ورزش

د بارسلونا مشران د پاول پوګبا (Paul Pogba) پیریدلو لپاره ایټالیا ته تللي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د بارسلونا لوبډلې مشران غواړي ځینې غوره او پیاوړي لوبغاړي د خپل لوبډلې لا پیاوړی کولو لپاره وپیري.
بارسلونا لوبډلې غواړي پاول پوګبا د فرانسوي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی وپیري. د دغې لوبغاړی پیریدلو لپاره بارسلونا د یوونتوس شخصي لوبډلې سره یو ځل مذاکرات پیل کړ.

د ځينې راپورونو پر بنسټ د بارسلونا مشران «اریوبرایدا» او «البرتو سولر» غواړي نن په میلان کې له «جوزپه ماروتا» د یوونتوس لوبډلې مدیر او نتقالات مشر سره مذاکرات پیل کړي.

ویل کیږي چې بارسلونا پاول پوګبا ته د ۸۰ میلیونو یور وړاندیز کړی. دا په داسې حال کې ده چې د پوګبا مدیر له بارسلونا لوبډلې څخه غوښتی چې پوګبا ته ۱۲ میلیونه معاش وټاکي.

که چیرې دغه معاش د بارسلونا لخوا د پوګبا لپاره ومنل شي نو دغه لوبغاړی به له مسي څخه وروسته د بارسلونا لوبډلې کې تر ټولو زیات معاش اخیستوونکو دوهم لوبغاړی شي.

هیره دې نه وي که چیرې بارسلونا لوبډلې د پوګبا په جذبولو بریالی هم شي نوموړی د راتلوونکي فصل په لوبو کې نه شي لوبولی.

بارسلونا لوبډلې د ځینې غیر قانوني کړنو او مالي فساد کې لاس لرلو له امله د روان کال تر پایه نوي لوبغاړي نه شي لوبولی نو له همدې امله دغه فصل کې ټول پیریدل شوي لوبغاړي به د ۲۰۱۶-۲۰۱۷ لوبو کې لوبوي.

پاول پوګبا فرانسوي پیاوړی لوبغاړی دی چې اوسمهال د ایټالیا په یوونتوس شخصي لوبډلې کې لوبیږي. نوموړی په مختلفو لوبو او نړیوال جام کې هم د فرانسې ملي لوبډلې لپاره لوبې کړي.

پاول پوګبا له یوونتوس وړاندې د مانچستر یونایټډ لوبډلې لپاره لوبیدلی او په ۲۰۱۲ زیږیدیز کال کې د ایټالیا له یوونتوس لوبډلې سره یو ځای شوی چې دغې لوبډلې سره ځينې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x