نړۍ

امريکا د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره پلاوی وټاکه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره يو ځانګړی پلاوی وټاکه.

جان کيري په خپله تازه پرېکړه کې د امريکا د ملی امنيت پخوانی مدير لي ولسي د ګوانتانامو زندان د تړلو د پروسې مشر ټاکلی او سپارښتنه يې ورته کړې، چې دی بايد په راتلونکي وخت کې د دغه زندان د بندولو او نورو هېوادونو ته د بنديانو د لېږد پروسه داسې وڅاري، چې د امريکا ملي ګټې ورسره په نظر کې ونيول شي.

لي وليسي د بېل کلينټن او جارج بوش د واکمنۍ پر مهال د امريکا د ملي امنيت د نړيوالو ګواښونو د څانګې مدير و.
وولسي به د امريکا کانګريس، ايتلافي هېوادونو او نورو اړوندو جهتونو سره د ګوانتانامو زندان او بنديانو د لېږد پروسې په اړه له سلامشورو وروسته دغه زندان په تدريجي توګه بندوي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰۹ز کال کې پينټاګون سره په ګډه پرېکړې کړې وه، چې دغه زندان به بندوي او له هغه وخته تر اوسه يې د ګوانتانامو ګڼ زندانيان خوشې کړي او يا نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د امريکا جمهوري پلوه د اوباما له دې پرېکړې ناخوښه دي او وايي، چې کېدای شي دغه زندانيان يو ځل بيا د امريکا پر ضد وسله واله مبارزه کې برخه واخلي.

د امريکا مشرانو جرګې يو شمېر غړي هڅه کوي، چې د ګوانتانامو زندان بندولو په اړه د اوباما واک محدود کړي او پرېنږدي، چې دغه زندان بند او زندانيان يې ازاد، يا نورو هېوادونو ته ولېږل شي.

۲۰۰۱ز کال پر افغانستان د امريکا يرغل راهيسې، چې د ګوانتانامو زندان جوړ شوی، بشري ټولنې وايي، چې امريکايي چارواکي بنديان شکنجه کوي او هر ډول وحشي بدني او رواني تعذيبونه ورکوي.

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې له ګوانتامو يې تر اوسه اته سوه بنديان خوشې کړي يا نورو هېوادونو ته لېږدولي او ۱۱۶ زندانيان اوس هم په دغه زندان کې پراته دي.

دوه اونۍ وړاندې هم امريکايي چارواکو له ګوانتانامو زندانه شپږ يمنيان عمان سلطنت ولېږل، چې د ژوند پاتې برخه به دغه هېواد کې تېروي.

د ګوانتانامو زندانيان، چې له لسو کالو زيات په دغه زندان کې پراته دي، تر اوسه نه د ي محاکمه شوي او نه پرې کوم تور ثابت شوی دی.

د روان کال جنوري مياشت کې هم امريکا له ګوانتانامو زندانه څلور زندانيان عمان او استونيا هېواد ته لېږلي وه.

د امريکا سمندري عسکرو ګوانتانامو زندان له سختو نړيوالو نيوکو سره مخ دی او پر امريکايي چارواکو او سي ای اې په غړو نيوکې کيږي، چې له لسو کالو زيات يې زندانيان بې محکمې په وحشت کې ساتلي او نړيوال څارونکي اوباما هم پر دې ملامت بولي، چې د ګوانتانامو زندان په بندولو کې جدي ګامونه نه اخلي.
د امريکا کانګريس له اوباما سره د ګوانتامو زندان د بندولو په اړه مخالفت کوي، مګر ۲۰۰۹ز کال راهيسې، چې اوباما واک ته رسېدلی د ګوانتانامو ډېری زندانيان يې يا خوشې کړي او يا يې نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x