شعـــــرونه

وینې څاڅی – غزل

خالقیار احمدزی

چمن ګردو وهلی چې له ګله وینې څاڅي
هر زړه سوری، سوری دی له ګوګله وینی څاڅي

د وخت په آداګانو نسیمونه هم پټ شوي
سهار، که مازیګر دئ له محفله وینې څاڅي

شیطان تربیه شوی فرښتې سپینه جامه کې
پردی نن په آرام دی چې له خپله وینې څاڅي

احساسه په عزمونو به یئ خاورې هم شی ورکې
خیر مات که لاس پښې دې له تکله وینې څاڅي

د ګل او د اغزی به شخړه ولې سره راشي
په زړه چې ټونګې ووهی له بله وینې څاڅي

یو آه دسوی زړه ؤ خالقیاره پوره نشو
الهامه تخیل کې له غزله وینې څاڅي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x