نظــر

داستراتیژیک تړون له لاسلیکولو وروسته ولې دولسي خلګو دوژلو لړۍ ګرمه شوه ؟

له کله چې دروانې میلادې  میاشتې په لومړۍ نیټې دکرزی  او اوباما ترمنځ استراتیژیک تړون لاس لیک شوی  ورسره جوخت په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو لخوا دولسي وګړو دوژلو لړۍ هم ګرمه شوې.

دبهرنیانو لخوا دولسي افغانانو دوژنې لړۍ دلغمان ولایت دقرغیو له ولسوالۍ نه پیل بیا ترننګرهار،کونړ،کاپیسا،بغلان،غزني،زابل،هلمنداو بادغیس ولایت پوري وغځیده  چې داسلامي اژانس لخوا نشرشوې دقیقې شمیرې له مخې په نوموړو ولایتونو کې دمی دمیاشتې له لومړۍ نیټې نه تر ۱۶ نیټې پورې تر ( ۲۵) زیات بیوزله ولسي افغانان دبهرنيوځواکونو په بمباریو او دشپې له خوا دهغوئ دکورونو دتلاشي په مهال وژول شوي .

داپه  داسې  حال کې چې  دښاغلي کرزي لخوا اوباماته داستراتیژیک سند دلاسلیکولولپار  اساسي شرط ددغو قتلونو او دشپنیزوعملیاتو متوقف کول  ایښودل شوی وه.

ښاغلي کرزي چې  ددغه سند دلاسلیکولو لپاره کومه  لویه جرګه راغوښتې وه هغوئ هم په  غوڅ اکثریت سره ددغو وژنو او بهرنیوځواکونولخوا دشپنیزو عملیاتو متوقف کول غوښتي ول.

همداراز تر استراتیژیک سندله مخې چې  د اپریل په میاشت کې   دبهرنیوځواکونو او دفاع وزارت ترمنځ افغاني ځواکونوته دشپنیزو عملیاتو سپارلو معاهده لاسلیک شوه هالته هم  په دې خبره پریکړه شوې وه چې نوربه  دبهرنیوځواکونو لخوا نه په ولسي خلګو بمبارکیږي او نه به دهغوئ  لخوا دشپی مهال دکلیوالو کورونه تلاشي کیږي .

خو اوس چې  دشپنیزو عملیاتو له لاسلیکولو څه باندې یوه میاشت او داستراتیژیک تړون له لاسلیکولو  ۱۹ ورځي تیریږی  دبهرنیودولسي خلګو دوژنې او دشپې مهال دهغوئ دکورونو تلاشي هماغه شانې دوام لري ،بلکې  په تیرو ۱۹ ورځوکې يې تربل هروخت شدت موندلی.   هغه څه چې  په دغو  وژنوکې نوي ترسترګوکیږي هغه داچې   مخکې به  بهرنیو ځواکونو دولسي خلګو په وژلو باندې  دخفګان په ښکارکولو سره  دهغوئ  دنه تکرار او دپیښې په اړه د تحقیقاتو  دترسره کولو  ژمنه کوله  ،خو اوس  دجرم دمنلو په ځای  له هغه نه انکارکوي او له هرځل جرمي حادثې وروسته وايي چې  دوئ  ولسي وګړي نه بلکې وسله وال مخالفین وژلي  چې داکار ددوئ دپوځي ماموریت  یوه برخه ده .

دموضوع دښه وضاحت لپاره اړین بولو چې په دې اړه  داسلامي اژانس  اوپژواک  آژانس خپلواکو رسنیو  په دې اړه نشرکړی څو خبرونه  کټ مټ دلته نقل کړو:

اسلامي اژانس: شپينيو عملياتو کې د قومي شورى يو تن غړى او ورور يې ووژل شول   ـ Tuesday, May 01, 2012ـ

