«اربکیانو کلک هوډ څرګند کړی چې تر پایه به د طالبانو ملګرتیا او ملاتړ ته دوام ورکوي»

فراه: طالبانو اربکی قومندان د ځان ملګری کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د افغان ځواکونو له لیکو څخه طالبانو ته د ډله ییزې ورتېښتې په بهیر کې دا ځل په فراه ولایت کې طالبانو ته د یو اربکي قومندان د وراوښتلو خبر ورکړل شو.

قومندان شیراغا د بالابلوک ولسوالۍ د کرانې سیمې د اربکیانو عمومي قومندان و چې نن له پیشلمي وروسته د پنځو ملګرو سره یوځای د افغان ځواکونو له لیکو وتښتېد او طالبانو ته ورغی.

طالبانو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړي قومندان او ملګرو یې له ځان سره ۲ رینجر موټر، ۲ موټرسایکل، ګڼې سپکې او درنې وسلې او مرمۍ هم وروړي دي.

طالبانو د ښاغلي شیراغا تود هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړي کلک هوډ څرګند کړی چې تر پایه به د دوی ملګرتیا او ملاتړ ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې هم د هیواد له مختلفو ولایاتو څخه طالبانو سره د ډلې ډلې عسکرو د یوځای کیدو راپورونه ورکول شوي، خو د بهرنیو ځواکونو د لمن راغونډولو سره جوخت د افغان ځواکونو له لیکو د ډله ییزه تیښتې پیښې هم مخ پر زیاتېدو دي، چې د نظامي چارو پوهان يې د افغان عسکرو د کمزورې روحیې ښکارندوی او د پاتې عسکرو په روحیه منفي اثر لرونکې ګڼي.

طالبان په خپلو اداري تشکیلاتو کې د بلنیز کمیسون په نامه ځانګړې اداره لري چې د ولسي وګړو په همکارۍ د ملي اردو سرتیرو، پولیسو او اربکیانو ته د تسلیمۍ په شرط د خوندیتوب تضمین ورکوي او د افغان ځواکونو له لیکو یې راجلا کوي، چې ډیر خلک د طالبانو دغه تګلاره ستايي او د وینو د توییدو به مخنیوي کې يې یو ښه ګام بولي.

په تېره جنوري میاشت کې د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ «سیګار» په راپور کې راغلي و چې د ۲۰۱۳ له جنورۍ د ۲۰۱۴ تر جنورۍ پورې د افغان ځواکونو له لیکو څخه څلویښت زره «۴۰،۰۰۰» سرتیري تښتېدلي دي، چې ډېری يې طالبانو ته ورغلي دي.

طالبان د دغه اقدام په مټ توانیدلي چې په افغان امنیتي ځواکونو کې د ځان په وړاندې باور پیدا کړي او اوس ډېری په نظامي برخه کې بوخت ځوانان د طالبانو له لوري پر دې ډاډه شوي چې که تسلیم شي، نو د خوندیتوب ضمانت به يې کېږي.

دولتي مسوولین تر دې دمه د فراه د یادې پیښې په اړه چوپه خوله دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د