ټولنیزه برخه

لښکر ګاه څنګه کشف سوه؟ – لومړۍ برخه

تاريخي ، ادبي ، هنري او لرغون پېژندونکي څېړني
ليکوال : استاد احمد علي (کهزاد)
ژباړن : شريف الله دوست (سرواني)

ياداښت:

دا لړۍ د ارواښاد استاد کهزاد د (لشکرګاه) کتاب ژباړل سوې بڼه ده چي ۶۲،کاله پخواچاپ سوی دی، لښکرګاه اوس دهلمند ولايت مرکز او شاوخوا يوزر او پنځوس کاله پخوا د غزنويانو دوهمه ژمنۍ پلازمېنه وه،کتاب له تاريخي ، ادبي او لرغون پېژندني اړخه د خورا ارزښت وړ دی هيله ده له لوستلو يې خوند واخلئ.((مننه ژباړن – هلمند ، بُست مېنه))

اړينه يادونه:

ددې کتاب ار (اصل)نوم (لښکرګاه) و زما او ملګروسره په خوښه مو د ((لښکرګاه څنګه کشف سوه؟)) نوم ورته غوره کړ ځکه دکتاب ټوله منځپانګه دلښکرګاه دکشف په باب خبري او ځېړني سوي، که ارواښاد استاد کهزاد ژوندی وای هرو مرو به مي ددې نامه مشوره ورسره کړي وای، خوپه پوره با ورسره ويلای سم چي ده به هم دانوم راسره خوښ او منلی وای.
روح دې ښاد وي
(ژباړن)

درنو لوستونکو !

د کتاب له لمنليکونو څخه مي موخه دا وه چي دهلمند پراخې حوزې په اړه ډېر څه د تاريخ او قبل التاريخ تر ګردونو لاندي دي ، که وي هم په بې شمېره کتابو کي پاشلې اوتيت پراته دي ځکه مي هوډ وکړ چي د ارواښاد علامه استاد کهزاد ددې درانه اثر له لاري د هلمند په اړه د درنو لوستونکو معلومات نورهم ډېرکړم اوهغه پوښتني چي دوی يې کېدای سي د دې اثر دلوستلو په وخت کي له ځان سره لري دامکان تر بريده ځواب سي.
درنښت
ژباړن
چون به لشکر ګه او آئينه پيل زنند
شاه افريقيه راجامه فرونيل زنند
ملکی کزملکان بوسه باکليل زنند
ميخ ديوار سرا پرده بصد ميل زنند

مسعود اولښکر ګاه

ای خداوند خراسان وشهنشاه عراق
ای بمر دی وبشاهی برده ازشاهان سباق
ای سپاهت را سپاهان رايتت راوی مکان
ای زتوران تابه ايران بندګانت راوثاق
ای جهانرا تازه کرده رسم وآئين پدر
ای برون آورده ماه مملکت را ازمحاق
ای ملک مسعود بن محمد کاحرار زمان
برخداوندی وشاهی تو دارند اتفاق
هم بدان ره کاشتقاق فعل ازفاعل بود
سعد وچرخ ازکنيت نام توګيرند اشتقاق
ازهمه شاهان چنين لشکر که اوردوکه برد
ازعراق اند رخراسان ازخراسان در عراق
همچنان باز ازخراسان آمدی برپشت پيل
کاحمد مرسل بسوی جنت آمد ازبراق
ای خداوندی که نصرت ګرد( لشکرګاه) تست
چترت ايوانست وپېلت وفحلت رواق
تاسفرهای توديدند وهنر های توخلق
برنهاد ند از تعجب قصهء شاهان به طاق( )

(منوچهری)
ستاينه

ښاغلی کهزاد دهيواد پياوړی تاريخپوه:

وروسته ترشلو کالو پلټونو او څېړنو چي دآل ناصر د دورې په کتابو او اثارو کي مو وکړي او ډېري ستونزي موهم په دې لاره کي و ايستې، دادی ډير خوښ يم چي ستا ارزښتناک اثر چي لښکرګاه يا لښکري بازارته ځانګړی دی اوپه بست کي يې دناصرالدين ال سبکتګين اود هغه د اولادې سره په ذهن کي انځور وم دا اثرهم دتاريخي پاته شونو له ليدلوري اوهم دهيواد دزړو اثارو اومفاخروله مخي د ډيري ستايني وړ دی.

