شعـــــرونه

بی باک شاعره !

شاعــــــره! دواړی دی خطــــا ســــه چا لیـــــدلی نه وم
 ومـــه غــــــوټی دپاڼو منــــځ کی غـــــــوړیـــدلی نه وم

تا لیونی کــړل ځــــــوانــان زما دشنــوخــــالـــونو پسی
باورمی دی نه لوټــیـــدم کــــــــه تا ســــــتایـــلی نه وم

دگلابی شــــونـډو په رنگ می اشــــعـــار تا ولیـــــــکل
مسکا می تادکــــــــړس خــنـــــدا کـــړه خنـدیدلی نه وم

له پټ رخســـــــاره می پلـــــــو تا رانه لـــیری کــــړلـو
زه خو په چـــــم کی هم په لـو څ مخ چیری تللی نه وم

زمـا دپایزیـــب شـــرنگی خــــو تا ترخلــــــگو ورساوه
ما خــــو انگــــړجـــاروکاوه څـــــه گــــډیــــــدلی نه وم

شاعــره !دورغ دی ویل چی پاس لیلا په بام ځنگــیـږی
بام کی مـــوری می پټــــولــــــــه ځـــنگــیـــــدلی نه وم

نه می رویبــــاره نه می جــــــانان نه می غماز پیژانده
تا رااشنـــــــاکــــــړل کــــنی زه ورپــــسی تـــللی نه وم

دسهارســـــترگه دی کـــړم غرق شی وم مستوره نجلی
ستـــــاجــــادوکــــروشعـــرو

یووړم تښـــتیــــــدلی نه وم

غــــــازی په ســــــر وو تل ســــــــاتلی زما دسر پوړنی
تا پارک ته راوســـــــــتم په وره کی دریـــــــــدلی نه وم

ماشـــوم ورورکی می ویــــــداوه لـــلو لـــلـو به می ویل
کــــړم ستـــــا سنـــــــدرو ســـندرغاړی شرمیدلی نه وم

دخال اوخـــــط په نوم دی کــــړم دسوی وړی لیکواله !
داخـــپــــل قلــــم دی ترزړه ووزه کـــــــــړیــــدلی نه وم

بی باک شاعــــــــره ! الهـــــامـــــونه له شیطا نه اخلی
لا به می وړانــــدی وای ترټــــلی پـــــــوهـــــیدلی نه وم

سیداحسان الله ” الهام”
١۷⁄۲⁄١۳۹١

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x