د روژې مبارکه میاشت

روژه او څو مهمې پوښتنې

لیکوال: عمران عادل

روژه د اسلام څلورم رکن دی، نیول یې په هر مسلمان، بالغ، عاقل، سالم او روغ سړي فرض دي، او لمونځ د اسلام دوهم رکن دی چې د اوه کلنۍ څخه پر ماشوم لازمیږي او تر مرګه بیا جریان لري، هیڅ داسې صورت او وخت نشته چې په هغې کې انسان ته د لمونځ پریښودلو اجازت وي (البته استثناء شته)، نو باید مخکې له دې چې روژه ونیسو خپل لمونځونه پوره او صحیح کړو، د روژې پر احکامو ځان پوه کړو ځکه چې روژه -بې له لمانځه- نیول چټي په ځان لوږه او تنده تیرول دي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: (ډېر روژه نيونكي داسې دي، چې روژه نيسي خو د لوږې او تندې څخه پرته هېڅ شى په لاس نه ورځي او ډېر لمونځ كوونكي داسې دي چې د ولاړې او ستړتيا څخه پرته هېڅ شى په لاس نه ورځي)، دلته مقصد همدغه دی چې د سړي لمونځ پر ځای نه وي، او د روژې په احکامو نه وي پوه بیا نو هندو ستړی خدای ناراضه.

ځیني داسې کارونه شته چې روژه ماتوي خو له مونږ څخه په ناپوهۍ کې ترسره کیږي او ځیني داسې کارونه شته چې روژه نه ماتوي خو مونږ یې په دې نیت نه کوو چې روژه به پرې ماتیږي، دا شیان یا له دې امله پیدا کیږي چې زمونږ په ذهنونو کې دغه مسئلې همداسې جامدې او سختې پاتي شوي او یا هم پوهه پرې نه لرو، نه مو علما غواړي پرې پوه مو کړي او نه موږ ډیره توجه ورکوو، زه غواړم دلته یو څو سوالونه مطرح او واضحه کړم کوم چې زمونږ زیاتره ورونه پرې نه پوهیږي، الله تعالی دې وکړي چې زما څخه هم کوم زیاتی نه وي شوی -چې د ګناه سبب مې ونه ګرځي- او تاسې دې هم پرې الله تعالی پوه کړي، هیله مند یم چې څه نا څه ګټه به ضرور ترې پورته کړئ!!

آیا د ترکارۍ یا ډوډۍ خوند کتل چې له ستونې تیر نشي روژه ماتوي؟

د ترکارئ یا ډوډئ خوند کتل چې له ستونې تیر نشي روژه نه ماتوي، او دا د مضمضې مثال لري، لکه څنګه چې یو سړی په اودس کې مضمضه کوي خو له ستونې یې اوبه تیرې نشي روژه نه ماتوي همدغسې د ترکارئ خوند کتل هم روژه نه ماتوي، خو که څوک په قصدي ډول دغه کار کوي ترکاري یا ډوډئ یې تیره شي روژه یې ماتیږي، باید سړی پر دغه حالت کې هوښیار او ذهین ووسي چې دغه کار باید بغیر له ضرورته هیڅکه ونکړي، روژه کې باید له ډیر احتیاطه کار واخلو.

آیا مسواک وهل روژه ماتوي؟

مسواک وهل یو مستحب عمل دی، کول یې اجر او ثواب لري هغه که روژه کې وي او یا بوزه کې، خو ځیني علماء بیا وایي چې تر زوال (د غرمې وخت چې لمونځ کول په کښې ناروا دي) پورې مسواک وهل هیڅ باک نه لري خو د زوال نه وروسته وهل منع دي، ځکه چې هغه مبارک بوي کوم چې د روژه دار په خوله کې وي بیا په مسواک وهلو سره ځي، خو راجح قول دغه دی چې مسواک وهل د روژې په هر وخت کې باک نه لري خو انسان باید هوښیارتوب کوي چې آیا وخت او ځای مسواک وهلو ته مناسب دی که نه! په مسواک وهلو سره د غاښونو نه رواتلي شیان او یا د مسواک لرګی (خلکی) باید تیر نه کړي او د هغې په لرې کولو کې احتیاط وکړي، او که د مسواک اوبه تریخوالی لري نو که انسان یې د تیروالي نه ډډه وکړي غوره ده.