 بهرنیو ځواکونو د لغمان په ولايت قرغیو ولسوالۍ کې پر يو کور د شپينيو عملياتو په ترڅ کې دوه وروڼه مړه او د پلار په ګډون يې دوه نور وروڼه ژندي ونيول. د لغمان ولايت د ولايتي شورى مرستيال ګلزار سنګروال په دې اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل :  بهرنيو قواوو د دې ولايت د قرغيو (Qarghaei) د ولسوالۍ د (کلال) په کلي کې د محمد نعيم پر کور عمليات تر سره کړل چې په ترڅ کې يې معلم مختار او د هغه ورور عبد الستار په شهادت ورسيدل ). سنګروال زياته کړه چې بهرنيو قواوو د هغوى پلار محمد نعيم او دوه وروڼه د ځان سره ژوندي بوتلل. د ولايتي شورى مرستيال وويل بهرنيانو د دې عملياتو لپاره په لغمان کې د ملي اردو او ملي پوليسو سره هيڅ ډول تماس ندې نيولې او نه هغوئ په دې عملياتو کې برخه لري. . “سنګروال” دغه عمليات په کلکه سره وغندل او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل (که چيرته په همدې ډول د بهرنيو قواوو لخوا شپيني عمليات دوام ولري نو بيا هغه تړون کوم اهميت لري چې تر مخې يې شپيني عمليات افغاني قواوو ته وسپارل شول؟). هغه زياته کړه دا ډول عمليات به د افغانستان او امريکا تر منځ ستراتيژيک تړون هم بې باوره کړي او خلک به په همدې عقيده وي چې افغان حکومت او ملت هيڅ واک او اختيار نه لري بلکه هر څه د بهرنيانو لخوا اداره کيږي چې داسې کيدل په هيڅ صورت کې هم د افغانانو لپاره د منلو وړ ندي. سنګروال د معلم مختار په اړه افغان اسلامي اژانس ته وويل چې هغه يوه پښه نه درلوده نو له دې امله د لغمان ولايت د معيوبينو د شورى مرستيال ؤ او هم يې په قرغيو ولسوالۍ کې د قومي شورى غړيتوب درلود. د ولايتي شورى مرستيال چې په بار بار يې دغه پيښه غندله وويل وژل شوي او نيول شوي کسان عام وګړي دي چې د دولت سره يې همکاري درلوده. . له بلې خوا ايساف د نوموړې پيښې په اړه يوه اعلاميه کې وويل چې دغه عمليات د افغاني قواوو په مشرۍ تر سره شوي چې بهرنيو قواوو پکې مرستندويه رول درلود. د اعلاميې د وينا تر مخې دغه عمليات د طالبانو د يو مشر پر ضد تر سره شوي کوم چې په دې ولايت کې په ډول ډول بريدونو کې لاس درلود.

http://www.afghanislamicpress.com/site/home/detail.asp?iData=52968

اسلامي اژانس: چارواکي:- د بهرنيو قواوو په عملياتو کې يو سيمه ايز پوليس مړ او څلور ونيول شول

د بغلان ولايت چارواکي وايي چې د دې ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د بهرنيو قواوو د عملياتو په ترڅ کې يو تن سيمه ايز پوليس مړ او څلور (4) نور بهرنيو قواوو ژوندي نيولي دي خو ايساف وايي چې وژل شوى او نيول شوي کسان مخالفين دي. د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد “بشارت” افغان اسلامي اژانس ته وويل چې تيره شپه 2012-05-01/02 بهرنيو قواوو د دې ولايت د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د (بادام باى) په سيمه کې ناڅاپي عمليات تر سره کړل. هغه زياته کړه ( په عملياتو کې يو تن سيمه ايز پوليس وژل شوى او څلور نور سيمه ايز پوليس بهرنيو قواوو ژوندي له ځانه سره بيولي دي). که څه هم “بشارت” د نيول شويو کسانو شمير څلور تنه وښود خو د سيمې يو تن اوسيدونکي وويل چې د تيرې شپې د عملياتو راهيسې د سيمې څخه لږ تر لږه لس تنه پوليس تري تم دي. د ولسوالۍ چارواکو وژل شوى تن د پوليسو افسر بللى او ويلي يې دي چې نيول شويو کسانو د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې دنده تر سره کوله. د هغوى د وينا تر مخې دغه عمليات د سيمه ايزو ځواکونو سره له همغږۍ پرته تر سره شوي دي. کله چې افغان اسلامي اژانس پدې اړه په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر څخه پوښتنه وکړه نو مطبوعاتي دفتر په ځواب کې وويل چې دغه عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ او د ايساف د قواوو په ملاتړ د طالبانو د يو قوماندان د نيولو لپاره پر لاره اچول شوي وه. http://www.afghanislamicpress.com/site/home/detail.asp?iData=53022