دهغه پراخي ځمکي تاريخ چي موږ په کښې اوسيږو د ډيرو لويو پېښو په زړه پورو او ښکلو اثارو څخه برخمن دی. هو په خپل وار داڅېړني هر داستان اوکېندني دهر يوه داسي اثارو ، متروکاتو او تاريخي پاته شونوځانګړی بحث غواړي چی ورسره ډېرو عالمانه څېړنو اوبحثونو ته اړتيا لېدل کېږي.تادخپلو نورو ارزښتناکو اوتلپاتو اثارو په څېر په خپل همدې اثر کي هم دخپل هيواد يو پياوړی څپرکی روښانه کړ.هو! داستايوه ملې دنده وه چي دخپل لياقت، وړتيا ، پلټني اوڅېړني په نتيجه کي دی ترسره کړه.الله جل جلاله دي په دواړه جهانه کي عوض درکړي په اخرکي هليه لرم چي زموږ ټول لوستي اوتکړه ځوانان چي په دې لاره کي مسئوليتونه او هيوادنۍ دندي لري خپلي هڅي وکړي. تل بريالي اوسئ.

((خيل خليلي))

داحمدعلي کهزاد سريزه

آل ناصر کورنۍ( ) پوره دوې پيړۍ په دې ښکلې او ښيرازه، ځمکه باندي او له دې ښکلې سيمي څخه دنړۍ ترګو ټ ګوټ پوري غزونې او غزاوي وکړي، او ورسره يې د قدر وړنښي نښانې،دياد ګار په توګه را پر ايښي دي، چي ستاينه يې دتاريخ په تيرو لسو پيړيو کي دهيواد د ډيرو ارزښتنا که اثاروکي په تيره ديو شمير قصيده بولو په بوللو(قصيدو) کي ګورو.فرخيانو، عنصريانو، بهيقانو او په سلګونو لويو شاعرانو دغزنه(غزني) دشاهانو په مدحه او ستاينه کي اودهغه دورې په روښانه مدنيت زړه وړونکو ماڼيو، زرغونو باغونو پوري يې بوللې (قصيدې) ويلي او ستايلي دي.

چي دنوموړي ليکنې او ستايني تر اوسه پوري پرځای پاته دی او ترڅوچي دا نړۍ وي ياد به يې ژوندی وي شاوخوا له ننه نهه سوه کاله کيږي چي دمسعودي تاريخ او دملک الشعرا‌ء قصيدې دمحمود د دربار او دسيستاني شاعر دبدبې، ستايني او انګازې لولو ،ډېر کره شواهد موپه لاس کښې نه درلودل ترڅو دهغه شاوخوا په زړه پوري ويناوي په حقيقي او عملي ډول په کښې را وسپړو، دادی په دې وروستيو کي وخت ياري وکړه او دهير مند(هلمند) په غاړو اوکناروکي بست ته نژدې يوه ماڼۍ کشف سوه چي دشاعرانو او قصيده بولودسترګو ليدلی حال پکښې يودم په حقيقي بڼه بدل سو، لښکرګاه کشف سوه، او دهغې په کشف سره زموږ پر سترګو غوړيدلې پرده، پورته سوه.

وياړم چي ددې پردې په پورته کيدلو کي برخه لرم او خوښ يم چي دا اثر ددرنو لوستونکو په لاس کښې دی.
دادی ؛ د دې کوچنۍ شمعې په روښنايې سره دبُست (لښکرګاه) او د (دښت لګان) يوې سلطني ماڼۍ ته ور ننوځم.

((احمد علی کهزاد)).
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x