د پروان پیښه د چا لخوا د څه لپاره؟!

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: د شنبې په شپه بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت په بایان کلي کې د پخواني جهادي قوماندان جان احمد په کور د چاپې په ترڅ کې د هغه اړوند د وسلو او پوځي مهماتو هغه ستر ډیپوله منځه یوړ چې په زرګونو میله وسلې او پوځي توکي ورکې ځای پرځای شوي ول .

یاد ډیپو د امریکایانو د مرکزي پوځې اډې بګرام په څو کیلو میتري کې موقعیت درلود او امریکایانو له وړاندې څخه هم د هغه په اړه معلومات لرل.

دا چې ولي امریکایانو څوارلس کاله باد د خپل پوځي ماموریت تر پایته رسیدو وروسته د دې ډیپو په له منځه وړلو لاس پوري کړ خپله د تأمل وړ خبره ده.

د ګډ حکومت د چارواکو ترمنځ زیاتیدونکي اختلافات ورځ تربلې بربنډ او په نوې نوې بڼه سر را پورته کوي .

یوه ورځ د سیګار لخوا د معارف په وزارت کې د پخواني وزیر فاروق ورد ګ لخوا د میلینونو ډالرو د حیف ومیل رپوټونه ورکول کیږي ، بله ورځ فاروق وردګ د ګډ حکومت چارواکي له پاکستان سره د استخباراتي تړون د لاسلیکولو په مقابل کې په ۷۰ملیون ډالره رشوت اخیستلو تورنوي.

یوه ورځ د ګډ حکومت مشر د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره رئیس تعینوي ، بله ورځ یې اجرائیه رئیس پرخلاف فرمان صادروي . د غبرګ حکومت دغه ضد او نقیض کړنې بالاخره د دې موجب شولې چې حکومت له دننه متلاشي او لومړي لمبر چارواکي یې د امریکايي مقاماتو په مرسته یو د بل پرخلاف اقدام وکړي.

په پروان کې د عبدالله پلوي قومندان جان احمد پر کور د امریکایانو چاپه او د هغه د ستر وسلتون ویجاړول د ګډ حکومت د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د مخ پر زیاتیدونکي مخالفت خطرناكه پیلامه ده.

تیره ورځ د قومندان جان احمد په کورکې د جمعیت اسلامي ګوند د لوړ پووړو غړیو رایوځای کیدل او د بندو دروازو ترشا خبرې کول د دغې پیښې په غبرګون کې د متقابل اقدام له ترسره کولو پرده پورته کوي.

د ګډ حکومت د متخاصمو سهیمانو ترمنځ دغه ډول کړه وړه د امریکایانو په دستور او د هغوی په حمایت ترسره کیږي او په دې سره هغوي غواړي په دولتي او هره سطحه د افغانانو ترمنځ لانجې را وپاروي.

د پروان تر پیښې څلور ورځې وړاندې ولسي جرګه په داسې حال کې تر برید لاندې راغله چې د اشرف غني لخوا نومول شوی کاندید معصوم ستانیکزی د باور اخیستلو لپاره ورته معرفي کیدو.

که څه هم چې د یاد برید مسؤلیت طالبانو منلی، خو یو شمیر شنونکي هغه برید هم د بلخ د سرپرست والي او د شمال د امپراتور جنرال عطاء لخوا د ستانیکزي خلاف یو غبرګون بولي چې ستانیکزي او حاکم ټیم یې د امریکایانو په مرسته خپل انتقام د جان احمد د وسلتون په ویجاړولو سره تري واخیست.

د پروان پیښه د امریکایانو په مستقیم دخالت د اشرف غني د ټیم قدرت نمايي ده چې د عبدالله د پلویانو په مقابل کې یې کوي او دغه ټکي تیره ورځ امر الله صالح د خپلې ډلې په استازیتوب له رسنیو سره هم څرګند کړ.

نوموړي وویل : دا عمليات د يوې دسيسې په پايله کې ترسره شوي او افغان حکومت ورکې ښکېل دى.

د پروان پیښه د ګډ حکومت د داخلي اختلافاتو یوخطرناکه پیلامه ده چې ښايي خونړۍ سلسله یې ترشمالي ولایتونو او د هیواد تر نورو سیمو پوري هم اوږده شي او دا هغه هدف دی چې جان کیري یې د تر لاسه کولو لپاره ډیرې ستړې پر ځان منلي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د