نړۍ

مصر: سینا کې لسګونه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د مصر په سینا ولایت کې په امنیتي کمربندونو برید او موټر بم چاودنې لسګونه مصري عسکر وژلي او ټپي کړي دي.

د اسوشیټیډپریس خبري اژانس د راپور له مخې په موټر بم چاودنه او بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ عسکر وژل شوي دي خو د مصر د پوځ ویاند بیا د وژل شوو او ټپي شوو عسکرو شمېر ۱۰ او د بریدګرو تلفات ۲۲ کسان ښيي.

یاد خبري اژانس په خپل راپور کې زیاتوي چې بریدګرو د شیخ زوید ښار په جنوبي برخه کې په ۶ بېلابېلو امنیتي کمربندونو برید کړی دی.

ویل کیږي چې بریدګرو ډيری عسکر ژوندي هم نیولي دي.

الجزیره تلویزون په خپل راپور کې وايي چې بریدګر توانیدلي چې ډیر ټانګونه او نظامي مهمات ونیسي.

راپور زیاتوي چې تر برید وروسته پوځ یوې او بلې خوا ډزې کړي چې له کبله یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

عیني شاهدان وايي چې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ وسله والو دغه ستر برید كړی او ډيری درنې وسلې يې په کې کارولي دي.

تر دې دمه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د مصر لوی څارنوال هشام برکات په یوې چاودنه کې ووژل شو. برکات د اخوان المسلمین د پنځلسو تنو مشرانو پانګې کنګل کړې. د دغه خوځښت د عمومي لارښود، دکتور محمد بدیع د نیولو حکم هم هشام برکات کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x