پژواک خبري اژانس:  د وټه پور ولسوالۍ په پېښه کې وژل شوي کسان عام وګړي دي

خبریال خان ولي سلارزی.May 16, 2012 – 12:15

اسعداباد (پژواک ٢٧ غويى ٩١): د ولسمشر حامد کرزي له خوا کونړ ته د تللي پلاوي مشر وايي، چې ايساف ځواکونو په وټه پور ولسوالۍ کې پنځه عام وګړي وژلي دي.ياده پېښه درې ورځې مخکې د وټه پور ولسوالۍ د ده وز په غرنيزه سيمه کې رامنځته شوې وه.خو ايساف وايي چې دوى وسلوال مخالفين وژلي، ځايي اوسېدونکي په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل بولي.د ياد پلاوي يوه غړي او په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو استازي حاجي محمدامين د غويي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسي جرګې د غړي مولوي شهزاده شاهد په مشرۍ نهه کسيز پلاوى دغه ولايت ته ورغلى دى.هغه زياته کړه، چې په پلاوي کې په ملي شورا کې د کونړ د خلکو استازي، د کورنيو او دفاع وزارتونو، ملي امنيت، سيمه ييزو ارګانونو او د ارګ استازي شامل دي.د دغه پلاوي مشر او په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد نن له غرمې وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې ايساف په وټه پور ولسوالۍ کې پنځه عام وګړي وژلي او دوه يې ټپي کړي دي.هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې يوه مېرمنه، دوه نجونې، يو ماشوم هلک او يو لوى سړى شامل دى، يو سړى او يوه ښځه ټپي شوې ده.مولوي شاهد وويل، چې دوى د سيمې له اوسېدونکو، قومي مشرانو، علماوو او د ولايت له چارواکو سره تر ليدنې وروسته دې پايلې ته ورسېدل چې وژل شوي عام وګړي دي.نوموړى وايي، چې د خپلو پلټنو او څېړنو پايلې به ډېر ژر په کابل کې ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړي.

ده زياته کړه: ((ايساف په وټه پور ولسوالۍ کې په ترسره شوو عملياتو کې پنځه کسان وژلي، که دا يې قصداً کړي او که سهواً خو وژل شوي عام وګړي دي.))د کونړ د ولايتي شورا رييس حاجي مياحسن عادل پژواک ته وويل، چې امريکايان دلته د دوستۍ په نوم راغلي او د دوستۍ په نامه افغانان وژني.هغه زياته کړه: ((که دوى موږ وژني، بيا يې دوستۍ ته هېڅ اړتيا نه لرو.))

له دې مخکې د ولسمشر حامد کرزي له خوا لېږل شوى پلاوى او د کونړ يو شمېر خبريالان پرون وټه پور ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې سيمې له اوسېدونکو او د زيانمنو کورنيو له غړو سره يې وکتل.د محمدقدير په نوم د يادې سيمې يوه سپين ږيري پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى ماشومانو په غره کې بوټي راټولول، چې د ايساف له خوا پرې بمبار وشو.هغه زياته کړه، چې په دغه بمبار کې د ده دوه لمسيانې، چې عمرونه يې اته او ١٢ کاله وو، ووژل شوې.د نوموړي په وينا، د يوه بل کور يوه ښځه د هغې خاونداو لس کلن زوى يې وژل شوي دي.د ده وز کلي يوه بل اوسېدونکي انجنير شاه محمود راغلي پلاوي ته وويل، چې د ايساف په هوايي بريد کې ټول ولسي وګړي وژل شوي او هلته مخالفينو هېڅ شتون نه درلود.نوموړي زياته کړه: ((که چېرې ايساف کوم ثبوت او يا ويډيو لري، چې وسلوال يې وژلي وي، نو موږ نه يواځې ورته خپل مړي بښو، بلکې بښنه هم ترې غواړو.))د ياد پلاوي غړى حاجي امين وايي، چې دوى نن له ولايتي، ملکي او امنيتي چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي او بيا به خپل راپور ولسمشر ته وړاندې کړي. په کابل کې د ايساف ځواکونو يوه وياند ډګرمن جيمي کيومنګز بيا دا اعاوې ردوي، چې ګواکې دوى په کونړ کې عام وګړي وژلي دي.هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د عامو وګړو د وژلو ادعاوې په سيمه کې د مخالفينو له خوا راپورته کړاى شوې دي.نوموړي زياته کړه: ((له عملياتو مخکې او له عملياتو وروسته زموږ ارزونې ښودلې چې په سيمه کې وسلوالو مخالفينو شتون درلود، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي دي.))د ايساف ياد شوي وياند وويل، چې دغه عمليات يې په سيمه کې د القاعدې د يوه قوماندان پر ضد ترسره کړي، چې په چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې يې لاس درلود.د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ايساف له خوا يو ځل بيا د عامو وګړو د وژلو پېښې زياتې شوې دي.شاوخوا لس ورځې مخکې د بادغيس او هلمند ولايتونو په دوو بېلابېلو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ عام وګړي وژلي دي.  http://www.pajhwok.com/ps/2012/05/16/

