ټکنالوژي

هواوې (Huawei) خپل پیاوړی خو ارزانه سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): هواوې کمپنۍ اوس په نړۍ کې د ټبلېټ وړاندې کولو له نظره څلورم مقام لري او له مختلفو سمارټ فونونو وړاندې کولو سره د سمارټ فون وړاندې کوونکي مشهورې کمپنۍ لپاره جدي رقیب ګڼل کیږي او په دې وروستیو کې توانیدلی خپل دسهامو ارزښت څو چنده زیات کړي.

دغه کمپنۍ تیره شپه په رسمي ډول خپل نوی سمارټ فون د انر ۷ (Honor 7) په نامه معرفي کړ. هواوې کمپنۍ به خپل دغې سمارټ فون سره یو مړوند بند د انر بېنډ ذیرو (Honor Band Zero) او یو بلوتوت انر ویسل (Honor Whistle) هم وړاندې کوي.

د هواوې کمپنۍ انر ۷ (Honor 7) سمارټ فون به په دریو مختلفو ماډلونو کې له فلزي بدن سره وړاندې کیږي. د دغو سمارټ فونونو د فایل ثبتوونې او د اړیکې وړتیا له یو بل سره توپیر لري.

د دغو سمارټ فونونو یو ماډل يي ۱۶ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرلو سره له ایل ټي اي رېډیو (LTE Radio) شبکې څخه ملاتړ کوي. بل ماډل يي د دوه سیمکارتونو قبلولو وړتیا لري او له ایل ټي اي (LTE) شبکې څخه ملاتړ کوي، وروستی ماډل چې دغو سمارټ فونونو کې تر ټولو پیاوړی سمارټ فون دی ۶۴ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري.

له پورتینو توپیرونو سره دغه درې واړه سمارټ فونونه له امنیویم څخه جوړ شوي او ۵.۲ انچه ډسپلې لري. د دغو سمارټ فونونو تصویر ښودلو وړتیا ۱۰۸۰*۴۲۳ پکسله دی. په دغو سمارټ فونونو کې خپله د هواوې کمپنۍ لخوا جوړ شوی پروسېسر چیپونه چې کېرېن ۹۳۵ (Kirin 935) نومول شوي ځای پر ځای شوي دي.

دغو سمارټ فونونو کې کورټېکس ای ۵۳ (Cortex-A53) ډوله څلور هستې لروونکی ۲.۲ ګیګابایټ او کورټېکس ای ۵۳ (Cortex-A53) ډوله ۱.۵ ګیګاهرتز پروسېسر ځای پر ځای شوی. د دغې سمارټ فون ګرافیک د مالي-ټی ۶۲۸ (Mali-T628) په نامه چې د اې ار ایم (ARM) لخوا جوړی شوی ځای پر ځای شوی.

د دغو سمارټ فونونو کامره هم یو له پیاوړو کامرو څخه ګڼل کیږي. د دغو سمارټ فونونو اصلي کامره ۲۰ میګاپکسله ده چې د اتومات فوکس (Phase Detection) وړتیا هم لري. د دغې کامرې لینز د سوني کمپنۍ لخوا کوم چې د کامرې په برخه کې ځانګړی وړتیا او نړیوال شهرت لری جوړ شوی.

د دغو سمارټ فونونو مخکینی کامره هم کوم چې د سیلفي اخیستو لپاره زیات استعمالیږي ډیر پیاوړی دی. د دغو سمارټ فونو مخکینی کامره ۸ میګاپکسله ده.

له پورتنیو ځانګړتیاو سربیره په دغو سمارټ فونونو کې د دغې کمپنۍ پخوانی سمارټ فون میټ ۷ (Mate 7) په څیر د ګوتې نښې وړتیا هم ځای پر ځای شوی او کاروونکي کولی شي د ګوتې نښې په وسیله خپل سمارټ فون خلاص کړي.

د دغو سمارټ فونونو بیټرۍ هم ۳۱۰۰ ملي امپیره وړتیا لري کوم چې یوازې نیم ساعت کې د پوره چارج اخیستو وړتیا لري. دغه سمارټ فونونه به د انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) له اپریټنګ سیسټم سره کاروونکو ته وړاندې شي.

له دې وړاندې د انر (Honor) لرۍ سمارټ فونونو په ۷۰ هیوادونو کې خرڅولو سره یوازې شپږو میاشتو کې ۲.۶ میلیارده ډالره ترلاسه کړی. د دغو نوو سمارټ فونونو ځانګړتیاوو ته کتلو سره دغه سمارټ فونونه کولی شي هواوې له ډیرو کمپنیو څخه وړاندې کړي.

د ۱۶ ګیګابایټ فایل ثبتونی وړتیا لروونکي سمارټ فون بیه ۳۲۲، دوه سیمکارتونو قبلولو وړتیا لروونکی سمارټ فون بیه ۳۵۵ او ۶۴ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لروونکی سمارټ فون بیه ۴۰۰ امریکايي ډالر ټاکل شوی چې د رقابت لپاره ډیره غوره قیمتونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x