دفاع وزیر، د افغانستان بانک رییس او سترې محکمې دوه قاضیان ولسي جرګې ته معرفي شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت د ولسمشر دوهم مرستیال نن ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزیر، مرکزي بانک رییس او د سترې محکمې د عالي شورا دوه غړي ولسي جرګې ته معرفي کړل.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزیر په توګه، خلیل الله صدیق د افغانستان بانک د رییس په توګه، انیسه رسولي او محمد یوسف حلیم د سترې محکمې د عالي شورا د غړو په توګه ولسي جرګې ته معرفي شول.

که څه هم علما د ښځې قضا سمه نه بولي خو ګډ حکومت سربېره پر دې یوه ښځه د سترې محکمې د غړې په توګه نومانده کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د سترې محکمې د غړې په توګه ولسي جرګې ته معرفي کیږي.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش ددغو چارواکو د معرفي کولو پر مهال وویل چې یاد څلور کسان باتدبیره، تجربه کاره او ددغه څوکیو لپاره مناسب دي.

هغه د ولسي جرګې څخه وغوښتل چې یادو کسانو ته د باور رایه ورکړي.

سرور دانش د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښودله او په باور یې «دښمنانو» یې هوډ کړی څو سیمې ونیسي او پرمختګ وکړي خو دوی به هغوی پرېنږدي چې په دې خاوره حاکم شي.

دانش ټينګار وکړ چې په دغه ډول شرایطو کې باید ټول متحد شو، چاته اجازه ورنه کړو چې اختلاف او تفرقه واچوي او خلک نا امیده کړي.

په وروستیو کې د طالبانو بریدونو زور اخيستی او په ډيرو ولایتونو کې یې پراخه سیمې نیولي دي. د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې طالبانو په کندوز کې ۲ ولسوالۍ او په نورستان کې یوه ولسوالۍ ونیوله.

ټاکل شوې چې ملي دفاع وزارت ته نوماند معصوم ستانکزی به د شنبې په ورځ (چنګاښ ۱۳مه) ولسي جرګې ته خپل کاري پلان تشریح کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د