نظــر

عجیب تناقض

دانسان په ترکیب او جوړښت کې متناقضات دهغه دبقا سبب دي، لکه سردي او ګرمي، رطوبت او یبوست، مګر په اخلاقو، کردار او عقیده کې یې متناقضات دروحاني مرګ په معنی دي؛ ځکه اخلاق، عقیده او کردار اختیاري امور دي، او انسان په دې مامور دی چې سم او ښه کارونه وکړي او له ناسمو او بدو نه ځان وساتي، له همدې کبله خلک له هغه چا نه بد وړي چې په یوه خوله کې یې دوه ژبې وي، له خپل یو پاک مخ نه دوه ناپاک مخونه جوړوي، خو ځينې خلک بیا که څه هم چې دوه مخي کوي، مګر په یوه طریقه یې کوي، په داسې ډول چې څوک پرې پوه نشي، او ځينې نور بیا داسې وي چې په دوه مخۍ عادت شوي وي، همدا يې خوی او خصلت ګرځېدلی وي، هغوی ته بیا دا مهمه نه ده چې نن یې څه وویل اوسبا څه وايي، ماته یې څه وویل او تاته څه وايي، له الله جل جلاله سره څه کوي او له خلکو سره څه کوي.

  ځینې کسان دناپوهۍ له وجې داسې کوي، او ځينې نور بیا له پوهې او بیدارۍ سره سره داسې کوي، اودا سیاست بولي! دوی خلکو ته په داسې نظر ګوري چې ګواکي په هېڅ نه پوهېږي!

  دا چې خبره ډېره اوږده نه شي اصلي هدف ته راځم، کله کله دشهادت ورځپاڼه را خلاصوم، لومړی يې دسر مقالي عنوان ته هسې ورګورم، که جالب راته ښکاري شي نو سرسري یې لولم او که نه بیا نو ترېنه صرف نظر کېږم، او کله کله بیا چې کومه اعلامیه راغلې وي هغه خامخا لولم،  پرون نه هغه بل پرون یعني دمی دمیاشتې په شپاړسم تاریخ مې چې کله ویب پاڼه راخلاصه کړه، دسر مقالې پر عنوان مې سترګې ولګېدې، دعنوان لومړني ټکي داسې وو: (    ارسلاح رحمانى و مجاهدين ملا دادالله – …)

 لنډه دا چې سر مقالې پر دې زور اچولی و چې دقطر مذاکرات په طالبانو کې دنوې ډلې د را پیدا کېدو سبب وګرځېدل: (  نکته مهم در حادثه ترور ارسلا رحمانى مسوليت پذيرى اين ترور بود، و از روى اعلاميه ايکه به رسانه ها رسيد گفته شده که طالبان طرفدار ملا دادالله، اجراى اين حادثه را بعهده گرفته اند. حرکت معترض و مستقل ملا دادالله در ميان طالبان پس از آن عرض اندام نمود، که قضيه مذاکرات قطر و از آمادگيها براى افتتاح دفترى براى طالبان سر و صدايى در اخبار روز مطرح گرديد. ).

 وروسته بیا دخپل سیاسي بصیرت دابراز لپاره خپلې یوې مخکنۍ تبصرې ته اشاره کوي، چې څلور میاشتې مخکې یې خپره کړې وه او دغه محتمل درز ته یې چې ددوی په ګومان اوس په حقیقت بدل شوی اشاره په کې کړې وه: (  روزنامه شهادت زير عنوان ((استفاده محتاط آميز از مذاکرات مخفى با امريکا)) و در تاريخ ٢٢ جنورى ٢٠١٢ که چهار ماه پيش از اين نگاشته شده بود، عين همين احتمال پيش بينى گرديده، و آمده بود که امريکا ميتواند با پيشکش دفترى بنام مذاکرات قطر شيرازه وحدت طالبان را خدشه دار نمايد. )

    دنړۍ په کچه معمول دا دی چې دیوې ډلې، یا حکومت او یا تنظیم درسمي رسنیو خصوصا مجلې یا اخبار سر مقاله داسې وي چې د ډلې یا حکومت او یا تنظیم رسمي دريځ انځوروي، له همدې کبله ډېره هڅه کېږي چې سر مقاله په ډېر دقیق ډول ولیکل شي، داسې څه پکې را نشي چې ددوی له رسمي دريځ سره په ټکر کې وي، نو سر مقاله دیو شخص یا دوه یا درې اشخاصو نظر نه وي، بلکې دټولې ډلې نماینده ګي کوي.