دولسي وګړود وژنې پیښې نورې هم ډیرې دي  خو دهغوله جملې نه مو دغه دری دبیلګې په توګه راوړلې چې په هغوکې  وژل شوی کسان ټول ولسي وګړي اویاهم  دولتي منسوبین دي ، خو امریکایان دخپلو کړنو دبرائت لپاره په داسې حال کې  هغوئ  وسله وال مخالفین معرفي کوي  چې دسیمې عیني شاهدان ، دولتي چارواکي  اوسیمې ته لیږل شوي دولتي پلاوی   دامریکایانو  داعاخلاف  ژوندي  ثبوتونه  خبري رسنیوته  په لاس ورکړي.

دپښتنودامتل  چې دزورور اوبو په هسکه خیږي ، دلته   دامریکایانو په دغه  سرزوري کې ښه مصداق پیداکوي  ،چې  دخپلو عملیاتو په مهال دولتي برحاله  منسوبین ووژني  اوبیاوايي چې  مونږ وسله وال مخالفین ووژل.

اوس خبره په دې کې ده  چې  دکرزي بیواکه حکومت   چې له  بهرنیانو څخه دخپلو دولتي منسوبینو دژغورني توان نه لري  ،نوهغه به بیا داستراتیژیک تړون  نور هغه محتویات چې  دجانبینو ترمنځ ورباندې  معاهده شوې څرنګه عملي کړای شي.

په استراتیژیک تړون کې ترټولو اساسي خبره  همدغه  دشپینيوعملیاتو په اصطلاح افغاني کیدل او دولسي وګړو دوژنې متوقف کول  دي ، همدغه ژمنه خپله اوباماهم  دتړون دلاسلیکولو په مهال  تکرارکړه او په ښکاره يې وویل چې نوربه بهرني ځواکونو په افغاني  کلیوکې  نه ګرځي اونه به دشپې  مهال دهغوئ کورونوتلاشي  کوي ،خو ددې باوجود دولسي  خلګو دوژنې دغه  پیښې  داثابتوي چې  نه خپله  امریکایان   داستراتیژیک تړون محتویاتوپلي کولو ته ځان ژمن بولي او نه دکرزي بیواکه حکومت  په هغوئ باندې  دلاسلیک شوي تړون دمندرجاتو دتطبیق  صلاحیت لري .

اوهمدغه دامریکایانو مکرر واضح تخلفات  او په مقابل کې یې د کرزي  دحکومت بیوسي په ټولو هغو تړونونوکې  صدق پیداکوي کوم چې  افغان  بیصلاحیته  ولس مشر په دې ورستیوکې  له  جرمني ،انګلستان، فرانسې ،ایټالیا اوځینو نورو هیوادونوسره لاسلیک کړي دي . له‍‍ذا پورتني  حقائق په خپل صراحت سره  دا ثابتوي چې امریکایان  دخپل  متکبرانه  سیاست له مخې په هیڅ صورت  خپل ځان  نه نړیوالوتعهداتوته ژمن بولي اونه  هغوتوافقاتو ته ې خپله دوئ  لاسلیک کړي ،اوهغه څه چې  یې  په افغان ولس مشرکرزي  دشپې په تیاره کې  داستراتیژیک تړون په نامه  لاسلیک کړل  ،هغه یواځي یوه تحمیلې پریکړه ده چې په سیمه کې دامریکايي  توسعه طلبي   لپاره  مشخص اهداف پکې  په پام کې نیول شوي  چې دافغانانو لپاره له  مزیدې تباهي پرته بل هیڅ  پیغام  نه لري.

شاهد (غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x