نظــر

مشعل که اوزګوړی . . له لوستونکو په بښنې . . .

دعوامو له قواله وایي  داوزې بچی ( اوزګوړی ) چې کله بلوغ ته ورسیږي ، نو تر ټولو لومړی یې په خپله مور زده کوي ( العیاذبالله ) انسان هم چې الله تعالی دعلوي او سفلوي  استعدادونو دیوې ګډولې په شکل خلق کړی دی ، که چیرې په سمه لاره برابر شي ، نو دا ورته اسانه ده چې ترملائکو هم ډیر شرف او فضیلت پیدا کړي ، خو که خدای نخواسته  په کږه لاره برابر شو، نو بیا خو عام حیوانات څه بلکې ترشیطان لازیات د ذلت اوپستۍ  اسفل السافلین ته کوزیدلای شي .
نن سبا چې دځینو انسانانو اعمالو ته ګورو نو کله  ناکله خو دا سې پست کارونه سرته رسوي ، چې حتی دحیواناتو په عرف کې هم  دشرم او پیغور وړ بلل کیږي .

سره له دې چې  دخپلې مور په حریم  تعرض د اوزګوړي لپاره  دپيغور داغ دی ، مګر نن داسې انسانان شته چې داډول اعمال ورته خپل وظیفوي مسؤلیت ښکاري او په هسکه غاړه یې سرته رسوي  .
په علمي عرف  کې  هر هغه ښوونځی ، مدرسه ، دارالحفاظ ، پوهنتون یا بله  علمي اداره چې چا پکې درس ویلی وي  ، دهمدې شخص روحاني مور ( مادر علمي ) بلل کیږي او هراستاد یې روحاني پلار بلل کیږي ، علماء فرمایي چې دنسبي پلار او مور په نسبت دهمدې روحاني پلار او مور  حقوق ځکه زیات دي ، چې نسبي پلار  د زوی جسمي روزنه او پالنه کوي مګر روحاني والدین یې  روح روزي ، چې دجسم په نسبت ډیر مهم دی او دپوست او مغز نسبت لري .
 له همدې ځایه ده چې دنسبي والدینو په نسبت دروحاني والدینو بي احترامي هم  د ډیر عقوبت او ګناه لامل ګرځي .
لطف الله مشعل  چې پلار یې مولوي لعل ګل له جسمي روزنې وروسته  دروحاني روزنې لپاره  دپښتونخوا دهنګو سیمې په مشهوره مدرسه  ( سراج الاسلام کاهي ) کې داخل کړی وو ، مګر ده ازلي بدبخته  مدرسه پریښوه لومړی یې  دخیساري کیمپ لنډغرۍ ته مخه کړه  او ورپسې یې نورې نادودې پیل کړې .
ترڅو یې چې پلار ژوندی وو نو نوموړي  دخپل دې جسماني محسن سره سخته جفا وکړه ، نه یوازې یې دهغې هراړخیزه نافرماني کوله ، بلکه  دهغه نوم یې هم وربد او له لیبرال دریځه همیشه  ددې کلیوال پښتانه ملا په ساده او سپیڅلي فطرت باندې  وربلوسیده .
مشعل دخپل نسبي والد په توهین او هتک حرمت اکتفاء ونه کړه ، بلکې داځل یې په خپلو هغو روحاني میندو ( مدرسو ) پسې هم راواخیسته چې ده یې په غیږه کې کلمه ، لمونځ  ، ایمان مجمل او ایمان مفصل زده کړي وو .
نن مې چې دازادۍ راډیو ویب پاڼه خلاصه کړه ، نو مشعل په کې ویلي وو چې په پاکستان او پښتونخوا کې په دیني مدارسو کې طالبانو ته دیني زده کړې نه بلکې دده په ټکو ( تشدد ، افراطیت ، ترهګري او تخریبي اعمال )وزده کول کیږي ، دسراج الاسلام مدرسې په نمک لوی شوی مشعل په دې خبرو بسنه نه کوي بلکې په پوره ناځوانۍ  دیني مدارس په فابریکو باندې نوموي او وایي     (په پاکستان کې همدا اوس پنځلس زره دیني مدرسې د فابریکې په شان تروریستان تولیدوي او دې هېواد ته یې را استوي)
دې ظالم اوزګوړي ته به ووایو چې که دمولوي لعل ګل په ځای دې  خلیل زاد او علي احمد جلالي په پلارتوب سره ونیول  نو شاید کوم ډالري پیکج به یې درښکاره کړی وو ، داچې اوس به خپله روحاني تربیت ګاه  باندې بلوسې په دې کې دې نو کومه فایده ده  ،آیا همدا ذلت او ضلالت بس نه دی ، چې همدا اوس په کې ډوب یې  ، باید په دې پوه شې چې دمدارسو او علماء سره ستا دا دښمني هغوی ته هیڅ ضرر هم نه شي رسولی ، ځکه ددې قرآن دساتنې وعده الله تعالی په خپله کړې ده ، خو په داسې عداوت پالنې سره یوازې خپل دپستۍ ګراف موږ ته راښودلی شې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x