 همدا رنګه کله چې کومه اعلامیه خپرېږي هغه هم دډلې یا حکومت او یا تنظیم له خوا په رسمي ډول خپرېږي، یعني ددوی رسمي نماینده ګي کوي، ځکه خو هره ډله کوشش کوي تر څو داسې څه ونه لیکي چې هغه بیا ددوی له دريځ سره په ټکر کې وي، یا داسې اعلامیه خپره نه کړي چې هغه ددوی له رسمي دريځ سره اړخ نه لګوي.

  له دینه یوه ورځ وروسته یعنی دمی په اوه لسمه مې چې ویب پاڼه را خلاصه کړه نو په لومړي سر کې مې پر اعلامیه سترګې ولګېدې، او عجیبه دا چې اعلامیه هم دهغه موضوع په اړه وه کومه چې یوه ورځ مخکې په سرمقاله کې راغلې وه: (اعلاميه : د مولوي ارسلا رحماني ترور ) کله مې چې اعلامیه ولوسته هک حیران شوم! ځکه اعلامیې داسې څه ویلي وو چې له سر مقالې سره سل په سلو کې په ټکر کې وو: ( ټولو ته جوته ده چي د داد الله په نوم كوم محاذ نشته، دا نوم د M-6 له لوري جوړ شوى استخباراتي نوم دئ، چا چي له رسنيو سره ارتباط نيولى او د دې وژني مسئوليت ئې د داد الله محاذ ته منسوب كړى؛ يقيناً چي د ملي امنيت رياست له لوري توظيف شوى او د پل غلطولو لپاره ئې دا تبليغات كړي، ) او په پای کې یو ځل بیا وايي: ( له هغي رسنۍ پوښتنه وكړي چي تر نورو وړاندي ئې د دې پېښي مسئوليت د داد الله محاذ جعلي نوم ته منسوب كړى، ډېر ژر به ثابته شي چي دا كار د اشغالگرانو استخباراتي شبكې كړى.)

  پاس مو ولیدل چې سر مقالې دملا داد الله محا‍ذ دطالبانو یوه نوې ډلې بللې وه، او دنوموړې ډلې دزېږدو سبب یې دقطر مذاکرات په ګوته کړي وو، او دخپل نافذ بصیرت! داثبات لپاره یې اشاره کړې وه چې دوی څلور میاشتې مخکې دغه رنګه وړاندوینه کړې وه! مګر دلته دادي په اعلامیه کې ګورو چې نه یوازې دا چې دملا داد الله محاذ او دقطر دمذاکراتو تر منځ دتړاو په اړه خبرې نه کوي، بلکې له یوې مخې ددغې ډلې له موجودیت نه په مطلق ډول انکار کوي، او دا هسې ددښمنانو داستخباراتي شبکو تبلیغات بولي، اعلامیه دملا داد الله محاذ هسې یو جعلي نوم بولي!

که څه هم چې اعلامیه په دغه ټکي کې پوره پر حقایقو ولاړه ده، مګر پوښتنه دا ده چې سرمقالې ولې هسې سر خوږولی دۍ؟

  دا څه رنګه ممکنه او یا معقوله ده چې دیوې ډلې په یوه رسمي ویب پاڼه کې دیوې موضوع په اړه یو له بل سره دوه رسمې او متضادې خبرې خپرېږي؟

که څه هم چې اعلامیې په پای کې ارسلا رحماني دطالبانو کلک حامي بللی، بلکې دقطر دفتر او هلته دمذاکراتو لپاره زمینه سازي یې دنوموړي دهڅو پایله بللې ده، کوم څه چې له حقیقت سره په هېڅ ډول اړخ نه لګوي، مګر د داد الله محاذ دجعلیتوب خبره یې دستایلو وړ ده، ځکه چې له حقیقت سره اړخ لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x