خبرتیاوی او پیغامونه

په لوګرکې د ښوونځیو څلورنیم میاشتنۍ آزموینه پیل شوه

د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر
چهارشنبې، چنګاښ ۱۰ مه

د لوګر مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له زده کوونکو د څلورنیم میاشتنې آزموینې د اخیستلو لړۍ نن پیل شوه.

د لوګر د پوهنې ریاست د نوموړي آزموینې د اخیستنې لړۍ د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې پیل کړه، چې د روانې میاشتې تر ۲۵ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

په لوګرکې اوس مهال ۲۶۶ مهال ښوونځي شته ، چې په دغو کې ۷۰ لېسې ، ۷۴ منځني او ۱۲۲ نوریې لومړنې ښوونځي دي.

دغه راز د ښوونځیو ترڅنګ په لوګرکې ۲۲ دیني مدرسي ، ۳ دارالحفاظونه ، ۲ دارالعلومونه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو دوه انستیتوتونه او ۴ ښوونځي، یو عالي دارالمعلمین له پنځو حمایوي مرکزونو سره فعالیت کوي.

د لوګر په سږنې څلورنیم میاشتنې ازموینه کې ټول ټال ۱۲۶۲۲۴ تنه زده کوونکي ګډون لري، چې ۳۵۶۸۵ تنه یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د دغې آموزینې تر اخیستنې وروسته د لوګرټولو ښوونځيو ته به د اوړي لس ورځنۍ رخصتی ورکړل شي.

د ویلو وړده، چې د دغې آزموینې د څارنې لپاره د ښوونیزې څارنې او ارزونې ټول غړي پر ښوونځیو مؤظف شوي دي.
په درنښت

محمد شاهپورعرب

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x