ادبي لیکني

ښوونځی- ډاکټر نجيب زاخېلوال

خدای شته موږ پخپل کلې يو زمکه لرو ، ځمکوال يو او ژوند مو ښه دی.  زموږ به تل ګيله پدې وه چې موږ  خو نه چا ته بد رسوو او نه مو دا فکر کړی دی، دا زموږ کليوال ولې موږ ته کندې کني او راته ستونزې جوړوي او پر موږ يې خپله ډوډۍ زهر کړې ده. زما پلار يو ورځ زموږ ګيلې واورېدې نو په ډېر ارام سره يې وويل: تاسې ډوډۍ لرۍ او هغوۍ ډوډۍ نه لرې څوک چې نهار شي نو ضرور ده چې  بل د لاس نه ډوډۍ وتروړۍ او خپله ګېډه مړه کړي. تاسې خپل کليوال ماړه کړئ نو تاسې نه به يې مخ واوړۍ چې ډوډۍ ولرې بيا به تاسې پورې کار نلري!

زما د تره زوۍ چې د نورو په پرتله لږ څه لوستې وو، له قهره په ډکه لهجه وويل، دا خو يو نه دې موږ به د چا ګېډه مړه کړو چې له غمه يې خلاص شو.
پلار مې ورته له خندا شين شو او په ډکه لهجه يې ورته وويل چې ما ويل ته به اوښيار يې خو مکتب دي ويلې تش کتابونه دې زده کړې ژوند دې ترېنه ندې زده کړی. جيګ شئ او په کلې کې تکړه تکړه هلکان وګورۍ هغه وهڅوئ چې مکتب ته لاړ شي د ښوونځي لګښت او د کتابچو لپاره روپۍ تاسې ورکړئ. هغوۍ چې مکتب ووايي نو هغوۍ به هم خپله ډوډۍ پيدا کړي نو د هغوۍ سره به يې خپل تربوران، تربورې کوي. تاسې به يې له غمه خلاص شئ او په لږ وخت کې به ټول کلی ډوډۍ ولري چې ډوډۍ يې پيدا کړه، نه به تاسې ته کندې کني او نه به ستاسې له لاس څخه ډوډۍ تروړي.

ريښتيا هم موږ تل د ځان په غم اخته يو او تل مو ميم زر ما ټول زما عادت ګرځېدلی دی، ددې پوښتنه مو نده کړې چې ولې موږ  په کلي کې د خلکو بدې راځو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x