نن اپل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): نن د اپل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن (iOS 8.1) له اپل میوزیک (Apple Music) خدمتونو سره کاروونکو ته وړاندې کړ او زیات شمیر کاروونکو خپل ایفون او ایپډ په اپګرېډ کولو بریالي شول.

د اپل میوزیک خدمتونه چې له دې وړاندې د کاروونکو له ګډون وروسته کاروونکو ته وړاندې کیده اوس د اپل اپریټنګ سیسټم د نوی ورژن یوه برخه ده او د اپل په ټولو سمارټ فونونو او ټبلیټونو کې کاروونکو ته وړاندې کیږي.

اپل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن کې ځینې نور بدلونونه هم راوستي کوم چې د اپل میوزیک (Apple Music) په اندازه مهمې نه دي. اپل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم په دغه ورژن کې په اپل میوزیک (Apple Music) ځانګړی توجه کړی او په دغه برخه کې يي کاروونکو ته ډیرې اسانتیاوې وړاندې کړي.

اپل خپل د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن ای او ایس ۸.۴ (iOS 8.1) کې یوازې د موسیقي برخې ته ځانګړی توجه کړی او دغه برخه يي له پخوا هم ډیر پیاوړی کړی.

اپل د ټکنالوژي په نړۍ کې لومړۍ کمپنۍ دی چې خپلو تولیداتو کې يي دیجیټل موسیقي (Digital Music) کاروونکو ته وړاندې کړ کوم چې اوسمهال ځانګړی شمیر کاروونکي نه لري او اپل کمپنۍ غواړي دغې برخې پیاوړی کولو سره یو ځل بیا د کاروونکو توجه جلب کړي.

هغه کاروونکي چې د اپل کمپنۍ تولیدات استعمالوي کولی شي خپل د ایفون (iPhone) یا ایپډ (iPad) اپریټنګ سیسټم د دغې کمپنۍ وروستۍ ورژن ته اپګریډ کړي. د اپل کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم نوی ورژن له نن سهار څخه کاروونکو ته وړاندې شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د