آیا استمنا (موټی) روژه ماتوي؟ او په انسان ددې قضاء او کفاره شته که نه؟

کله چې دغه کار په قصدي ډول ترسره شي او له انسان نه مني خارجه شي د علماءو په اتفاق سره روژه ماتیږي، خو ځیني علماء بیا وایي چې انسان کله «ذکر» ته بې له لاس وړلو او یا هم بل کوم عمل ترسره کولو مني خارجه شي نو مطلقې فاحشې ښځې یا بل څه ته په کتلو سره روژه نه ماتیږي، ځيني حنفي علماء لکه (أبي بکر بن الاسکاف او أبي القاسم) وایي چې روژه کې په قصدي ډول دغه کار کولو سره روژه نه ماتیږي، خو جمهور علماء وایي چې په دغه کار کولو سره روژه ماتیږي.
قضاء او کفاره: جمهور علماء په دې متفق دي چې په دغه کار کولو سره چې مني خارجه شي روژه ماتیږي او ددې روژې قضا پرې واجبیږي (یوه روژه په اتفاق د علماءو سره) او پر ده کفاره نشته خو الله تعالی ته دې توبه وباسی، بخښنه وغواړي، دداسې کار نه کولو عزم وکړي، نورې روژې دې په ښو او نیکو اعمالو ترسره کړي او بیا دې ددې روژې قضایي راوګرځوي، خو مالکي (امام مالک) علماء وایي چې پر دغه سړي قضاء او کفاره دواړه واجبیږي، (مالکیان کفاره ځکه واجبه ګڼي چې روژه یې قصدا ماته کړې)، خو نور علماء (جمهور) بیا وایي چې بې له جماع نه ددې کار کولو په اړه صریح او ښکاره دلیل نشته چې کفاره پرې واجبه کړي، او د جماع دلیل پر دې کار (استمناء) قیاسول صحیح نه دي ځکه چې جماع په روژه کې تر نور ټولو کارونو بد او غلیظ کار دی.

که یو سړی مقیم وي (کور کې وي) روژه ونیسي خو د ورځې په سفر ووځي آیا روژه ماتولی شي؟

که یو سړی روژه ونیسي او دی په کور یا کلي کې وي، د ورځې په سفر روان شي نو دده لپاره روا دي چې روژه وخوري، ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام په سفر کې روژه ماته کړې، خو ښه او بهتره داده چې روژه وخوري، خو که سختي پرې نه راځي پوره کول یې غواړي څه باک نه کوي.

د روژه ماتي پر وخت باید کومې دعاګانې وویل شي؟

پیغمبر صلی الله علیه وسلم به د روژه ماتي نه وروسته دغه دعاء ویله (ذَهبَ الظّمّاءُ وابتَلَّتِ العُروقُ وثَبَتَ الأجرُ ان شاءَ الله)، بل ځای کې راځي پیغمبر صلی الله علیه وسلم به چې کله روژه ماته کړه دغه دعاء به یې ویله: (الّلهُمّ لکَ صُمتُ وبکَ آمنتُ وعلی رزقکَ أفطرتُ)، او د پشنمي په اړه کومه خاصه دعاء نه ده راغلې خو باید په بسم الله شروع او په الحمد لله ختم شي.
په سترګو کې رانجه یا دوا اچول روژه ماتوي؟

دوه حالته لري: که چیرته په سترګو کې دوا یا رانجه واچول شي او سړي ته احساس وشي چې خوند یې له ستونې تیر شو روژه ماتوي، او دغه کار دداسې سخت ضرورت لپاره هم نه وي چې که دوا وانه چوي په غټ مرض به اخته شي بلکې په عام وخت کې یې اچوي او خوند یې له ستوني تیر شي روژه ماتوي، او که خوند یې له ستوني تیر نشي روژه نه ماتوي، خو په دغه حالاتو کې باید سړی له هوښیارتیا او ذهانته کار واخلي او بې له ضرورته دغه کار ونکړي ځکه په دې شیانو کې تساهل او اساني کول نه دي پکار برای احتیاط نه اچول بهتره دي ځکه په اچولو کې د روژې ماتیدو خطره وي.

