افغانستان

پکتیکا: ملي اردو ۸ پاکستاني عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): چارواکي وايي چې په پکتیکا ولایت کې د ډيورنډ پر کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې.

د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست ویاندانو نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د دواړو لورو تر منځ تېره شپه نښته رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل څو د افغانستان پر خاوره پوځي اډه جوړه کړي خو افغان ځواکونو يې مخه ونیوله.

هغه زیاته کړې چې وروسته د دواړو لورو تر منځ خونړۍ نښته رامنځته شوه چې له کبله يې ۸ پاکستاني عسکر ووژل شول.

صدیقي د یوه افغان عسکر وژنه هم منلې ده.

د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطا الله فضلي تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه نښته د يوې ديني مدرسې د ملکيت پر سر شوې، چې له امله یې ۷ پاکستاني نیمه پوځیان وژل شوي دي.

په عین حال کې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد له امنیتي سرچېنو له قوله لیکلي چې د ډیورنډ پر کرښه د افغان عسکرو په ډزو ۶ تنه پاکستاني عسکر ټپيان شوي دي.

ډان نیوز لیکلي چې دغه پېښه د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه کې رامنځته شوې.

پاکستاني عسکر وايي چې افغان عسکرو پولې ته نېږدې پر دوی ډزې کړي چې له کبله د دوی ۶ تنه ملګري ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې افغان او پاکستاني ځواکونو په کونړ کې د طالبانو پر ضد ګډ عملیات وکړل او د خوست ولایت په علیشیر ولسوالۍ باندې بیا پاکستاني ځواکونو توغندي وتوغول چې له کبله یې ولسي وګړو ته مالي او ځاني تلفات واوښتل.

د جون میاشتې په وروستیو ورځ کې د افغانستان په پارلمان بريد وشو، دولت يې پړه د پاکستان په څارګرې ادارې آی ايس آی واچوله.

که څه هم د ګډ حکومت او پاکستان تر منځ نسبتا د پخوا په پرتله اړیکې ښې شوې وې خو په وروستیو کې یو ځل بیا دغه اړیکې د خرابېدو پر لور روانې دي.

د دغو نښتو راپور په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ګډ حکومت او پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی تر منځ تفاهنامې متن نن د ویسا ورځپاڼې لخوا خپور شو چې دواړو لورو لخوا لاسلیک شوی دی.

د ډیورنډ کرښې او د پاکستان راکټي بریدونو په وړاندې د افغان حکومت سوړ دریځ د دې لامل ګرځیدلی چې په تېرو څوارلسو کالو کې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ کرښې په امتداد د افغانستان په خاوره کې ګڼې پوستې ځای پرځای او روغې سیمې تر ستوني تېري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x