جهادي لوري ته څو تذکيري يادونې (۱)

ليكوال: م. عثمان متوکل

د افغانستان جهاد حساس پړاو ته رسيدلی، د څوارلس کلونو قربانيو د ثمرو ترلاسه کولو وخت رانږدې شوی، دښمن د مجاهدينو په ضد دسيسو جوړولو کې تر بل هر وخت زيات مصروف او د جهادي خوځښت د متلاشي کيدو لپاره پلان ګذارۍ کې سرګردان دی. څرګنده خبره ده چې په داسې وخت کې بايد مجاهدين د تيرو کلونو په پرتله ډير ځيرک، با تدبيره او خپل اسلامي منهج ته لا پابند اوسي او د الله تعالی لويي او ډار ته په زړونو کې خاص ځای ورکړي، په داسې حساس پړاو کې د دوی يوه کوچنۍ غلطي د نه جبرانيدونکو زيانونو سبب ګرځيدی شي.

د (وذکر فإن الذكرى تنفع المؤمنين) او د پيغمبر علیه الصلاة والسلام د دې حديث په بنیاد چې فرمايي: (الدين النصيحة قلنا لمن قال لله ولکتابه ولرسوله ولأئمة المسلمين وعامتهم), د اسلامي امارت له مسؤولينو سره، چې په (أئمة المسلمين) کې راځي، يو څو خبرې شريکول غواړم:

د مجاهدينو په فکري روزنې تمرکز:

په يو جهادي بهير کې د فکري روزنې اهميت که تر بدني هغې زیات نه وي کم ترې نه دی. د حق او باطل په ټکرونو کې نصرت او فتح تل د مجاهدينو د نيتونو په سپيڅلتيا کې نغښتې، که په پاکو او خالصو نيتونو او لوړو اهدافو روزل شوي وي بری د همدوی په برخه شوی، خو بالمقابل، په نيتونو کې يې کوچنی خلل د ماتې سبب هم ګرځيدلی.
بايد دا ګومان و نه شي چې د صليب تر شکست وروسته د جګړې ګټل اسان دي، هو لاسپوځي يې شايد د هغو په پرتله د کلک مقاومت وس نه ولري، خو دې ته مو پام وي چې په داسې مرحله کې مجاهد له نوي امتحان سره مخ کيږي او په وړاندې دامونه هم زياتيږي، که هغه په جهادي منظمه کې د تفرقه اچونې په بڼه وي، يا له مادياتو سره د مينې او يا په نورو اشکالو.

د فتحې په رانزدې کيدو سره نيتونه او نفسونه په پخواني حال نه پاتې کيږي مخصوصا چې کله يې له تزکيې غلفت وشي، دا خبره هم د عقل او هم د تجربي په اساس ثابته ده.

په جهادي روح سره د مجاهدينو قوي روزنه د جهاد د کاميابۍ يوازنۍ لار ده، يوازنۍ ځکه ورته وايو چې د کاميابۍ نور ټول اسباب بيرته همدې نقطې ته راګرځي.

د مجاهدينو د بدني روزنې تر څنګ بايد په مختلفو بڼو د دوی فکري روزنې ته د تير په پرتله څو چنده توجه وشي. خو دا روزنه بايد دوامداره، او هم د مجاهدينو خاص او عام ته شامله وي، نه داسې چې په يوې خاصې مرحلې پورې ځانګړې وي او يا ترې خواص مستثنی وګڼل شي. همدا راز، فکري روزنه بايد د محتوا له لحاظه جامع او شامله وي، د عقيدوي درسونو تر څنګ، بايد په ځينو مهمو ټکو زيات ترکيز وشي، لکه د امير اطاعت، په امير او مجاهدينو باندې حسن الظن، له عوامو سره د تعامل څرنګوالی، له ځينو مشروعو ابتدائي سياسي اصولو باخبري، او ورته نور.

دعامو مجاهدينو او ولس ذهنيتونو ته خاصه پاملرنه:

د مجاهدينو د واحد صف د ويشل کيدو په مقصد له پخوا راهيسې د بيلا بيلو کړيو لخوا بيلابيلې لارې په کار اچول شوي، خو تر ټولو خطرناکه يې شايد د جهادي خوځښت په ضد د نويو او تازه تبليغاتو خپرول وي، خطرناکه ځکه ورته وايو چې د نورو وختونو په خلاف، اوس د دې هدف لپاره په شعوري يا لاشعوري هغه څوک استخداميږي چې فعلا د امارت په جهادي تشکيلاتو کې دخيل او په عوامو کې په همدې صفت پيژندل شوي وي.

که له يوې خوا د داسې وګړو شمير په نشت حساب دی خو له بلې خوا يې د يو پټ منظم پلان له مخې د تقويه کيدو هڅې کيږي، په دې بايد سترګې پټې نه شي چې د دوی لخوا تر سره کيدونکي مکرر تبليغات په عوامو او د مجاهدينو په افرادو کې ضرور ځای نيسي، په تيره بيا چې له دينې اصولو ناخبري هم ورسره مل وي او تر څنګ يې عملا داسې څه وګوري چې ظاهرا د دوی د خبرو تصديق کوي.

طالبانو ته په کار ده په خپلو پلانونو کې، که نظامي وي او يا سياسي، د دې نقطې پوره مراعت وکړي، البته د مراعت څرنګوالی به يې وخت او قضيې ته په کتلو سره ټاکل کيږي نو ځکه مختلفې بڼې درلودلی شي، د بيلګي په توګه:

له ځينو غير مرغوبو جهتونو سره تماس نه نيول، ځينو ناڅرګندو سياستونو په اړه ولس له حقيقته خبرول، په اعلاميو او بيانيو کې د دې کوښښ پر ځای چې دښمن د مجاهدينو په اړه نيک ذهنيت واخلي او يو شمير مصالح تر لاسه شي، بايد هڅه وشي عام مجاهدين او ولس په خپلو مشرانو لا باوري او ډاډمن کړل شي، اما په يو وخت کې دواړه موخې ترلاسه کول د يو محال هدف د ترلاسه کولو په معنا دی، په تيره بيا په افغاني ټولنه کې، چيرته چې د ناپوهۍ او د بيلا بيلو شيطاني وسوسو کچه اوج ته رسيدلې.

دا اصل بايد له پامه و نه غورځول شي ولوکه په مراعت سره يې په ظاهري توګه لوي مصلحتونه هم له لاسه وځي، د جهاد د کاميابۍ راز د الله تعالی تر مرستي وروسته د افرادو او عوامو په ملاتړ کې نغښتی دی (هو الذي ايدك بنصره وبالمؤمنين)، او ښکاره ده چې د جهاد کاميابي تر بل هر څه لوړ مصلحت دی.

په تيره لسيزه کې ډير کم داسې تر سترګو کيږي چې امارت دې د عوامو د ذهنونو د کچې مراعت نه وي کړی، خو اميد دی چې په راتلونکي کې په همدې تګلاره څو چند ټينګ اوسي، اوس تر بل هر وخت د دې نقطې مراعت ډير اړين دی، هم شرعا او هم عقلا.

ادامه لري..

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د