روژه کې په قصدي ډول خوراک او څښاک پر انسان قضاء او کفاره واجبوي؟

په روژه کې خوراک یا څښاک کول مطلقې حرام کار دی، پر دغه کار به الله تعالی دغه سړی نیسي او د سخت عذاب لاندې راځي باید هر مسلمان دې له دغه کاره ځان وژغوري، که چا وکړ توبه او استغفار دې وغواړي پښیمانتیا دې ښکاره کړي او بیا دې د نه کولو عزم وکړي.

په خوراک او څښاک روژه ماتول د همدغې ورځې قضاء واجبوي او کفاره پرې نه لازمیږي، کفاره یواځې پر هغه چا واجبیږي چې د روژې په حالت کې له خپلې ښځې سره جماع وکړي (دغه د جمهور علماءو قول دی)، خو ځیني احناف او مالکي علماء د خوراک، څښاک او جماع درېواړو په کیدلو سره کفاره واجبه ګڼي دلیل په هغه حدیث نیسي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو سړي باندې د روژې قصدي ماتولو پر وخت د کفارې پوره کول واجب وګڼل، خو هغه سړي روژه په جماع سره ماته کړې وه نه په خوراک یا څښاک، خو نور علماء (جمهور) بیا ځکه کفاره واجبه نه ګڼي چې بې له جماع نه ددې کار کولو په اړه صریح او ښکاره دلیل نشته چې کفاره پرې واجبه کړي ، او د جماع دلیل پر خوراک څښاک نه قیاسیږي. که یو سړی په خطایئ کې روژه وخورې نو خپله روژه دې پوره کړي پر ده هیڅ قسمه قضاء او کفاره نشته خو که ده د خطایئ نه وروسته په قصدي ډول روژه ماته کړه په دې نیت چې دا وایي (سهوا ترې ماته شوې هسې یې هم روژه نه ده سهي او قصدا يې خواراک وکړ) نو قضاء پرې واجبه شوه. خو انسان باید د دغو اعمالو په ترسره کولو الله ته توبه وباسي ځکه چې دی د سخت عذاب لاندې راځي.

د روژې په حالت کې خپله ښځه موچې کول څه حکم لري؟

ښځه په داسې حالت کې موچې کول چې پر سړي شهواني اغیز ونلري او یا هم په دې نیت نه وي څه ضرر نه لري او نه یې هم روژه ماتیږي. همدا حکم په اودس کې هم دی، که اودس لرونکي خپله ښځه موچې کړه خو په ده کوم شهواني اغیز او اثر ونشو اودس یې نه ماتیږي.

دغه ډول پوښتنې زمونږ ذهنونو ته همیشه راغورځي خو یا له شرمه له ملا صیبانو نشو پوښتلی او که مو وپوښتلې نو یا خو ملا صیب دداسې جوابونو نه قاصره وي او پوره معلومات نلري او یا خو نه غواړي دغه پوښتنې ښکاره کړي، یا د مذهبي تعصب له وجې یا کوم بل لامل وي، نو مونږ ټولو ته پکار ده چې خپله کوښښ وکړو او داسې مسئلې په ښکاره توګه په سوچ، فکر، عقل او تدبر سره وڅیړو. الله تعالی دې لومړی ماته او بیا تاسې ټولو ته پرې د عمل کولو توفیق راکړي. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد "راسخ

لیکوال: عبدالواحد” راسخ روژه د اسلام څلورم رکن دی، نیول یې په هر مسلمان، بالغ، عاقل، سالم او روغ سړي فرض دي، او لمونځ د اسلام دوهم رکن دی چې د اوه کلنۍ څخه پر ماشوم لازمیږي او تر مرګه بیا جریان لري، هیڅ داسې صورت او وخت نشته چې په هغې کې انسان ته د لمونځ پریښودلو اجازت وي (البته استثناء شته)، نو باید مخکې له دې چې روژه ونیسو خپل لمونځونه پوره او صحیح کړو، د روژې پر احکامو ځان پوه کړو ځکه چې روژه -بې له لمانځه- نیول چټي په ځان لوږه او تنده تیرول دي، پیغمبر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x