دزړګي ورته  ویلو
نن په راز مې نه پوهیږي دچا سترګې
هر سهار یې ،چې دیدن کوم زړګیه
چې مې سترګې پرې خوږېږي دچاسترګې
جنګ ،ګیلې  به مو چې تل سره کولې
راته سترګو کې غږیږي دچا سترګې
چرته لاړې راته وایه ای ظالمه ؟
بې له تاچې نه صبریږي دچا سترګې
بې له تا کله صبرېږي دچا سترګې
مسافر دتورو غرو شولې زړګیه
مسافر دتورو غرونو شوې زړګیه
څنګه ډیرې مې یادیږي دچا سترګې
ولا ډېرې مې یادېږي دچا سترګې
زور دمینې مې پرې دومره اثر کړی
چې مدام ترینه ډاریږي دچا سترګې
نور به حصینې  تورې جامعې اغوندي
سپین کفن ،کې چې پټیږي دچا سترګې
۱۳/۲/۲۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x